لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ماهرین: د موسمي بدلون له امله په خېبرپښتونخوا کې د فصلونو پېداوار کم شوی


د صوبې په دغو فصلونو کې ګنی هم شامل و چې د "کېش کراب" یا د نغدو پېسو فصل په نوم به یادېدو خو ماهرین وايي اوس د اوبو د کمي له امله په ډیرو سيمو کې گني نه کرل کېږي
د صوبې په دغو فصلونو کې ګنی هم شامل و چې د "کېش کراب" یا د نغدو پېسو فصل په نوم به یادېدو خو ماهرین وايي اوس د اوبو د کمي له امله په ډیرو سيمو کې گني نه کرل کېږي

په نړیواله کچه په موسم کې د بدلون اثرات په پاکستان کې هم محسوس شوي او د ماحولياتو ماهرين وايي چې د موسمي بدلون له امله په خېبرپښتونخوا کې د بېلا بیلو فصلونو پېداوار کم شوی دی.

د صوبې په دغو فصلونو کې ګنی هم شامل و چې د "کېش کراپ" یا د نغدو پېسو فصل په نوم به یادېدو خو ماهرین وايي اوس د اوبو د کمي له امله په ډیروسيمو کې گنی نه کرل کېږي.

د ماهرينو په وېنا د پاکستان د نورو برخو په شان په خېبر پښتونخوا کې هم د موسمي بدلون يا د "کلایمېټ چينج" له امله د بارانونو په وختونو او مقدار کې بدلون راغلې چې په نتیجه کې یې نه یوازې د فصلونو پېداوار کم شوی بلکې په ځمکه کې د اوبو سطح هم ټيټه شوي ده.

د پېښور زرعې پوهنتون د ايګرونومي ډيپارټمنټ پروفيسر ډاکټر انعام الله وي او ای ته وويل چې د موسمي بدلون له امله په خېبر پښتونخوا کې د غمنو فصل ډير اغيزمن شوی دی.

انعام الله زياته کړه چې د صوبې په ډيرو سيمو کې زميدارو د اوبو د کمي لاعمله د نورو فصولونو تر څنګ اوس د ګنو کاشت هم په ډيره کمه زمکه کوي.

انعام الله زیاته کړه چې د خېبر پښتونخوا په نوښار ضلع کې گنی نه کرل کېږي، د صوابۍ د۶۶ فيصد علاقې نه ګنې ختم شوی دی په پېښور او مردان ضلعو کې په ځینو سیمو کې گنې کرل کیږي.

زرعۍ ماهر زیاته کړه چې په کرک او سرای نورنګ سیمو کې خلک په روایتي توگه چڼه او غنم کري خو د تیرو څو کلونو راهسې په بارانونو کې د کمی له امله د دغو فصلونو کښت کم شوی دی. "په نومبر او دسمبر کې به هلته کوم باران کېدو هغه اوس نه کېږي."

پېښور کې د زرعتو محمکې يو ډائريکټر محمد عارف ٖډيوه ته وويل چې د موسمي بدلون له امله په کومو سيمو کې چې د فصلونو پېداوار کم شوی دی هلته زميدارو ته نوي قسم توخمونه ورکول کیږي او کومې علاقې چې نهري اوبه نه لري هلته د باراني اوبو د ذخیره کوولو د پاره محکمه زراعت تالابونه هم جوړه وي.

محمد عارف زياته کړه چې په کرک، بنو او ډیره اسماعیل خان ضلعو کې چې د صوبې ۴۹ فيصد باراني ځمکې لري هلته د زراعت محکمه کرونده گرو ته په لږو اوبو د زیات پېداوار والا توخمونه ورکوي.

د صفا او زرخيزه پاکستان سرخط د لاندې په پېښور کې د شورو، چهارشنبې، په ورځ د غونډې په مهال ماهرينو وويل چې په فضا کې د ګرين هاوس ګيسز، کاربن ډايي اکسائيډ او ميتهين ګيس اخارج له امله په نړیواله کچه د تودوخي درجه زیاته شوې ده.

د ماحولياتو ماهرينو وېنا وه چې پاکستان د نړۍ په هغه لومړو لسو هېوادونو کې شامل دې چې د موسمي بدلون د بدو اثراتو نه ډير متاثر دی او دا چې د کلائمېټ چينج په اړه په نوي نسل کې شعور پېدا کولو او د دې د مخنيوي په باره کې تعليمي نصاب کې سبقونه شاملوول ډير مهم دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG