لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وکیل: د اسلام آباد هايي کورټ به سبا د حیات پریغل په مقدمه فېصله اوروي


د حیات پریغل پلار او یو ورور د هغه تصوریران نیولې دي
د حیات پریغل پلار او یو ورور د هغه تصوریران نیولې دي

د اسلام اباد هايي کورټ به د شورو- چارشنبې، په ورځ د پشتون ژغورنې غورځنگ د بندیوان فعاله غړي حیات پریغل په مقدمه کې فېصله اوروي. د اخبره د ښاغلي پریغل وکیل کړې ده.

د نهې، سه شنبې، په ورځ اسلام آباد هايي کورټ کې د حیات پریغل د ازادۍ دپاره د هغه د کورنۍ د مقدمې اورونه وه.

د وي او ای ډیوه خبریال ارشدحسین سره د حیات پریغل وکیل عبدالرحیم وزیر وویل د نهې، سه شنبې، په ورځ د اسلام آباد هايي کورټ جج دلایل واوریدل او فېصله یې تر د شورو- چارشنبې، تر ورځې محفوظ کړه.

عبدالرحیم وزیر وویل امید کوي چې عدالت به د حیات پریغل په ضمانت د ازادولو امر وکړي.

حیات پرېغل د جولايي په پنځمه نېټه د خېبر پښتونخوا ډېره اسماعیل خان کې د خپل کور نه ونیول شو.

د پشتون ژغورنې غورځنگ او د شهري حقونو دپاره کارکوونکو د احتجاجونو ورسته د پاکستان د مرکزي حکومت تحقیقاتي ادارې ایف ايي ای منلې ده چې حیات پرېغل د سایبر کرائمز د قانون د لاندې د یو وگړي په رپورټ گرفتار کړی دی.

ویل کیږي چې په حیات پریغل الزام لگوونکي تن خپل شکایت بېرته اخیستی دی خو د پي ټي اېم مشر منظور پشتین په فېس بک ویلي دي پریغل ریاست په غېر قانوني توگه بندي ساتلی دی.

د انساني حقونو نړیوالې ادارې اېمنسټي انټرنیشنل هم د حیات پریغل د ازادۍ غوښتنه کړې ده.

طبوعاتو ته په ورکړي شوي بیان کې ادارې وویل حیات پریغل د "ضمیر قیدي دی چې په پرامنه توگه یې د خپل حق لپاره غږ پورته کوو."

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG