لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

الېکشن کمېشن دې د حافظ سعید د گوند د نوم لېکنې په خواست نظر ثاني وکړي، د عدالت امر


په الېکشن کمېشن کې د سیاسي گوند په توگه د نوم لېکنې پرته هم د گوند میدوارانو په ضمني انتخابانو کې د ازادو امیدوارانو په حیث برخه اخېستې ده. که څه هم دغو امېدوارانو گټه نه ده ترلاسه کړې خو د ځينې لویو پارټېو د امیدوارانو نه یې زیات ووټونه اخیستې دي
په الېکشن کمېشن کې د سیاسي گوند په توگه د نوم لېکنې پرته هم د گوند میدوارانو په ضمني انتخابانو کې د ازادو امیدوارانو په حیث برخه اخېستې ده. که څه هم دغو امېدوارانو گټه نه ده ترلاسه کړې خو د ځينې لویو پارټېو د امیدوارانو نه یې زیات ووټونه اخیستې دي

د اسلام آباد هايي کورټ د پاکستان الیکشن کمېشن ته امر کړی دی چې د سیاسي گوند په توگه د نوم لېکنې دپاره دې د حافظ سعید ملي مسلم لیگ په خواست دې نظر ثاني وکړي. امریکا او ملگرو ملتونو حافظ سعید ترهگر ټاکلی دی.

په پاکستان کې د انتخاباتو د انتظام او د څارنې ادارې، الیکشن کمېشن اف پاکستان، په رسمي ډول د سیاسي گوند په توگه د نوم لېکنې دپاره د ملي مسلم لیگ خواست رد کړی و خو د اسلام آباد عدالت د زیارت، پنجشنبې، په ورځ الیکشن کمیشن ته امر وکړو چې خپلې فېصلې ته دې بیا کتنه وکړی.

حافظ سعید چې د جماعت الدعوه تنظیم مشر دی، په سیاست کې د برخه اخیستلو دپاره د اگست په میاشت د ملي مسلم لیگ د قائمولو اعلان وکړو او په انتخاباتو کې د گوند د برخې اخیستلو دپاره یې الیکشن کمېشن ته د نوم لېکنې درخواست وکړو. کمېشن دغه خواست د اکتوبر په میاشت کې ردکړو.

امریکې او ملگرو ملتونو جماعت الادعوه ترهگر تنظیم ټاکلی دی او وايي دا د وسله والې ډلې لښکرطیبه په یو بل نوم وجود دی.

هندوستان په کال ٢٠٠٨ م کې په ممبۍ ښار کې د حملو ذمه واري په لښکر طیبه اچولې ده او ویلي یې دي چې د حملو منصوبه سازي حافظ سعید کړې وه.

امریکې د حافظ سعید په سر ١٠ مېلین ډالر انعام اعلان کړی دی.

د پاکستان الیکشن کمېشن د سیاسي گوند په توگه د نوم لېکنې دپاره د ملي مسلم لیگ درخواست د داخله وزارت د یو خط په بنیاد رد کړو. داخله وزارت په خپل خط کې لېکلې وو ملي مسلم لیگ داسې قسمه خیراتي ادارو سره تړون لري چې د ترهگرۍ په لړ کې پرې د کور دننه او په نړي واله کچه پابندۍ لگول شوي دي.

د الېکشن کمېشن د فېصلې خلاف ملي مسلم لیگ هايي کورټ ته خپله مقدمه یوړه او د اسلام آباد هايي کورټ کمېشن ته په د گوند په خواست د نظرثانۍ امر وکړو.

په الېکشن کمېشن کې د سیاسي گوند په توگه د نوم لېکنې پرته هم د گوند میدوارانو په ضمني انتخابانو کې د ازادو امیدوارانو په حیث برخه اخېستې ده. که څه هم دغو امېدوارانو گټه نه ده ترلاسه کړې خو د ځينې لویو پارټېو د امیدوارانو نه یې زیات ووټونه اخیستې دي.

د ملي مسلم لیگ په اړه د اسلام آباد هايي کورټ فېصله په داسې حال کې کړې ده چې څو ورځې وړاندې په بین الاقوامي کچه د پېسو په غیرقانوني توگه د انتقال او ترهگرو د مالي وسایلو مخنیوي دپاره ادارې فایننشل ایکشن ټاسک فورس، وویل پاکستان د وسله والو د مالي وسایلو خلاف کوټلي گامونه نه دي پورته کړي. ادارې ویلي د پاکستان نوم به په هغه فهرست کې شاملوي چې په دې لړ کې یې څارنه کیږي.

ددې نه وړاندې، د فرانس پېرسن کې د ټاسک فورس ادارې د غړو هېوادونو په غونډه کې امریکې، جرمني،برطانيي او فرانس په یو قرارداد کې وویل چې پاکستان د ادارې د ضوابطو په پابندۍ کې ناکامه شوی دی.

د پېرس غونډه نه وړاندې پاکستان په یو قانون کې د ترمیم دپارې د جماعت الادعوه، فلاح انسانیت او ځینې نورو تنظیمونو سره تړلې کسان په تور فهرست کې شامل کړل.

ماهرین وايي د فایننشل ایکشن ټاسک فورس په فهرست کې د پاکستان نوم په وجه د هېواد په اقتصاد منفي اثر غورځېدی شي خو حکومتي مامورین وايي د ادارې تشویش ختمولو دپاره به اقدامات وکړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG