لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په خېبر پښتونخوا کې ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکو ورکولو د کېمپېن دویمه ورځ 


په خېبر ضلع کې ۲ لکه ۱۳ زره ماشومان د پولیو ضد څاڅکو هدف دي. که څه هم خېبر نه د پولیو مثبت پېښې رپورټ شوي دي، د پولیو کېمپین په وخت خلک حکومت نه د خپلو غوښتنو په صورت کې د پولیو څاڅکو څخه انکار کوي
په خېبر ضلع کې ۲ لکه ۱۳ زره ماشومان د پولیو ضد څاڅکو هدف دي. که څه هم خېبر نه د پولیو مثبت پېښې رپورټ شوي دي، د پولیو کېمپین په وخت خلک حکومت نه د خپلو غوښتنو په صورت کې د پولیو څاڅکو څخه انکار کوي

د خېبرپښتونخوا د پولیو د مخنیوي بيړني مرکز پېښور او خېبر ضلع د پولیو وایرس لپاره تر ټولو خطرناکې ضلعي ګر ځولي دي.

سږکال د پېښور نه د پولیو وایرس لومړي او دویم ډول ۷ او د خېبر نه ۱۵ پېښې رپورټ شوي دي.

د خېبر ډپتي کمشنر محمود اسلم وزیر وي او اې ډيوه ته وايي چې د پولیو ټیمانو کارکردګي جاج اخلي او د روزانه په بنیاد د پولیو کېمپین رپورټ جوړوي.

محمود اسلم وایي " خلک دي پوليوپروګرام داسې نه شمېري چې دا د بل چا په ذريعه کولی شي يا د بهر هيوادونو په دي کې څه غرض دی۔ دا زمونږ خپل د ماشومانو ښه صحت لپاره پروګرام دی وا پخپلو پېسو ئي کوؤ۔ دا خبر ضرور ده چې بهرني هيوادونه د پوليو د مخنيوي پروګرام کې زمونږ مرسته کوي خو د دې اهميت د چا نه پټ نه دی۔ که چرې هم څوک د پوليو قطرو څخه خپل ماشومان پټ کړي نو هغه نه يواځې په خپل کور بوج وي بلکه په ټولنه هم يو بوج جوړيږې۔ بايد هر څوک دي د پوليو ټيمانو مرسته اوکړي او ماشومان واکسين کړي"۔

د صحت ماهرینو تر مخه خېبر ضلع د پولیو وایرس اغیزمنو سېمو پېښور او افغانستان مېنځنې سېمه ده او دلته په لویه کچه د خلکو تګ راتګ کېږي چې له وجې يي پولیو وایرس یو ځايې نه بل ځائي ته په آسانۍ خوریږي. داسې خلکو لپاره يي په لارو کې ټرانزټ ټیمان کېنولي چې هغه واکسين کړي او پوليو وايرس د خوريدو نه بچ کړي۔

په خېبر ضلع کې ۲ لکه ۱۳ زره ماشومان د پولیو ضد څاڅکو هدف دي. که څه هم خېبر نه د پولیو مثبت پېښې رپورټ شوي دي، د پولیو کېمپین په وخت خلک حکومت نه د خپلو غوښتنو په صورت کې د پولیو څاڅکو څخه انکار کوي. د تير شوي پوليو کمپاين کې خواؤشا يو نيم زر ماشومان د پوليو څاڅکو څخه محرومه پاتې شوي وؤ۔

د جمرود مرستیال کمشنر جواد خان وايي ضلعي انتظامیه د پولیو مهم کامیابولو لپاره چمتو ده او پوليو مهم په لار کې هر قسمه ستونزي هواروي.

جواد خان وایي " که تاسو اوګورئ زمونږ مشران که عمرې ياحج ته ځي نو هغوي ته هم پوليو قطرې اچولی شي۔ نو د نړۍ والو ادارو مقصد دغه دی چې کوم وايرس چې پاکستان او فغانستان کې موجود دی، په نورو هيوادونو کې خور نشي۔ نو مونږ هر وخت چمتو يو او داسې خلکو ته ځان رسووکوم چې د پوليو په اړه منفي سوچ لري يا د پوليو مهم په دوران د خپلو غوښتنوپه منلو د پوليو قطرو څخه انکار کوي۔ مونږ هغوي ته داپيغام ورکوؤ چې پوليو قطرو کې هيڅ نقصان نشته او خپلو ماشومان د دغه خطرناک وايرس څخه وژغوري او د پوليو ټيمانو مرسته اوکرئ"۔

د پولیو د مخنیوي ادارې وینا تر مخه پېښور او خېبر ضلعو کې به روان پولیو مهم تر اوو ورځو پوري دوام لري. د صحت ماهرین وايي د پولیو دوه څاڅکو تر څنګ خپل ماشومان د تلعمري معذورتیه څخه بچ ساتلې شي او سېمي نه د پولیو وایرس خاتمه کولې شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG