لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزیراعظم شاهد خاقان عباسي: عدلیه د ولسي نمایندگانو سپکاوی کوي


لاهور هايي کورټ د هغه خواست اورونه پیل کړې ده چې پکې دا غوښتنه شوي چې په شخصي ټېلي وژنونو دې پابندي ولگول شي چې دعدليي پرضّد د نواز شریف بیانونه نه نشر کوي
لاهور هايي کورټ د هغه خواست اورونه پیل کړې ده چې پکې دا غوښتنه شوي چې په شخصي ټېلي وژنونو دې پابندي ولگول شي چې دعدليي پرضّد د نواز شریف بیانونه نه نشر کوي

د پاکستان د منتخب حکومت او د عدلېه ترمنېځ مخ په زېاتېدونکې ترینگلتیا په ترڅ کښې وزېر اعظم شاهد خاقان عباسې تورلگولی چې عدلیه د اولسي نمایندګانو سپکاوی کوي.

په قامي اسمبلۍ کې په دویمه ورځ هم د حکومت او د عدليي ترمنځ په ترینگلتیا بحث وشو.

د اطلاعاتو نایب وزېرې مریم اورنګزېب غونډې ته وویل د پاکستان ولس د سیریم کورټ د نوازشریف د وزیراعظمۍ د څوکۍ نه د لرې کولو فېصله رد کړې ده.

مریم اورنګزېب وویل چې عدلیي د ولس منتخب وزېر اعظم نواز شرېف لپاره د ګارډ فادر یا د بدمعاش نوم کارولی دی.

تېره ورځ ملي اسمبلې ته خپله وېنا کښې وزېراعظم شاهد خاقان عباسې په عدلیه باندې د دوی سره د طرپګنې تورونه ولګول.

وزېر اعظم وویل چې عدالتونو کښې د اولس منتخب استازو ته غل او ډاکو ویل کیږي او اعلا عدلیه د پارلېمنټ منظور کړی قانون د رد کوولو خبره هم کوي.

وزېر اعظم په ټول پارلېمنټ باندې د راېوځې کېدلو او په دې اړه د ېوې ګډې تګلارې جوړوولو غږ وکړو او وې ویل ملکې ادارو ته پکار دي چې په خپل دستورې چوکاټ کښې دننه پاتي شي.

د پاکستان سپریم کورټ
د پاکستان سپریم کورټ

د وزېر اعظم دغه خبرو په ځواب کښې په ملې اسمبلې کښې د حزب اختلاف ګوندونو مشر سید خورشید شاه د پارلېمنټ د سپکاوي مسولیت په حکومت واچولو. خو ددې ترڅنگ خورشید شاه د پارلېمنټ د سرلوړې لپاره حکومت ته د مرستو باور هم ورکړو.

په پارلیمنټ کې د عدليي او د حکومت په تعلقاتو بحث په داسې حال کې شوی دی چې سپریم کورټ د احتساب عدالت ته د نوازشریف خلاف د ناجایز اثاثو په سر د مقدمې فېصله کولو دپاره ورکړی مهلت سر ته رسیدونکی دی.

د واکمن مسلم لېګ نواز ګوند مشران په عدلیه په ښکاره او په پوځ په اشارو کښې تور لګوي چې نواز شرېف او د هغه لور مریم نواز د سېاست نه ویستل غواړي خو پوځ او عدلیه د ملک په سېاسې چارو کښې د لاس وهنې تورونه ردوي.

د نواز شرېف د نااهله کوولو د سپریم کورټ په فیصله د نېوکو په سر سترې محکمې د وفاقي حکومت د دوو وزېرانو په ضد د عدالت د سپکاوې مقدمې پیل کړې دي.

او لاهور هايي کورټ د هغه خواست اورونه پیل کړې ده چې پکې دا غوښتنه شوي چې په شخصي ټېلي وژنونو دې پابندي ولگول شي چې دعدليي پرضّد د نواز شریف بیانونه نه نشر کوي.

د دغه عدالتي کاروايي په اړه د کورنیو چارو وزېر احسن اقبال خبردارې کړی که چرې نواز شرېف د خپل ګوند د صدارت نه لرې کړې شو ېا په تقرېرونو یې بندېز ولګول شو نو اولس به دا د انتخابات نه وړاندې ټګې وبولي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG