لاس رسیدونکی لینک

 
داعش په پاکستان کې هیڅ وجود نه لري، خارجه سیکریټري وايي
تازه خبر

داعش په پاکستان کې هیڅ وجود نه لري، خارجه سیکریټري وايي


پاکستاني چارواکې په هیواد کې داعش د موجودگۍ خبره ردوي. خو د هیواد په مختلفو ښارونو کې وخت په وخت د داعش په دیوالونو لیکل شوي نعرې او شب نامې ښکار شوي دي. ددې تر څنگ د طالبانو نه بیلې شوي یو ډلې داعش سره د الحاق اعلان کړی او د ځېنې حملو ذمه واري يي هم په غاړه اخیستې ده
پاکستاني چارواکې په هیواد کې داعش د موجودگۍ خبره ردوي. خو د هیواد په مختلفو ښارونو کې وخت په وخت د داعش په دیوالونو لیکل شوي نعرې او شب نامې ښکار شوي دي. ددې تر څنگ د طالبانو نه بیلې شوي یو ډلې داعش سره د الحاق اعلان کړی او د ځېنې حملو ذمه واري يي هم په غاړه اخیستې ده

د پیرس حملې په خپله غاړه اخیستونکې وسله واله ډله داعش په پاکستان کې هیڅ وجود نه لري او د هیواد حکومتي ادارې به چاته هم اجازت ور نه کړي چې دغې ډلې سره خپل تړون وکړي، دا خبرې د پاکستان خارجه سیکریټري اعتزاز چوهدري خبریالانو ته کړې دي.

ښاغلي چوهدري او د پاکستان د قامي اسمبلۍ سپیکر ایاز صادق د پیرس په حملو کې په مرگ ژوبله غمرازي څرگنده کړه. ایاز صادق وویل پیښور نه د پیرس پورې د ترهگرۍ حملو په شا ذهنیت د پاکستان او د انسانیت دښمنان دي.

ښاغلي صادق په څرگنده توگه د پیښور په ارمي پبلک سکول طالبانو د حملې ذکر کوو چې پکې ١٥٠ کسان، زیاتره ماشومان، وژل شوي دي.

په پاکستان کې داعش د موجودگۍ په اړه وینا کې اعتزاز چوهدري وویل د هیواد حکومتي ادارې صلاحیت لري چې د ډلې لخوا د خطر مخه ونیسي. هغه وویل حکومتي ادارو د اقداماتو په نتیجه کې پاکستان کې د ترهگرۍ پیښې کمې شوي دي.

پاکستاني چارواکې په هیواد کې داعش د موجودگۍ خبره ردوي. خو د هیواد په مختلفو ښارونو کې وخت په وخت د داعش په دیوالونو لیکل شوي نعرې او شب نامې ښکار شوي دي. ددې تر څنگ د طالبانو نه بیلې شوي یو ډلې داعش سره د الحاق اعلان کړی او د ځېنې حملو ذمه واري يي هم په غاړه اخیستې ده.

د مامورینو د دعوو برعکس، مطبوعاتي رپورټونه وايي پولیسو په ځېنې ښارونو کې داعش سره د تعلق په شک کې د یو شمیر کسانو د گرفتارولو خبره هم کړې ده.ټ

د ښاغلي چوهدري او ښاغلي ایاز صادق د وینا نور تفصیل اسلام آباد نه د وی او ای خبریال اورنگ زیب خان رپورټ کې اوریدی شۍ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:02:14 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG