لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېبر د عیسايي ټولنې غړي وايي د انتخاباتو امیدواران ورسره لوظونه نه پوره کوي


د لنډي کوتل بازار
د لنډي کوتل بازار

د پاکستان د نورو برخو په رنگ په خېبر قبایلي ضلع کې هم د سلگونو په شمیره کې د مذهبي اقلیتونو غړي ژوند کوي او په انتخاباتو کې برخه هم اخلي خو د سیمې د عیسايي ټولنې غړي وايي امیدواران ورسره کړې لوظونه نه پوره کوي او د ووټونه ورسته یې هیر کړي.

د وي او ای ډیوه خبریال ابراهیم شنواري وايي د خېبر په لنډي کوتل، جمرود او باړه کې د ١٠٠ کلونو نه د زیات وخت راهسې د عیسايي مذهب منونکي میشته دي او په خپلو مخصوص کالونیو یا محلو کې ژوند کوي.

د جولايي په ٢٥ نېټه کېدونکو عام انتخاباتو نه وړاندې ابراهیم شنواري په خېبر کې د عیسايي ټولنې غړو سره په ووټونو کې برخه اخیستو په اړه خبرې کړې دي او هغوی ورته ویلي په ټاکنو به سره د خپلو کورنیو شرکت کوي.

د عیسايي ټولنې غړي وايي اوبه، روزگار او کورونه یې لوې مسلې دی.

په روایتي توگه د عیسايي ټولنې زیاتره خلک د صفايي کارکوي خو ابراهیم شنواري په خپل رپورټ کې وايي د ټولنې په نوي کول کې تعلیم یافته ځوانان هم شته او د تعلیم په بنیاد روزگارونه ته اړتیا لري.

د لنډي کوتل یا د لواړگي د رنگړ کوڅې د عیسايي اوسیدونکو د ټولنې مشر رزاق مسیح چې کورنۍ یې د تیرو ١٢٠ کلونو نه د زیات وخت راهسې په لواړگي کې اباده ده، وايي اوبه او د ځوانانو دپاره روزگار یې لوې مسلې دي.

رزاق مسیح گیله کوي چې د انتخاباتو امیدواران ورسره د ووټونو دپاره لوظونه وکړي خو بیا تپوس نه کوي. "مونږ له کار نه کا. پخپل کار وباسي او بیا زمونږ پوښتنه نه کا" ښاغلي مسیح د پښتو په ځايي لهجه کې وویل. "بس مونږ به داسې سړي ته ووټ ورکوو چې څوک به مونږ له کار کا."

شاهد مسیح د لنډي کوتل د عیسايي ټولنې بل غړی دی وايي د مېرمنو په شمول د ټولنې د ووټرانو شمیره یې ١٨٠٠ ده او ټول په انتخاباتو کې برخه اخیستو اراده لري. هغه وايي چې د انتخاباتو امیدوارانو "چې ووټ وگټي بیا څوک تشی نه راکۍ."

شاهد مسیح وویل "مونږ غریب خلک یوو زمونږ واړه واړه مسلې يي داسې عجیبه کار دی کنه چې چا له ووټ ورکوو بیا ورسته یايي (وايي) چې تاسو مونږ له ووټ نه دی راکړی کنه."

د انساني حقونو ادارې وايي په پاکستان کې مذهبي اقلیتونه د شمیر مسلو سره مخامخ دي چې پکې په پارلیمنټ کې د مناسب نمایندگۍ نیشت والی، په ټولنه کې تعصب او د تندلارو د تشدد غوندې ستونزې شاملې دي.

که څه هم د پاکستان آئین اقلیتونو د تحفظ او د مذهبي ازادۍ ضمانت ورکوي او حکومتونه وايي چې د اقلیتونو حقونه محفوظ دي خو په ورستۍ موده کې مسلح تندلارو ډلو د مذهبي اقلیتونو غړي په هدف کړې دي.

په صوبايي اسمبلو او قامي پارلیمنټ کې هم د اقلیتونو دپاره چوکۍ مخصوص کړی شوې دي.

  • 16x9 Image

    ابراهیم شینواری

    ابراهیم شینواری له 2006م کال راهیسې د پښتونخوا په خیبر ضلع کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر سیاسي، ټولنیزو او تجارتي موضوعاتو رپوټونه جوړوي. په پولیټیکل ساینس کې یې ماسټري کړې ده. شینواري په 1989م کال کې له (مسلم) ورځپاڼې څخه صحافت پیل کړی، بیا یې وخت په وخت له نیوز او ډان ورځپاڼو او بي بي سي پښتو سره هم کار کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG