لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اسلام اباد په دروازه ناست احتجاج کونکي تشدد راپارول غواړي، وزیر داخله احسن اقبال وايي


د ١۴ ورځو راهسې جاري احتجاج له کبله اسلام اباد ته تلونکې یو مرکزي لار د عامو خلکو د تګ راتګ لپاره بنده پرته ده چې له وجې يې عام خلک دسختو ستونزو سره مخ دي
د ١۴ ورځو راهسې جاري احتجاج له کبله اسلام اباد ته تلونکې یو مرکزي لار د عامو خلکو د تګ راتګ لپاره بنده پرته ده چې له وجې يې عام خلک دسختو ستونزو سره مخ دي

د پاکستان حکومت او په پایه تخت اسلام اباد کې په احتجاج ناست مذهبي تندروه ډلې تحریک لبیک یا رسول الله ترمنځ د احتجاج ختمولو او د اسلام اباد لارې پرانېسنتلو لپاره تر خبرې اترې نه دې کامیابې شوي.

احتجاج کوونکې په خپله غوښتنه ټينګ ولاړ دي چې د مذهبي چارو مرکزي وزیر ذاهد حامد دې د خپلې څوکۍ نه استعفا ورکړي.

خود کورنیو چارو وزیر احسن اقبال د مظاهره چیانو دغه غوښتنه ناجایزه بولي او ویلي حکومت د ختم نبوت په اړه حتمي قانون سازي کړي ده او مذهبي ګوندونه باید دحکومت ددغه ګام ستاینه وکړي. د کورنیو چارو وزیر احتجاج کوونکو ته یو ځل بیا اپيل کړی چې په امن ناکه توګه دې خپل احتجاج ختم کړي.

د کورنیوچارو وزیر دا دهړکه هم کړې که چرې دغه احتجاج ختم نه کړی شو نو د حکومت سره به د طاقت استعمال نه سیوا بله کومه لار پاتې نه شي.

احسن اقبال وویل د دوي سره معلومات دي چې ځېنې احتجاج کوونکي د تشدد لاره خپلول غواړي چې وروستو يې د خپلو سیاسي ګټو لپاره استعمال کړي. نوموړي وویل ددغه مذهبي ‌‌ډلې په صفونوکې داسې خلک شته دی چې اړی ګړی او تشدد پیدا کول غواړي چې د خپل سیاسي ګوند لپاه د ملک په راتلونکو انتخاباتو کې یوپلیټ فارم جوړ کړي.

ددې نه وړاندې د اسلام اباد اعلا عدالت یا هايي کورټ حکومت ته د احتجاج ختمولو لپاه ورکړی مهلت هم ختم شوی خو د احتجاج د ختمیدو امکان نه ښکاري.

د اسلام اباد او ددې سره جوخت راولپنډۍ ښار ترمنځ په فیض اباد کې د لويي سړک د پاسه په احتجاج ناست مذهبي ډلې، تحریک لبیک یا رسول الله د پنجاب لاهور ښار کې په وروستیو ضمني انتخاباتو کې هم برخه اخستې وه او په زرګونو ووټونه یې اخستي وو خو د انتخاباتو قامي کمیشن دغه ډله تر اوسه دیو سیاسي ګوند په توګه نه ده رجسټر کړې.

نن د حکومت لخوا د احتجاج ختمولو غږ په وخت مظاهره چیانو په پولیسو او ملیشا ځواکونو باندې د کاڼو ګوزارونه هم کړي چې پکې یو شمیر پولیس او ملیشا ځواکونه ژوبل شوي. ددې وړاندې په قانون نافذ کوونکو او عامو خلکو باندې د تشد له کبله ددوه ژوبل تنانو هسپتال ته په وخت نه رسولو له وجې ددوي د مړینې وروستوددغه مذهبي ډ‌لې مشر خالد حسین رضوي باندې یو شمیر مقدمې جوړې کړی شوي خو تر اوسه دی نیول شوی نه دی.

د ١۴ ورځو راهسې جاري احتجاج له کبله اسلام اباد ته تلونکې یو مرکزي لار د عامو خلکو د تګ راتګ لپاره بنده پرته ده چې له وجې يې عام خلک دسختو ستونزو سره مخ دي.

دپاکستان قامي اسمبلۍ نومبر په شپاړسمه نېټه د“ختم نبوت” د قانوني مادو په خپل زوړ شکل کې بیرته پرځایې کولو په غرض دټولټاکنو ترمیم شوې مسوده منظور کړې وه.

دپاکستان د قانون وزیر زاهد حامد وایي د ختم نبوت په ترمیم شوې مسوده کې به احمدیان لکه دتیر په څیر غیر مسلمه ګڼل کیږي اؤ دهغوي به خپل بیل ووټر لسټ وي.

دپاکستان حکومت تیره میاشت د ټولټاکنو دپاره دپارلیمان نه دیوې ترمیم شوې قانوني مسودې منظوري ورکړې وه چې په دغه مسوده دپاکستان تندروه مذهبي ډلو سخت غبرګون ښودلی اؤ پایه تخت اسلام اباد کې یې دهغې په ضد دتیرو څوارلس ورځو راهسې په احتجاجونو لاس پورې کړی دی.

دپاکستان داساسي قانون له مخې هر لوړ پوړي چارواکي ته دخپل منصب دلوړې کولو په مهال دخپل مذهب ښودنه ضروري وي.

خو دپاکستان تندروه ډلې وایي چې د ټولټاکنو په نوې ترمیم شوې مسوده کې دغه اصل له مینځه وړل شوی ؤ اؤ احمدیانو به پکې هم ځانونه مسلمانان ګڼل.

دپاکستان احمدي فرقه چې ځان مسلمان ګڼي په ختم نبوت دعقیدې نه لرلو له امله دپاکستان په ائین کې دمسلمانۍ له دائرې ویستل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG