لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډاکټران: د ټېسټونو په نتېجو کې د ځنډ له امله په خېبر پښتونخوا کې خلک د کرونا وایرس په اړه شکونه لري 


په دې اړه موچې کله د خیبر پښتونخوا د صحت محکمې لخوا د کرونا ناروغئ لپاره ټاکلې شوي چارواکي ډاکټر اکرام الله خان نه وپښتل نو هغه وي او ای ډيوه ته وويل صوبايي حکومت د کرونا وايرس د ټیسټونو کولو د پاره د لېبارټرو صلاحيت سیوا کړېدې
په دې اړه موچې کله د خیبر پښتونخوا د صحت محکمې لخوا د کرونا ناروغئ لپاره ټاکلې شوي چارواکي ډاکټر اکرام الله خان نه وپښتل نو هغه وي او ای ډيوه ته وويل صوبايي حکومت د کرونا وايرس د ټیسټونو کولو د پاره د لېبارټرو صلاحيت سیوا کړېدې

په خېبر پښتونخو کې طبي ماهريرن وايي د کرونا وبا په وړمبو ورځو کې چې د وايرس مالومولو د پاره به د خلقو نه په څومره مقدار کې د ټېسټونو په عرض نومونې اخېستل اوس پکې تر ډېره حده پورې کمې شوی دی او یوه لوې سبب يي د ټسټونو نتيجې په وخت د نه راتلو له امله د خلکو ټېسټونه نه کول او د ړومبې نه د هغو په ذهنونو کې د کرونا وبا په اړه شکوک او شبهات بولې۔

بلخوا د خېبر پښتونخوا د صحت محکمې چارواکي وايي چې د صوبې په کچه د لېباټرو تعداد سوا کړی شوی او ډير زر به د ټېسټونو تعداد يو ځل بيا سېوا کړي۔

په خېبر پښتونخوا کې د کرونا وايرس د ټېسټونو کولو د پاره نومونې يا سواب اخيستو په شمېرو کې د کمي په اړه په صوبه کې د ځوانانو ډاکټرانو د اتحاديي غړي ډاکټر احمد زېب وي او ډيوه ته وويل چي د کرونا وايرس د ټېسټونو نتېجو کې اوس د تېر وخت په پرتله سېوا موده لګې ځکه خلق نه غواړي چې د ټېسټ د پاره نومونې ورکړي

نوموړې وايي: " د نمونو په نتيجو راتلو کې وخت ډېر لګي۔ مونږه کتلي چې په يو ټېسټ راتلو کې لس ورځې هم لګېدلي دي، نو د هغې وجې خلک د سواب يا د ټسټ د پاره نمونې ورکولو نه يو اړخ ته شوي دي"

پېښور کې مېشت د ځوانانو ډاکټرانو د اتحاديي مشر ډاکټر رضوان کنډي وي او ای ډيوه ته وويل چې د خلکو کرونا وبا نه د اعتماد پورته کېدو لويا وجه د دې وبا د مخنيوي په لړ کې د حکومت لخوا وضع کړې شوې ناکامه پالسۍ دي۔

ډاکټر رضوان کونډي وېنا وه: " زمونږ وزير اعظم صېب به په خپله هم کنفيوز وو کله به يي ويل چې دا کرونا ساده زکام دې، کله به يي ويل چې لاک ما نه دې کړې لاک ډاون چه کړې نو دا ټولې د کنفيوژن خبرې وې چې زمونږه خلک يي په دې مجبوره کړو چې دې وبا کې په چل روان دې او پروپېګنډا دې ته راغلې ده چې په کور کې مريض په مرګونې حالت کې پروت وي او هسپتال ته نه ځي"

نوموړي زياته کړه چې موجوده حالاتو کې د دې وبا مخنيوي يوازنې لار په عام اولس کې د دې رنځ په اړه پوهه روستل او په زيات مقدار کې ټیسټونه کول دي، دې وايي که چرې د کرونا وايرس نه متاثره تن په وخت ټسټ ونه کړې شي نو دې په تېزئ سره د دې وايرس نورو خلکو ته انتقال کولې شي۔

د انګرېزۍ ژبې ډان ورځپاڼې په خپل يو راپور کې د خېبر پښتونخوا د صحت محکمې د يوچاوراکې د قوله ليکلي چې د صوبې په بېلو بېلو سيمو کې د کرونا وايرس ټېسټونو د پاره ټاکلې شوې لېبارټرو کې به روزانه 3000 پورې ټېسټونه کېدل خو اوس دغه شمېره 1700 ته راټيټه شوېده۔

په دې اړه موچې کله د خیبر پښتونخوا د صحت محکمې لخوا د کرونا ناروغئ لپاره ټاکلې شوي چارواکي ډاکټر اکرام الله خان نه وپښتل نو هغه وي او ای ډيوه ته وويل صوبايي حکومت د کرونا وايرس د ټیسټونو کولو د پاره د لېبارټرو صلاحيت سیوا کړېدې او د کوم تن چې ټیسټ مثبت راشي نو د هغه سره اړونده ټولو خلکو نمونې اخېستلې شي۔

نوموړې وايي: " مونږه خپل ټيمونه هم زيات کړل، نمونې اخېستل سوا کوو، د لېبارټو استعداد مو زيات کړو او د لېبارټرو تعداد هم سوا شو، خو لکه د ټسټونو کولو په تعداد کې چې کوم کمې دې هغې غټه وجه دا ده چې په هوايي لارو چې به باهر نه کوم خلک راتلل هغه شې ختم شو او خلک هم دا کوشش کوي چې ځانونه په خپل ايسولېټ کړي نو د هغې وجه نه څه ټسټونو کې کمې راغلې دې

د خېبر پښتونخوا د صحت محکمې د شمېرو ترمخه د صوبې په کچه تېرو 24 ساعتو کې د کرونا وايرس نه 273 تنان ناروغه شوي چې ورسره مجموعي شمېره 28116 ته رسېدلې، شمېرې ښايي چې دې دوران 8 تنانو د کرونا وایرس له وجې ژوند د لاسه ورکړې او د مړه شویو ټولو تنانو شمېره 1028 ته رسېدلې ده

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG