د خبريالانو حقونو د پاره کارکونکې غېر دولتي ادارې وايي د خبريالانو پرضد اوس د تير وخت په پرتله مقدمې درج کېږي او د سائبر کرايم قانون د لارې دوئ ځوراول کېږي۔
د خبریالانو د حقونو فعالان وايي د هېواد په هره برخه کې خبريالان د سایبر کرايم قانون دلاندې د مقدمو سره مخامخ شوي او په دې کې وخت په وخت زياتوالئ لیدل کېږي.
بلخوا په اسلام اباد او په ټولو صوبو کې د خبريالانو د دفاع او د تحفظ په اړه يوه کميټي چې نوم يې (جرنلسټس ديفنس کميټي دی) جوړه کړئ شوې چې خبریالانو ته د قانوني مرسته ورکوي او بې پيسو قانوني کومک به ورسره کوي۔
نور تفصیل د وي او ای ډیوه خبریال فرید شينواري په خپل رپورټ کې وړاندې کوي:
-
فرید شینواری
فرید شینواری د پښتونخوا د خیبر ضلعې اوسېدونکی او په پېښور کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر ټولنیزو، سیاسي او نورو موضوعاتو رپوټونه جوړوي. هغه له 2012م کال راهیسې له فرنټېر پوسټ انګرېزي ورځپاڼې سره کار کوي او له دې سره سره یې له بېلابېلو سیمه ییزو رېډيوګانو سره هم کار کړی دی.