لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پر بېنظير بهټو ولې د افغان طالبانو د موروالي تورونه لگول کیږي؟


يوولس کاله وروسته هم د پيپلز گوند د مشرې او پخوانۍ وزير اعظمې بېنظير بهټو د وژلو پلټنې لا سرپوخه پرتې دي او په نزدې راتلونکي کې يې هم دغه راز د اولس سره د شريکولو څه نخښې نښانې نه ښکاري.

بېنظير بهټو په ٢٧م دسمبر کال ٢٠٠٧ کې د پنجاب په راولپنډۍ ښار کې د جلسې په دوران کې ووژل شوه. دغه وخت په پاکستان کې د جنرال پروېز مشرف واکمني وه. د ځايي پوليسو په وينا د هغې د وژنې ځای په ډېره تندۍ یا عجلې ووينځل شو او د ملگرو ملتونو په رپورټ کې په دې عمل نيوکه شوې چې ولې د موقعې ثبوتونه له منځه يووړل شو؟

نن هم د جمهوريت پلوه پاکستانيانو په ذهنونو کې دا پوښتنه گرځي چې بېنظير بهټو چا او ولې وژلې ده؟

په دې ورځ د پيپلز پارټۍ په زرگونو ملاتړي د سند صوبې په لاړکانه ضلع کې د بېنظير بهټو په قبر راغونډيږي او اغلې بېنظير بهټو ته د عقيدت پېرزونې وړاندې کوي. دې کال هم يوه غټه غونډه وشوه چې ورته د بېنظير بهټو خاوند او د پاکستان پخواني صدر اصف علی زرداري او د هغوی ځوی او د پيپلز گوند چيرمين بلاول بهټو زرداري وينا وکړه.

د بېنظير بهټو د وژنې تحقيقات د ملگرو ملتونو يو تحقيقاتي ټيم په کال ٢٠١٠م کې وکړه او په خپل رپورټ کې يې د هغې وخت مرکزي او د پنجاب حکومتونه بېنظير بهټو ته د ټينگ امنيت په نه ورکولو تورن وگرځول. په هغه وخت کې پوځي امر جنرل پروېز مشرف د پاکستان صدر او چوهدري پروېز الهي د پنجاب اعلا وزير و چې د بېنظير بهټو سياسي مخالفين وو.

رپورټ کې ويلي شوي تحقيقاتي ټيم په دې باور دی چې پوليس او نورو امنيتي چارواکو په اراده بېنظير بهټو ته پوره تحفظ نه دی ورکړی او بله دا چې د ترهگرۍ د دې خونړۍ پېښې په پلټنو کې ورسره نه يواځې پوځي استخباراتي ادارو مرستې نه دي کړي بلکې د دوی کار يې د ودرولو او تر ډېره حده د گډوډ کولو کوښښ کړی دی.

آیا پاکستاني طالبانو د بهټو د وژلو توان درلود؟

پاکستان په عاجله توگه د بېنظير بهټو د وژنې پړه په بيت الله محسود او د هغه په تحريک طالبان پاکستان ورواړوله خو ځينې معلومات دې ته اشاره کوي بېنظير بهټو د پاکستان په اېسټبلېشمېنټ کې سخت مخالفت لرلو.

په ياد رپورټ کې د پاکستان نه غوښتنه شوې چې د سياسي وژنو، د بې درکه کړل شوو پاکستانيانو مقدمه او د ترهگرۍ په اړه دې د ريښتياو او د بيا جوړ جاړي د پاره يو ازاد کمېشن کړي. په پاکستان کې د پښتنو د بشري حقونو د غوښتنې تحريک پښتون ژغورنې غورځنگ هم دغه غوښتنه کړې ده خو د پاکستان حکومت ورته څه غبرگون لا نه دی ښودلی.

په کال ٢٠٠٧ کې چې زه (بهروز خان) کله سويلي وزيرستان ته د بيت الله محسود په بلنه د هغه پريس کانفرنس ته د نورو پاکستاني او خارجي خبريالانو سره تلی وم نو د بيت الله محسود نه مې وپوښتل چې د بېنظير بهټو په وژنه کې لاس لري او که نه؟

بیت الله محسود له خبریالانو سره د خبرو پر مهال
بیت الله محسود له خبریالانو سره د خبرو پر مهال

بيت الله محسود مسکی شو او ويل يې دا د ډېرو زورورو خلکو کار دی او زمونږ دومره وس نشته چې هغه مړه کړو. محسود زياته کړه د بېنظير پلار چا مړ کړو؟ د بېنظير وروڼه چا مړه کړه؟ محسود ويل د ملگرو ملتونو د تحقيقاتي ټيم سره پوره پوره مرستې کولو ته تيار دی.

