لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ : دهائيکورټ په جج بمي حمله کې 9 کسان وژل شوي


چارواکي وائي دفرنټئير کور( ايف سي) يو کاروان دمعمول مطابق گزمه کوله چې داواران ضلعې په ماشکى سيمه کې دريموټ کنټرول بم له لارې په نخښه کړل شو، چې له امله يې دامنيتي ځواکونو يو گاډى په مکمله توگه تباه شوى
چارواکي وائي دفرنټئير کور( ايف سي) يو کاروان دمعمول مطابق گزمه کوله چې داواران ضلعې په ماشکى سيمه کې دريموټ کنټرول بم له لارې په نخښه کړل شو، چې له امله يې دامنيتي ځواکونو يو گاډى په مکمله توگه تباه شوى
دپاکستان دسندهـ صوبې سرښار کراچۍ کې دسندهـ هائيکورټ په جج جسټس مقبول باقر ترسره شوې بمي چاؤدنه کې لږ ترلږه 9 کسان وژل شوي اؤدجج پشمول 15 نور ژوبل شوي دي.
ددغه بريد مسؤليت دپاکستاني طالبانو تحريک په غاړه اخستى.
دپوليسو ترمخه جسټس مقبول باقر دشورو په سحر عدالت ته روان ؤ چې په برنس روډ دسندهـ هائيکورټ دججانو ددروازې څخه په لږه فاصله دهغه دگاډي سره نزدې يوه درنه چاؤدنه وشوه.
پوليس وائي چې چاؤدنه کې سخت ژوبل شوى جسټس باقر يو نزدې روغتون ته دعلاج لپاره رسول شوى اؤ دهغه ډرائيور هم په دغه چاؤدنه کې وژل شوى دى.
دهسپتال سرچينې په دغه بمي چاؤدنه کې دزخمي شوي جج حالت دخطرې څخه بهر ښائي.
دسندهـ داطلاعاتو وزير شرجيل ميمن په دغه چاؤدنه کې داوؤ کسانو دوژل کيدو پخلى کړى اؤ وئيلي يې دي چې بم ښخ کړل شوى ؤ ، خو وروستو په يو مقامي هسپتال کې چې کله دوؤ پوليس عسکرو دزخمونو تاب رانۀ وړو اؤ ساه يې ورکړه نو ايس ايس پي ناصر افتاب دمړو شميره 9 وښوده.
دپيښې وروستو سيمې ته په گڼ شمير کې دپوليس ، رينجرز اؤ امدادي ډلې رسيدلي اؤ امدادي هلې ځلې يې پيل کړي دي.
سرچينې وائي په دغه چاؤدنه کې دپوليسو گاډي اؤ يو موټر سائيکل ته هم زيان رسيدلى.
په وژل شوؤ کې 7 پوليس، يو پيراملټري رينجر عسکر اؤ دجسټس باقر ډرائيور شامل دى.
په عين حال کې ددغه پيښې څخه وروستو وکيلانو په ټول سندهـ کې دعدالتي کارروايۍ څخه دبائيکاټ اعلان کړى.
دپاکستاني طالبانو دتحريک وياند احسان الله احسان دنامعلوم ځايې څخه ميډيا سره خبرو کې وئيلي دي چې دپاکستاني طالبانو تحريک دسندهـ هائيکورټ په سينئر جج دشوې حملې ذمه واري قبلوي.
طالب وياند وويل دغه جج دطالبانو ضد فيصلو له امله په نخښه کړل شوى اؤ زياته يې کړه چې دهغوي ډله به دعدليې په ضد کارروايۍ دوامداره ساتي.
بل لوري ته دپاکستان دبلوچستان صوبې په اواران ضلعه کې دشورو په ورځ شوې يوه ريموټ کنټرول بمي چاؤدنه کې يو عسکر وژل شوى اؤ درې نور ژوبل شوي دي.
چارواکي وائي دفرنټئير کور( ايف سي) يو کاروان دمعمول مطابق گزمه کوله چې داواران ضلعې په ماشکى سيمه کې دريموټ کنټرول بم له لارې په نخښه کړل شو، چې له امله يې دامنيتي ځواکونو يو گاډى په مکمله توگه تباه شوى.
پيښه کې ژوبل کسان ديو هيلي کاپټر په ذريعه کوئټې ته دعلاج لپاره رسول شوي دي.
په پاکستان کې دترهه گرۍ دپيښو دغه بهير وروستو له هغې چټک شوى چې ددغه هيواد دننه دنوي حکومت له لوري دواک سمبالولو سمدستي وروستو په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دبې پائيلټه امريکائي جاسوسي الوتکې لخوا په شوي يو بريد کې دپاکستاني طالبانو دتحريک دوهم لوړپوړى مشر ولي الرحمان ووژل شو.
پاکستاني طالبانو دخپل دوهم لوړپوړي مشر ولي الرحمان دوژل کيدو وروستو حکومت سره دامن دخبرو وړانديز بيرته اخستى اؤ وئيلي يې دي هغوي به خپل مقاومتي تحريک ته دوام ورکوي
له دې وړاندې هيله کيده چې په پاکستان کې دطالبانو دپلوي گوندونو اقتدار ته درسيدو سره به دامنيت وضعه تر څه حده ښه شي ، خو په وروستو ورځو کې ددغه هيواد دننه دامنيت وضعه نوره هم کړکيچنه شوې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:55 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG