لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خيبرايجنسي :دمارټرگولې او نښتو کې 30 نه سوا کسان وژل شوي


دافغانستان دپولې سره نزدې دپاکستان په قبائيلي سيمه خيبرايجنسۍ کې ددوؤ تندروه ډلو ترمينځ روانو نښتو او دمارټر ديوې گولې پريوتو له امله لږ ترلږه 45 کسان وژل شوي دي.
راپورونه وائي تيره ورځ دخيبرايجنسۍ دلرې پرتې سيمې تيراه په ميدان کلي کې دغيرقانوني تندروه ډلو تحريک طالبان پاکستان او انصارالاسلام دجنگيالو ترمينځ پيل شوؤ نښتو کې دمړو شميره 40ؤ ته رسيدلې ده.
دخيبرايجنسۍ يو انتظامي چارواکي ارشد خان ددغه نښتې په اړه يو بهرني خبري اژانس ته دخالي په ورځ وئيلي دي چې دغه نښتې وروستو له هغې پيل شوي چې دټي ټي پي جنگيالو په تيراه سيمه کې دانصارالاسلام په يو مرکز قبضه وکړه.
دهغه وينا ده کله چې انصارالاسلام دخپل دغه مرکز دبيرته اخستو هڅه وکړه نو ددواړو خواؤ ترمينځ نښته پيل شوه.
يو پوځي افسر دنوم نۀ څرگندولو په شرط وئيلي دي چې په وژل شوؤ کې زياتره تندلاري خو سيمه ييز قبائيل هم پکې شامل دي.
خيبرايجنسي دافغانستان سره په پوله پرته دپاکستان دهاغو اوؤ قبائيلي سيمو څخه يوه ده چې پکې دبيلا بيلو تندروه ډلو سره تعلق لرونکي جنگيالي پټ دي او وخت په وخت ددغو ډلو ترمينځ دبيلا بيلو علتونو له امله نښتې هم کيږي.
بل لوري ته هم دخالي په ورځ په تيراه سيمه کې په يوه ودانۍ دمارټر ديوې گولې لگيدو له امله پينځه اولسي وگړي وژل شوي او 10 نور ژوبل شوي دي.
دسرچينووينا ده دنامعلوم لوري څخه دداغل شوې دغه گولې له امله وژل شوؤ کسانو ديو بل سره تعلق لرلو.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG