لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کراچۍ کې د ضمني انتخاباتو په موقع بم چاؤدنه، ٢ کسان وژل شوي


د پوځي عسکرو په ګاډي بمي چاودنه د کورنګۍ په ۵م نمبر سيمه کې شوي ده ، د سېمي د پوليسو مشر ايس پې عرفان مختار بهټو ډيوه ريډيو سره خبرو کې د پيښي په اړه وويل د پوځي عسکرو ګاډی په داسي حال کې په نښخه کړی شوی دی کله چې عسکر د اليکشن د ډيوټۍ نه بيرته خپل کيمپ ته روان وو
کراچۍ ښار کې د پوځي عسکرو په يو ټرک بمي چاودنه شوي چې له عمله يې يو عسکر او يو عام کس وژل شوي دي، پوليس چارواکې وايې عسکر د اليکشن د ډيوټۍ نه د واپسۍ په محال په نخه کړی شوي دي. د پاکستان د ځيني مطبوعاتو ترمخه تحريک طالبان پاکستان د دغه پيښې پړه په سر اختسې ده.
د پوځي عسکرو په ګاډي بمي چاودنه د کورنګۍ په ۵م نمبر سيمه کې شوي ده ، د سېمي د پوليسو مشر ايس پې عرفان مختار بهټو ډيوه ريډيو سره خبرو کې د پيښي په اړه وويل د پوځي عسکرو ګاډی په داسي حال کې په نښخه کړی شوی دی کله چې عسکر د اليکشن د ډيوټۍ نه بيرته خپل کيمپ ته روان وو.
عرفان بهټو وویل د پوځي عسکرو ګاډی په هدف کړی شوی دی يو پوځي او يو عام کس پکې وژل شوي دي ، نهه پوځيان او پنځه عام کسان پکې هم ژوبل شوي دي.
دويې وويل چاودنه د ريموټ کنټرول په زريعه شوي ده په دغه ځايې بم ايښودل شوی وو او اته کلو بارودي مواد پکې کارول شوي دي ، نوموړي زیاته کړه د چاودني د ځايې نه پوليسو يو بل بم هم ترلاسه کړی او ناکاره کړی يې دی ـ د پيښي په ترڅ کې ژوبل شوي کسان جناح روغتون ته رسول شوي دي ـ د جناح روغتون مشري ډاکټري سيمي جمالي ډيوه ريډيو ته د راوړل شوو مړو ژوبلو په اړه وويل ، روغتون ته د يوي زنانه او يو ماشوم په ګډون ټول درويشت ژوبل کسان راوړل شوي دي.
ډاکټر سېمې وویل روغتون ته يوولس ژوبل پوځيان راوړل شوي دي په هغو کې يو ژوند د لاسه ورکړو اود يو بل عام کس مړی راوړل شوی وو.
ياده دي وې د کورنګۍ په علاقه کې د قامي اسمبلۍ په حلقه نمبر ۲۵۴م باندي د زيارت په ورځ ضمني ټاکني کيدي او په دغه علاقه کې په پولنګ سټيشنو د امنيت دپاره پوځي سرتيري په ډيوټۍ کړی شوي وو ـ د ايس پې عرفان بهټو په وينا د پوځ په ګاډي چاودنه د رينجرو د هيډکوارټر نه پنځه سوه ګزه لري شوي ده ـ نزدي پنځه مياشتې وړاندي په دغه ځاي کې د رينجرو په هيډکوارټرهم بمي چاودنه شوي وه او څلور د رينجرو سرتيري پکې وژل شوي وو ـ تحريک طالبان پاکستان د دغه پيښی پړه په سر اختسي وه ـ صدر آصف علي زرداري ، وزيراعظم نوازشريف ، د سند صوبي اعلا وزير ، د عوامي نيشنل ګوند او ايم کيوايم ډلي مشرانو د پوځ په ګاډي شوي بمي چاودنه غندلي ده
XS
SM
MD
LG