ذوالفقار علی بهټو په اوسني پاکستان کې تر ټولو اول د بلوڅو او پښتنو سره ښکر اړم کړل او په کال ١٩٧٣ کې يې د نيشنل عوامي گوند حکومت په بلوچستان کې مات کړ چې د هغې له تاوه د ياد گوند او جميت علما اسلام شريک حکومت د هغه وخت په صوبه سرحد کې استعفا ورکړه.

د جمهوریت مبارزه که د طالبانو مور؟

د افغانستان د مجاهدينو بنياد هم د بهټو په وخت کې کېښودل شو کله چې په کال ١٩٧٥ کې قاضی امين وقاد، برهان الدين رباني، گلبدين حکمتيار او احمد شاه مسعود پاکستان ته راوستل شوو چې په راتلونکي کې د شوروي اتحاد د ځواکونو افغانستان ته د راتلو مخه ونيسي. د شوروي اتحاد ځواکونه په دسمبر ١٩٧٨ افغانستان ته راغلل او تياريانې ورته لا پخوا نيولې شوې وې.

په ټولنيزو رسنيو د بحثونو په وخت که د بېنظير بهټو پلار ذوالفقار علي بهټو د افغان مجاهدينو پلار بلل شوی نو په بېنظير بهټو دا تور لگول کیږي چې گني د افغان طالبانو مور وه، ځکه چې سياسي څېړونکي وايي د جنرل نصيرالله بابر په لاس يې دغه ډله په افغانستان کې اختيار ته رسولی وه.

د افغان طالبانو تحریک، د بینظیر بوټو د واکمنۍ پر مهال راپیدا شو
د افغان طالبانو تحریک، د بینظیر بوټو د واکمنۍ پر مهال راپیدا شو

بېنظير بهټو په ډېرو موقعو د دې اقرار کړی دی چې د واکمنۍ په وخت يې هم څه اختيار نه لرلو ولې جمهوريت پلوه پاکستانيان د بېنظير بهټو د رياستي بيانيې سره د هغې تلل يو غير جمهوري عمل گڼي.

په ياد دې وي چې هم دغه بېنظير بهټو په وړومبي ځل د وزير اعظم په توگه واک واخست نو د پاکستان د پوځ په صلاح يې په جلال اباد د حملې پلان عملي کړو او د مجاهدينو په نوم يې د حملې حکم ورکړ. افغان ځواکونو د روسي قواو د ملاتړ پرته افغان مجاهدينو ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړ.

په کال ١٩٨٨ کې د پاکستان وزير اعظم محمد خان جونېجو، او افغان مشرانو د جنېوا معاهده لاس ليک کړې وه چې په نتيجه کې يې روسې ځواکونه د افغانستان نه بيرته تلي وو. د پاکستان د هغه وخت د اي ايس اي مشر جنرل حميد گل په خپله يوه مرکه کې يو پاکستاني ټيلي وژن ته ويلي وو چې د جلال اباد د حملې اجازت بېنظير بهټو ورکړی و او دا يې هم منلي وو چې دا حمله د پاکستان غټه تېروتنه وه.

بینظیره یواځېنۍ قرباني نه وه

د لیاقت باغ تاريخ خونړی تاريخ بللی شي ځکه چې د پاکستان وړومبنی کېنولی شوی وزير اعظم لياقت علي خان هم دلته وژل شوی و چې د دغه پارک نوم هم د لياقت علي خان په وجه لياقت باغ کېښودل شو. او د دې په تور کې يو افغان سيد اکبر هم هلته ووژل شو خو د پاکستان سياستمدار وايي د لياقت علی خان په وژنه کې د پاکستان د رياست لاس و.

لیاقت علی خان (توره ټوپې پر سر) او جواهر لعل نهرو (سپینه ټوپۍ پر سر)
لیاقت علی خان (توره ټوپې پر سر) او جواهر لعل نهرو (سپینه ټوپۍ پر سر)

هم په لياقت باغ کې په کال م١٩٧۴ کې د نيشنل عوامي پارټۍ په جلسه د پنجاب د گورنر مصطفی کهر په حکم ناتاره ډزې وکړې او په درځنونو پښتانه يې مړه او زخميان کړل. په دغه پېښه کې د گوند مشر خان عبدالولی خان بچ پاتې شوی و.

څېړونکي وايي که ذوالفقار علی بهټو او بېنظير بهټو دواړو د پاکستان د پاره هر څومره څه وکړل خو حقيقت دا دی چې بيا هم د پوځي جنرالانو په واکمنۍ کې يې پلار د عدالت په لاس، او په خپله یې د ترهگرۍ په نوم ووژل شوه.

ځانګړې ویډیوګانې

پيوټن د نورو شپږو کلونو دپاره د روس صدر منتخب شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG