لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوي ویډیو ګیمز کې پاکستان او ISIڅنګه ښکاري


 د دې ګیم دویم قسط چې تیر کال 2012م کې د Medal of Honor (War Fighter) په نوم بازار ته راغلې نژدی په پاکستان او یمن کې جوړ شوی
د دې ګیم دویم قسط چې تیر کال 2012م کې د Medal of Honor (War Fighter) په نوم بازار ته راغلې نژدی په پاکستان او یمن کې جوړ شوی
محمد عالمګیر:
د ټول پاکستان د سي- ډي او ډي- وي- ډي د سوداګرو د تنظیم مشر سلیم میمن په یو بیان کې د نوؤ ویډیو ګیمز په خرڅولو بندیز لګولی دی. په بیانیه کې په دغو ویډیوګیمز باندې د بندیز په اړه ویل شوي ، نوي ویډیو ګیمز کې پاکستان او پوځي استخباراتي اداره ISI د ترهګرو اډه اؤ ملګري ښودل کیږي. په پاکستان کې زیاتره نېوکې په (Medal of Honor) او(Call of Duty- Black Ops II)باندې کیږي.
(کال اف ډیوټي- بلیک اپس) تیر کال 2012م کې بازار ته راغلې وو. بلیک اپس یوه فرضی قیصه لري او د کال 2025م وخت ښاېي . په قیصه کې د لاطینې امریکا سره تقلق لرونکې یو ترهګر میننډاز د پاکستان استخباراتي ادارې ISI سره اړیکې جوړی کړی او ISI ځان له یوه خود مختاره اداره ښودل شوی چې تربیه شوې عسکر لري. د دغه تن منصوبه وي چې په امریکا او غربې هیوادونو سایبر آټیک کې د دوي ملګرتیا اوکړي. د ګیم په اووم مشن کې د امریکا نیوي سیلز د لاهور سیلاب ځپلې کوڅو کېISI سره جنګیږي هم ددی ګیم نقشو کې یوه نقشه د صوبه خیبر پښتونخوا پیښور ښار او بله د بلوچستان د چاغي سیمه ښايي چرته چې په لومړي ځل پاکستان ایټمې تجربه کړی وه. دی ګیم کې د افغانستان ، یمن، چین او خپله د امریکا ذکر هم دی.
دغه شان بل ویډیو ګیم (Medal of Honor) چې لومړی قسط یې په کال 2010م کې بازار ته راغلې او پکې د پاکستان ذکر په اول ځل راغلې وو. د ګیم په آخری مشن کې پوځیان د پاکستان لخوا د طالب او القاعده ترهه ګرو د پولی پاکستان غاړې ته د اوړیدوخبره کوي خو هم د دې ګیم دویم قسط چې تیر کال 2012م کې د Medal of Honor (War Fighter) په نوم بازار ته راغلې نژدی په پاکستان او یمن کې جوړ شوی.
د فلم قیصه کې د امریکا استخباراتي ادارې CIA او نیوی سیلز پوځیان ښودل شوي چې پاکستان کې عملیات کوي. قیصه واېي چې د امریکاېي استخباراتي ادارو کسان د یو مشکوک کس څارنه کوي چې د کراچۍ په ساحل غټه چاودنه اوشي. دغه چاودنه کې کارول شوي مواد چې ورته PETN ویلی کیږي د یمن نه راغلي وي. دی او د نور سوالونو د ځواب لپاره د فلم قیصه کله کراچۍ کله دوبۍ، یمن او کله د پولینډ نه تاویږي. امریکاېي پوځیان د مخبر نه پلټنو لپاره دره آدم خیل د وسلو بازار او بیا چترال ته هم لاړ شي. او ښودل کیږي چې اکثره دغه عملیاتو کې د پوځیانو په لار کې خنډ د پاکستان استخباراتي اداره ISI وي.
د دې ګیم مهمه خبره دا ه چې د هر مشن وړاندې د ځايې نوم لیکل کیږي او ورسره دا هم لیکلی راځي چې دا ګیم او مشن په اصل حقایقو جوړ دی. یاده دې وي چې د (Medal of Honor) نوی ګیم جوړونکې اداره Danger Close او E.A Games د حاضر ډیوټۍ نیوی سیل پوځیانو نه مشورې اخستې وی او وروستو د امریکه د دفاع وزارت د دغه شپږو پوځیانو پرضد قانونې کارواېي هم کړې وه.
دا اولنې ځل نه دې چې د پاکستان نوم په یو وډیو ګیم کې اخستل شوی دی لکه چې څنګه اوس مطبوعاتو کې یادیږي.د پاکستان نوم په اول ځل د لیکوال ټام کلانس په ناول جوړویډیو ګیم Splinter Cell کې راغلې وو. دغه ګیم په کال 2007م کې بازار ته راغلې وو. Splinter Cell ګیمDouble Agent نومی قسط کې د یو پاکستانی ډاکټر ذکر راغلی وو.
ډاکټر اسوت یو پاکستانی ایټمی ساېنسدان دی او شنهګاېي چېن کې په ترهګرو ایټمي مواد خرڅوي او د سودا وروسته د امریکا استخباراتي ادارو لخوا اووژل شي. ددي پس کال 2009 کې بازار ته راغلې ویډیو ګیم (Call of Duty Modern Warfare II) کې هم د پاکستان ذکر دی. دا ګیم چې اولني مشن کې ېي په وړومبي ځل پښتو ویل شوی ملټی پلیر میپس کې په یوه نقشه د کراچې او د افغان په نوم استعمال شوې. د کراچۍ نقشه کې د امریکا نیوی سیلز پوځیان د کراچۍ یو ویجاړ ګاونډ کې یاغیانو سره په جنګ وی.
د هالي وډ او بالي وډ د فلمونو قیصو کې د پاکستان نوم څو څو وارلې راغلې خو اوس د پاکستان نوم د ویډیو ګیمز د توجه مرکز ګرځیدلی. وخت تیریدو سره ویډیو ګیمونو هم جدت اختیار کړې او د پخوا د دویم نړیوال جنګ او نازی جرمن یا د سوړ جنګ د وخت د روسیا قیصې اوس زړې شوي. د دې ګیمونو شوقیان هغه ګیمونه ډیر خوښوی کوم چې د اوسني وخت حالاتو او د موجوده وخت د پوځیانو به استعمال کې وسلو باندې جوړ وی. او زیاتره هم دا ګیمونه لکه کا ل اف ډیوټي او میډل اف هانر چې په اوسنې موضوعاتو جوړ دي د ارباو ډالرو کاروبار ېي کړی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG