لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: حکومت د اېټلي سفارتخانې نه د شېنجن ویزو سټېکرو د غلا پېښې پلټنه کوي


ّپه شېنجن ویزو باندې خلک کولی شي د یورپي اتحاد له پنځه ویشتو زیاتو ملکونو ته ولاړ شي
ّپه شېنجن ویزو باندې خلک کولی شي د یورپي اتحاد له پنځه ویشتو زیاتو ملکونو ته ولاړ شي

د پاکستان حکومت اسلام آباد کې د يورپي هيواد اېټلي د سفارتخانې نه د زر (١٠٠٠) شينجن ويزه اسټيکرو د غلا پلټنې پيل کړي دي.

ماهرين دا د ويزو يوه لویه غلا بولي او په دې اړه د اېټلي سفارتخانې کردار ته هم ګوتې اوچتې شوي دي، خو زياتوي چې نړيوالې ادارې - اېف اې ټي اېف - د پاکستان نوم په خړ نوملړ کې ساتلى او د ويزو د غلا پيښه د پاکستان مشکلات زياتولى شي.

رپوټونه وایي اېف آی اې ته لومړي پلټنو کې د ايټلي سفارتخانې نه د سټېکرو په غلا کې د دې سفارت د عملې او نړېوال کوريئر سروس او د پنډۍ - اسلام آباد ټراوېلینګ اېجنټانو د ککړتیا شواهد په لاس ورغلي دي.

رپوټونه زیاتوي چې ګني دغه غلا درې میاشتې وړاندې شوې وه او اټکل کیږي چې په دغه سټېکرو باندې ډېر خلک د ملک نه بهر هم تللي دي.

د نهې/سې شنبې په ورځ د یوې پوښتنې په ځواب کې د بهرنیو چارو وزارت ویاند، زاهد حفیظ چوهدري ویلي، په دې اړه د اېټلي سفارتخانې معلومات داخله وزارت او اېف آی اې ته ورکړل شوي دي. اړونده حکومتي ادارو ته د ملک په ټولو هوايي ډګرونو (ائیرپورټونو) او بهر تګ لارو باندې د پټ کړی شوو سټېکرو تفصیلات هم ورکړی شوي دي.

د باندنیو چارو وزارت ترمخه، حکومتي چارواکو ته د پټ شوو سټېکرو د پیدا کولو یا په کلکه دې باندې نظر ساتلو هدایات جاري کړی شوي دي.

شېنجن ویزه د یورپي هېواد ایټلي نه علاوه د یورپ شپږویشت (۲۶) نورو هېوادونو لپاره کارول کیدی شي. د ایټلي سفارتخانه د اسلام آباد حساس ډېپلوماټیک انکلېف نومې علاقه کې ده، چېرته چې هر وخت سخت حفاظتي انتظامات په لیدو کې راځي، خو بیا هم د ايټلي سفارتخانې د ودانۍ دننه د لاکر نه د زر سټېکرو د پټېدو دا پېښه منځ ته راغلې ده.

یو تآثر دا هم دی چې ګني انساني قاچاق کې ککړې منظمې ډلې د سټېکرو په دغه غلا کې لاس لرلی شي.

وتلی خبریال نوید صدیقي چې اسلام آباد کې سفارتي چارو باندې د ډېره وخت راهیسي رپوټونه جوړوي، دا یوه لویه غلا بولي. هغه وایي «ګوجرنواله، سیالکوټ، وزیرآباد،.... یا لاهور دا داسې علاقې دي چې دلته نه دا انساني سمګلېنګ یا هیومن ټرافېکېنګ چې کوم دی، هغه یونان او یا نورو يورپي هېوادونو ته ډېر زیات کیږي. نو دې کې ډېر د دغو ډلو لاس لرل ممکن کېدی شي، ځکه د یوې ویزې دپاره دوی کم از کم لس یا شل لکه روپۍ اخلي او خلک د سمګلېنګ له لارې ترکي ته او بیا ګریس (یونان) ته او یورپي خلک ځي.»

د ویزو د سټېکرو ورکېدو پېښه داسې وخت کې مخې ته راغلې چې د پېسو د غیرقانوني انتقال د مخنیوي نړېوالې ادارې – اېف اې ټي اېف – د پاکستان نوم لا هم په خړ نوملړ کې د ساتلو پرېکړه کړې ده او انساني قاچاق باندې کارکوونکې شارپ نومې غېردولتي ادارې مشر لیاقت بنوري اېډوکېټ وایي، دې پېښې سره د پاکستان بد انځور مخې ته راتلی شي.

لیاقت بنوري اېډوکېټ، وي او اې ډیوه ته وویل: «د هغو دپاره دا یوه ډېره بده خبره او ډېره عجیبه غوندې خبره ده چې زمونږه وطن کې، په دومره سېکورېټي کې دا خلک راځي او مونږ سره داسې حرکتونه کوي. ډېر د افسوس خبره ده. زه دا بالکل په هېڅ صورت کې نه منم چې دا سټېکرې د پاکستان دننه یو غل تللی وي او هغه دې اوچتې کړې وي.»

لیاقت بنوري په دې معامله د ايټلي سفارتخانې کردار پلو هم ګوتې اوچتوي.

څرګنده دې وي چې په کال ۲۰۱۰ کې، اسلام آباد کې د بل یورپي هېواد – پرتګال – سفارتخانې نه درې سوه ویزو سټېکرو د غلا کېدو وروسته، د پرتګال حکومت خپل سفیر بېرته غوښتلی و.

همدغسې په کال ۲۰۰۳ کې د سویټزرلېنډ سفارتخانې نه د سل ویزو سټېکرو غلا باندې تورن انساني قاچاق کې ککړ جوزف نومي ملزم خودکشي کړې وه او د اېف آی اې لخوا نیول شوی په دې قضیه کې ککړ بل اجمل نومي ملزم بیا عدالت خوشې کړی و.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG