لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د جسټس عیسا خلاف د اېس جي سي په اوریدنه وکیلانو د احتجاج اعلان کړی


سپريم جوډيشل کونسل د ججانو په اړه د شکايتنو د اوريدو ائیني اداره ده چې مشرۍ یې د هغه وخت د سپريم کورټ مشر جج په غاړه وي. د چیف جسټس نه علاوه په کاونسل کې د سپريم کورټ دوه سینير یا د چیف جسټس پسې په دویمه او دریمه درجه سینیر یا مشر ججان او د صوبايي هايي کورټونو مشر ججان د کاونسل

د سپريم کورټ جج جسټس قاضي فايز عیسا په ضد د مالي بې ضابتگۍ په الزام د حکومت په رېفرنس به سپریم جوډیشل کاونسل د جمعې په ورځ اورېدنه پېل کوي او وکیلانو د دې خلاف په احتجاج کې د کار بندیز اعلان کړی دی.

د جسټس عیسا خلاف دغه رېفرنس واکمن تحريک انصاف ګوند تيره مياشت سپريم جوډيشل کونسل ته ليږلې چې پکې په جج الزام لگول شوی چې د هېواد نه بهر اثاثې لري خو حکومت ته یې ښکاره کړې نه دي.

د هغه خلاف د ریفرنس په اړه جسټس قاضي فايز عيسا ویلي د هغه سره تړل شوي جایدادونه د هغه نا د هغه د کورنۍ د غړو دي. جسټس عیسا د پاکستان صدر عارف علوي ته په لیږل شویو خطونو کې دریځ خپل کړی دغه جايدادونه د هغه د بچو او د میرمن په نامه دي او هغوی د هغه د کفالت نه بهر دي.

د جسټس عیسا ضد رېفرنس باندې د سپریم جوډیشل کاونسل د اورونې خلاف د سپریم کورټ د وکیلانو تنظیم د احتجاج اعلان کړی دی او ویلي یې دي چې وکیلان به د جمعې په ورځ عدالتونو ته نه ځي.

د سپريم کورټ بار اېسو سي ایشن صدر امان الله کنراني وویل هغه د جسټس قاضي فايز عيسا په ضد د حکومتي ريفرنس په لړ کې د ګرد هېواد د وکيلانو سره ليدنې کړي او د کراچۍ بار کونسل هم د جمعې په ورځ د کيدونکې هړتال ملاتړ اعلان کړی دی.

هغه وي او ای ډيوه ته وویل پاکستان بار کونسل، سپريم کورټ بار ايسوسي ايشن، د وکیلانو د صوبايي اتحاد یا بار کونسلز، هايي کورټ بار ايسوسي ايشن او ضلعي تنظيمونو پريکړه کړې چې د جمعې په ورځ به د عدالتونو څخه بايکاټ کوي.

او د بلوچستان وکيلان گڼي چې د قاضي فايز عيسا تعلق د بلوچستان سره دې او دا ريفرنس د بلوچستان په حق ډاکه ده ځکه چې قاضي فايز عيسا به په راتونکې کلونو کې د سپريم کورټ مشر جج یا چیف جسټس جوړيږي.

که څه هم د پاکستان بار کونسل صدر واي چې د وکیلانو زیاته شمېره به د دوی سره په احتجاج کې ملګري وي خو د وکيلانو بيله بيل نور تنظيمونه پدې اړه احتجاج کې د ګدون نه انکار کړی دی.

راپورنه وايي لاهور کې هم دوه ډلې مخې ته راغلي دي چرته د پيپلز ګوند او مسلم ليګ ن ګوند سره اړه لرونکي وکيلان د هړتال ملاتړ کوي خو ډسټرکټ بار به سبا له عدالتونو ته پيش کيږي او هړتال کې به برخه نه اخلي.

د سپريم کورټ بار سکرټري جنرل عظمت الله وايي بايد چې انصاف د ټولو لپاره وي. هغه وویل دا وخت ګرد هېواد کې د سياستمدرانو، پوځيانو او د سرکاري افسرانو په ګدون د عامو وګړو سره احتساب روان دی او ججان د دې نظام نه بهر نه دي او بايد چې د ججانو د احتساب عمل هم جاري وساتل دي.

سپريم جوډيشل کونسل څه ډول اداره ده او څه دنده لري؟

سپريم جوډيشل کونسل د ججانو په اړه د شکايتنو د اوريدو ائیني اداره ده چې مشرۍ یې د هغه وخت د سپريم کورټ مشر جج په غاړه وي. د چیف جسټس نه علاوه په کاونسل کې د سپريم کورټ دوه سینير یا د چیف جسټس پسې په دویمه او دریمه درجه سینیر یا مشر ججان او د صوبايي هايي کورټونو مشر ججان د کاونسل غړي.

XS
SM
MD
LG