لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

موسمي بدلون، ناقانونه ښکار او زیاتې ابادۍ پاکستان ته د مارغانو هجرت کم کړی


د مارغانو ماهرین په روس کې د ساېبېریا د یخ موسم عادي دغه مارغان په دوو برخو کې ویشي. یوه برخه په صحرا کې استوگنه لري او بله برخه په سیندونو کې او یا د سیندونو په غاړه اوسیږي
د مارغانو ماهرین په روس کې د ساېبېریا د یخ موسم عادي دغه مارغان په دوو برخو کې ویشي. یوه برخه په صحرا کې استوگنه لري او بله برخه په سیندونو کې او یا د سیندونو په غاړه اوسیږي

د منځنۍ اسیا او سایبېریا نه د مارغانو د اباسین تړمو اوبو او په پاکستان کې د خېبرپښتونخوا او شا او خوا نورو سیمو ته په موسمي هجرت کې د موسم بدلېدو، ناقونه ښکار او ابادۍ کې د زیاتي له امله د پخوا په پرتله کم شوی دی.

په پاکستان کې د مارغانو د موسمي هجرت څارونکي او ماهرین وايي په تېرو څو کلونو کې د منځنۍ اسیا او سایبېریا نه د پاکستان یادو سیمو ته د تلور، مړز، ٢٦ قسمه ایلۍ، پنځه قسمه ځاڼې، شکرې، چوکې، کونترې او د گران بیه باز په گډون د یو شمېر نورو مارغانو هجرت ډیر کم شوی دی.

په ډیره اسماعیل خان کې د خېبرپښتونخوا د جنوبي برخو دپاره د ځنگلي ځناورو د تحفظ محکمي یو افسر خان ملوک وي او ای ډیوه ته وویل په ابادۍ کې اضافه او د زراعت دپاره د ځمکې په استعمال کې د زیاتوالي له امله د هجرت کوونکو مارغانو شمېره کمه شوې ده. هغه وویل محکمه یې د مهاجرت کوونکو مارغانو د تحفظ دپاره جوړ قانون باندې په سختۍ عمل کوي خو هغه ومنله چې دغه قانون سل په سله عملي کول ممکن نه وي.

خان ملوک وویل په ابادۍ کې په چټکتیا د زیاتوالي او د هجرت کوونکو مارغانو د اوسېدو ځایونه په زراعتي ځمکو کې د بدلېدو له امله دغه مارغان د نورو سیمو مخه کوي.

د سایبېریا او د منځنۍ اسیا د مارغانو د هجرت لار:

د مارغانو ماهرین په روس کې د ساېبېریا د یخ موسم عادي دغه مارغان په دوو برخو کې ویشي. یوه برخه په صحرا کې استوگنه لري او بله برخه په سیندونو کې او یا د سیندونو په غاړه اوسیږي.

ماهرین وايي هجرت کونکي مارغان د افغانستان دلارې لومړی د خېبرپښتونخوا میداني سیمو لکه چارسده، صوابۍ او شا او خوا سیمو کې د عارضي پړاونو وروسته د صوبې جنوبي برخو بنو او ډیره اسماعیل خان ته ځي او بیا د اباسین په غاړه د پنجاب، سند او بلوچستان کې د اوسېدو ځایونه جوړوي. د اباسین د تړمو اوبو په ډنډونو کې دا مارغان د یخنۍ څو میاشتو تېرولو وروسته بېرته خپلو ټاټوبو ته ځي.

صحرا خوښونکي مارغان د اباسین نه لري د سند او بلوچستان په دشتو کې ژمې تېروي خو د راپورونو ترمخه دغه مارغانو ته لوې خطر ښکار دی. د پاکستان حکومت هرکال د سعودي عربستان، متحده عرب ایالتونو، قطر او ځینو نورو عرب هېوادونو د ښکار شوقیانو ته اجازت نامې ورکوي او بیا هغوي په دغو سیمو کې د خپلې خوښې ښکار ترسره کوي.

  • 16x9 Image

    احسان محمد خان

    احسان محمد خان په صحافت کې  اوږده تجربه لري‌ اؤ دبیلابیلو نړیوالو رسنیو سره یې دخبریال په توګه دنده ترسره کړې ده۔
    هغه د وي او ای ډیوه دخپرونو دلړۍ پیل کیدو سره سم دخیبر پښتونخوا څخه ډیوه ته دټي وي، ریډیو ا ؤ ډیجیټيل میډيا په برخه کې  د اقتصاد ، سياست ،  کلتور  په اړه رپورټونه برابروي چې زیاتره  تجزیاتي اؤ معلوماتي بڼه لري۔

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG