لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 د خېبرپښتونخوا د صحت وزیر وايي صوبه کې هره ورځ د ۴۰۰۰ نه زیات د کرونا وایرس ټېسوټونه کیږي


د خېبر پښتونخوا د صحت او خزانې وزير تيمور سليم جګړا
د خېبر پښتونخوا د صحت او خزانې وزير تيمور سليم جګړا

د خېبر پښتونخوا د صحت او خزانې وزير تيمور سليم جګړا وايي په صوبه کې هره ورځ د څلورو زرو نه سیوا د کرونا ټسټونه کېږي او دا وخت په هسپتالونو کې د مريضانو شمېره کمه ده خو که چېرې خلق احتياط نه کوي او د کرونا وايرس پېښې نورې هم زياتېږي نو په هسپتالونو به بوج زیاتېږي.

بلخوا د روغتيا چارو پوهان وايي د دویمې څپې په مهال د کرونا وايرس اثر زيات خطرناک دی او د مړيني شرح هم سېوا دهږ

ډاکټران زياتوي د وړمبي پړاو په پرتله خلق اوس باید زيات د احتياط نه کار واخلي ګني د مالي زيان ترڅنګ جاني نقصان به هم د قابو نه باهر شي۔

تېره ورځ په اسلام اباد کې د قامي رابطه کميټۍ غونډي په اړه پېښور کې مېډيا سره د خبرو په موقع د خېبر پښتونخوا د صحت وزير تېمور سليم جګړا وېنا وه چې په صوبه کې ورځې په حساب د څلورو زرو نه زيات د کرونا ټسټونه کېږي او په هسپتالونو کې د علاج سهولتونه هم شتون لري او دا وخت کمه شمېره کې د کرونا مريضان دغلته زير علاج دي ۔

"د پرون چې کومې شمېرې دي د هغو ترمخه موجوده وخت کې اوسطا 24 ايي سي يوز کارول کېږي، کوم چې تېرا مياشت کې 11 وې، که دغه شان تاسو د انتهايي نګهداشت يونټ بسترو استعمال که وګورۍ نو هغه په وروستيو کې اوسطا 20 ته راکم شوې و خو اوس په دغو کې اوسطا 70 مريضان داخل دي ، دغه شان په وينټيلېټرز د اکتوبر په مېنځ کې د مريضانو تعداد درې و کوم چې اوس 9 ته رسېدلې دي۔ کېسونه خو زيات دي خو مونږه سره په هسپتالونو کې مريضان کم داخل دي خو که چرې خلق احتياط نه کوي نو په هسپتالونو به بوج ضرور سوا شي"

نوموړي زياته کړه چې د کرونا وبا دویمې څپې په موقع د هرقسم جلسو نه اجتناب کول ډېر مهم دي ځکه وزير اعظم عمران خان په خپله جلسې او جلسونو پرېکړه وکړه او دوي د نورو ګوندونو نه هم دغه طمع لري۔

د پېښور لېډي ريډنګ هسپتال ډاکټر خضرت اکبر وايي چې په صوبه کې ټېسټونه کم کېږي ځکه د کرونا ناروغانو شمېره کمه مخې ته راځي ګني اصل شمېره ډېره زياته ده. هغه وویل د وبا په دويمه څپه کې خلکو ته زيات احتياط پکار دی چې د تېر وخت په پرتله اوس د خلکو د مړيني شرح سوا ده، نوموړې وايي که چرې د احتياط نه خلکو کار وا نه خېستو نو په هسپتالونو کې به د مريضانو علاج کول ګران شي۔

" په دې دوهمه چپه کې د وفات کېدو يا نقصان رسېدو شرح ډېره سوا ده د ړومبې په نسبت او د هغې باوجود مونږه د دې منلو ته تيار نه يو، که تاسو لاړ شې او يو بازار کې اودرېږې نو صرف دوه فيصده خلکو به د مخ پټولو ماسکونه اچولې وي، د لاس صفا کولو سينيټائرز کارولو او سماجي فاصلې ساتلو خو څه تصور هم نه شته، بجايې د دې چې خپل ځان او خاندان ته نقصان ورسوو او د صحت ادارې په بحران کي راولو نو د هغې نه ښه خبره دا ده چې دغه يو څو تدابير دي په هغو عمل وکړو"

د خېبر پښتونخوا د صحت محکمې لخوا جاري شويو شمېرو ترمخه په صوبه کې تېرو 24 ګنټو دوران 245 تنان د کرونا وايرس نه ناروغه شوي او څلورو تنانو د ياد رنځ له امله ژوند د لاسه ورکړی دی، شميرې ښايې د صوبې په کچه تردې دمه د کرونا وايرس نه ټول 42 زره، 600 او 15 تنان ناروغه شوي او په کرونا وايرس اخته 1315 ناروغان په حق رسيدلي دي۔

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG