لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

خبریال ابصار عالم په اسلام اباد کې په "قاتلانه" حمله کې زخمي شوی


ابصار عالم

خبریال ابصار عالم په اسلام اباد کې د کور سره نژدې په حمله کې زخمي شوی دی.

د حملې وروسته په ټوېټر خپره شوي یوې وډیو کې ابصار عالم په یو روان موټر کې ناست لېدل کېږي او د کور سره نژدې ګرځېدو چې چا په ګولۍ ووېشتلو، ګولۍ یې ملا لګېدلي ده.

په وډیو کې د کېمرې په شا تن ابصار عالم ته وايي چې حوصله مه بېله نو هغه ورته په ځواب کې وايي حوصله به نه بېلي. "دا ځما پېغام دی هغه خلکو ته چې په ما یې حمله کړې چې زه حوصله د پرېښودووالا نه یم."

د اسلام اباد پولیس اېس اېس پی مصطفا تنویر د وي او ای اردو څانګې ته په ابصار عالم د حملې تصدیق وکړو او ویې وېل چې حمله کونکی تښتېدلی دی. پولیس افسر وویل په سمدستي ډول دا نه ده معلومه چې ایا په ابصار عالم حمله کې یو او که د یو نه زیات کسان شامل وو؟ هغه وویل په کومه علاقه کې چې د ابصار عالم کور دی د هغه علاقې نه د سي سي ټي وي کېمرونه وډیوګانې اخیستل کېږي او ملزمان به زر ونیول شي.

ابصار عالم په اسلام اباد کې مېشته سینیر خبریال دی چې دي مسلم، دي نېشن او د یو شمېر مطبوعاتي ادارو سره یې کار کړی دی او په پاکستان کې د الېکټرانک مېډیا د انتظام حکومتي ادارې چیرمن یا مشر هم و.

ابصار عالم په ټویټر هم فعال دی او په ورستیو ورځو کې یې په پاکستان کې په تازه صورتحال، د تحریک لبېک د احتجاجونو، په سپریم کورټ کې د جسټس قاضي فایز عیسا د مقدمې او په ځینو نورو داسې موضوعاتو یې ټویټونه کړي چې د پوځ د کردار پکې هم ذکر شوی دی.

د وزیراعظم عمران خان د کابېنې وزیر فواد چودهري د "قاتلانه حملې" غندنه کړې او د ټوېټر دلارې یې وویل تحقیقات به یې کوي او حقیقت به وړاندې کوي.

پخواني وزیراعظم نواز شریف هم په ابصار عالم برید "قاتلانه حمله" بللې او غندلې ده.

د پيپلزپارټۍ مشر بلاول بهټو زرداري هم په ابصار عالم حمله وغندله.

د خبریالانو د تحفظ او د رای د ازادۍ دپاره کارکوونکي نړیوال تنظیمونه پاکستان صحافیانو دپاره په خطرناکو ملکونو کې شاملوي، وايي پاکستاني خبریالان که یو خوا د سخت دریځه وسله والو ډلو د ګواښونو سره مخامخ کیږي نو د بلخوا حکومتي ادارې هم په بېلا بېلو طریقو خبریالان د فشار لاندې ساتي.

XS
SM
MD
LG