لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په خیبر ایجنسۍ کې وسله والو خلاف عملیات سر ته رسیدلي، پوځ وايي


پوځي وياند د افغانستان په ځمکه موجود امن ساتونکو خارجي ځواکونو د کردار ستاينه هم وکړه او وې ویل راجگال کښي د پاکستان پوځ عملياتو په وخت اتحادي ځواکونو هم هغه ترهگرو مخه نيولي وه چي افغانستان ته ي د تښتيدو کوښښ کولو
پوځي وياند د افغانستان په ځمکه موجود امن ساتونکو خارجي ځواکونو د کردار ستاينه هم وکړه او وې ویل راجگال کښي د پاکستان پوځ عملياتو په وخت اتحادي ځواکونو هم هغه ترهگرو مخه نيولي وه چي افغانستان ته ي د تښتيدو کوښښ کولو

د پاکستان پوځ ويلي دي د ترهگرو پر ضد قبايلي سيمي خيبر ايجنسي کښي د "خیبرفور" په نوم آپريشن په کاميابۍ سر ته رسيدلی دی او د هرې ډلې پرضد بغير د څه تفريق عملیات شوي دي.

په راولپنډۍ ښار کې د پوځ په هيډ کوارټر کښي يو خبري کانفرنس ته وینا کښې د پوځ ترجمان ميجر جنرل آصف غفور باجوه په هيواد کښي د ترهگرو خلاف په پوځي عملیاتو او د امريکي صدر ډانلډ تړمپ د افغانستان د نوي تگ لاري په اړه هم خبرې اترې وکړې.

ميجر جنرل آصف غفور باجوه وويل پاکستان يو خود خپلواکه هيواد دی اؤ که چرې په پاکستان څه فشار واچول شو نو داسې فيصلي به د هیواد د گټې په خاطر کوي.

د پاکستان په ځمکه د ترهګر ډلو د موجودگي او د گاونډي هیوادونو پر ضد ددې ډلو په فعالیتونو د امريکي د اندیښمنۍ په اړه جنرل باجوه وویل پاکستان د ټولو ترهگر ډلو پر ضد عملیات کړي دي.

هغه وویل په نژدې ورځو کښې د پاکستان په سفر راغلي امريکایي پوځي چارواکو ته د پوځ سرلښکر جنرل قمر جاويد باجوه دا باور ورکړي دي چي په پاکستان کې د ترهگرو ځالې ختمي کړی شوي دي. پوځي ترجمان زیاته کړه امريکايي چارواکو ته تردي وویل شوي دي که چرې پاکستان کښي کوم ځاي ته تلل غواړي، لاړ دي شي او خپله دې وگوري چي دلته کومه ډله شته او که نا؟

پوځي ترجمان جنرل باجوه وویل د پاکستان خارجه دفتر به د افغانستان په اړه د صدر ډنلډ ټرمپ په نوي تگ لاره خپل ردعمل څرگندوي.

آپريشن "خيبر فور" په حقله جنرل باجوه وویل دا عمليات په کاميابي سر ته رسيدلي دي اؤ پوځ خيبر ايجنسي کښي ٢٥٠ کلومیټره علاقه د ترهگرو نه پاکه کړي ده، په عملیاتو کې ٥١ وسله وال وژل شوي دي ٣٢ زخمیان شوي دي. هغه وویل په عملياتو کښي د پوځ دوه عسکر هم وژل شوي دي.

د پوځ د وياند وينا وه د خيبر ايحنسي راجگال سيمه کښي يو نوی چيک پوسټ جوړ کړی شوی دی او د دې عملياتو نه وړاندي افغان حکومت هم په اعتماد کښي اخیستل شوی و.

پوځي وياند د افغانستان په ځمکه موجود امن ساتونکو خارجي ځواکونو د کردار ستاينه هم وکړه او وې ویل راجگال کښي د پاکستان پوځ عملياتو په وخت اتحادي ځواکونو هم هغه ترهگرو مخه نيولي وه چي افغانستان ته ي د تښتيدو کوښښ کولو.

پوځي ترجمان وویل په خیبر ایجنسۍ کې د عملياتو په نتيجه د بې کوره شوو خلکو ٩٥ فیصد برخه خپلو سیمو ته ستانه شوي دي.

په فاټا کې د اصلاحاتو په حقله جنرل باجوه وویل پوځ په قبایلي سیمو کې د اصلاحاتو حمایت کوي خو گڼي چي په قبايلي سيمو کښي اصلاحات سر ته رسیدو کښې به وخت لگي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG