لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قبله ایاز: نکاح کونکي دې مېرمن او خاوند په خپلو حقونو خبروي


ډاکټر قبله اياز دا هم وايي چي دا خبره به هم يقيني کول وي چي د نکاح په وخت دې نکاح تړونکی ښځه او خاوند دواړه دې د خپلو حقونو نه خبر کړي
ډاکټر قبله اياز دا هم وايي چي دا خبره به هم يقيني کول وي چي د نکاح په وخت دې نکاح تړونکی ښځه او خاوند دواړه دې د خپلو حقونو نه خبر کړي

اسلامي نظرياتي کونسل دا خبرونه رد کړي دي چي ګني يوه داسې نوي نکاح نامې تیارول غواړی چې پکې به ښځو ته دا حق ور کړی شوی وي چي عدالت ته د تللو بغير د خاوند نه طلاق واخلي.

ادارې البته دا ویلي چي په يوه داسې نکاح نامې یې کار پېل کړې دې چې د ښځو حقونه يقيني کړي.

پاکستان کښي اوس هم په نکاح نامې کښي ښځو سره دا حق شته چي د خاوند نه د طلاق غوښتنه ،وکړي خو اکثر د نکاح په وخت دا خبره هيره کړی شي.

د اسلامي نظرياتي کونسل مشر ډاکټرقبله اياز ويلي اداره یې په دې کار کوي چي په نکاح نامې کښي څه نوې شرطونه شامل کړي شي چې پکې د شناختي کارډ درج کول هم شامل دي. دا په دې خاطر چې که چېرې یوه ښځه طلاق اخیستل غواړي نو بیا ورته قانوني مشکلات نه وي.

ډاکټر قبله اياز دا هم وايي چي دا خبره به هم يقيني کول وي چي د نکاح په وخت دې نکاح تړونکی ښځه او خاوند دواړه دې د خپلو حقونو نه خبر کړي.

پاکستان کښي اوس هم مېرمنو سره دا حق شته چي د خاوند نه د عدالت په زریعه طلاق واخلي چي ورته خلع ویل کيږي. د خلع وروسته به مېرمېن بيا د حق مهرشرعي حق او د خاوند لخوا ورکړی کیدونکي خرڅې نه په شا کیږي.

ماهرین وايي په پاکستان کې د قانوني پيچيدگیو په وجه د مېرمنو په خلع اخیستو کې ډیر وخت تېریږي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG