لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حکومت د قبایلي ضلعو ترقیاتي پنګې په مکمله توګه خرڅ کوولو کې ناکامه دی، څیړونکي وايي


 د اين ايف سي ايوارډ د برخې په اړه څو ورځي وړاندې وزير اعظم عمران خان مومندو ضلعې ته خپلې دورې پر مهال ويلي وو چې د خېبر پښتونخوا نه علاوه نورې صوبې په اين ايف سي کې قبايلي ضلعو ته درې فيصده برخه ورکولو ته نه دي تيار
د اين ايف سي ايوارډ د برخې په اړه څو ورځي وړاندې وزير اعظم عمران خان مومندو ضلعې ته خپلې دورې پر مهال ويلي وو چې د خېبر پښتونخوا نه علاوه نورې صوبې په اين ايف سي کې قبايلي ضلعو ته درې فيصده برخه ورکولو ته نه دي تيار

د حکومت مخالف سياسي ګوندونو غړي او څيړونک وايي په قبايلي ضلعو کې د وعدې سره سم کليز ۱۰۰ اربه روپۍ پورا او په وخت نه دي مصرف شوي او نه هم په موجوده مالي کال کي د دغې پېسو په مکمله توګه د مصرف کيدو امکان ښکاري۔

د خېبرپښتونخوا د حکومت په مالي امورو نظر لرونکی خبريال شاهد حميد وايي د روان مالي کال په لومړیو دريو مياشتو کې د قبايلي ضلعو پرمخيتا د پاره ټولې څلور اربه روپۍ جاري شوي وې خو په هغې کې فقط يو ارب روپۍ مصرف شوي دي۔

شاهد حمید وویل دغه سيمي ترهکرۍ ځپلې ده او د پرمختيا کارونو ته ډيره اړتيا لري، "د فنډونو په وخت نه خرچ کيدل هلته په انتظامي امورو چلولو کې د نيمګړتياو د وجې رامخې ته کيږي"

د اولنۍ دریوې مياشتو پېسې پوره نه مصرف کېدو په اړه وي او ای ډیوه د خېبرپښتونخوا د خزانې وزير تيمور سليم جهګړه او د وزير اعلا د اطلاعاتو صلاح کار کامران بنګش د ټيلفون او وټس ايپ د لارې نظر معلوملو کوښښ وکړو خو بريالي نه شوو چې نظر يي معلوم يي کړو په کال ۲۰۱۸ کې د قبائيلي ضلعو په خېبر پښتونخوا کې ورګډولو په وخت وعده شوې وه چې کليز په ۱۰۰ اربه روپئ د پرمختيا کارونود پاره ورکړل کيږي او په قامي مالياتي کمېشن کې به هم ورته درې فيصده برخه ورکړل کيږي۔ خو د حکومتي شمېرو ترمخه په تېر مالي کال کې په ۸۳ اربه جاري شوي روپو کې ۳۷ اربه روپۍ مصرف شوي او د اين ايف سي ايوارډ د برخې په اړه څو ورځي وړاندې وزير اعظم عمران خان مومندو ضلعې ته خپلې دورې پر مهال ويلي وو چې د خېبر پښتونخوا نه علاوه نورې صوبې په اين ايف سي کې قبايلي ضلعو ته درې فيصده برخه ورکولو ته نه دي تيار په داسې حال چې د سند صوبې نه علاوه په بلوچستان او پنجاب صوبه کې پاکستان تحريک انصاف واکمن ګوند دې۔

د مومند نه د صوبائې اسمبلۍ غړې نثار مومند ډيوه ته وويل د فنډو په وخت پوره نه جاري کول او مصرف د سيمي د خلکو احساس محرومي زياتوي " د ترقياتي کارونو نه کيدول هغه خلکو ته په انضمام د ګوتو اوچتولو موقع په لاس ورکوي کوم چې انضمام پر ضد وو"

د خېبر پښتونخوا وزير اعلا محمود خان هم د څو ورځې وړاندې مومندو ته دورې پر محال د ډيوه په پښتنه دا منلې وه چې تېر مال کال کې د قبائيلي ضلعو پورا فنډونه نه دې مصرف شوي خو وويلي وود دې سيمو پاتې پېسې په ضائع کيږي نه او هم بيرته به د دې سيمو په پرمختګ مصرف کيږي۔ وزير اعلا وويلي وو روان مالي کال کې په ۱۲۲ منصوبو ۱۳۲ بيلينا روپو لګولو پلان لري۔ قبائيلي ضلعې په کال ۲۰۱۸ کي په خېبر پښتونخوا کې ورګډې کړې شوې وي او کليز د سل اربه روپو او اين ايف سي ايوارډ کې د درې فيصده برخه ورکولو وعده ورسره شوې خو تېر کال هم دغه وعدې سره سم فنډونه نه ورکړل شوي او نه پورا مصرف شوي وو۔

څيړونکي او د مخالفه سياسي ګوندونو غړي يره څرګندوي چې روان کال به هم د وعدې ماطابق دغه پېسې مصرف نه شي۔

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG