لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په خېبرپښتونخوا کې په "طالبانایزېشن" تشویش لرو، اېچ ار سي پي وايي


تېره هفته د مردان ضلعې د چینې کلي د جېنکو په مډل کې سکول کې برقعې وویشل شوې. د پاکستان د جیو ټېلې وژن سټشن د خبر ترمخه دغه برقعې د واک من تحریک انصاف یو ځايي مشر د سکول جېنکو ته ورکړې وې
تېره هفته د مردان ضلعې د چینې کلي د جېنکو په مډل کې سکول کې برقعې وویشل شوې. د پاکستان د جیو ټېلې وژن سټشن د خبر ترمخه دغه برقعې د واک من تحریک انصاف یو ځايي مشر د سکول جېنکو ته ورکړې وې

د پاکستان د انساني حقونو ادارې په خېبرپښتونخوا کې د حکومت د هغې حکمنامې غندنه کړې ده چې د لارې یې امنیتي ادارو ته د ترهگرۍ خلاف د عملیاتو اختیارات وکړی شوي دی. ادارې وویل په صوبه کې د برقعو دلارې "طالبانایزېشن" ته د ودې ورکولو په اړه هم تشویش لري.

هیومن رایټس کمېشن وویل په خېبرپښتونخوا کې د مذهبي تندروۍ زیاتېدل د اندښمنۍ وړه خبره ده.

اېچ ارسې پي، د اتوار، یکشنبې، په ورځ جاري شوي په خپل بیان کې وویل په خېبرپښتونخوا کې مېرمنو زدکونکو ته د برقعو ورکولو دلارې د مذهبي تندورۍ په بیا سر راپورته کولو تشویش لري. "په جار داسې ډول کوښښونه د مېرمنو په ازادۍ قدغنونه لگوي او طالبانایزیشن ته د ودې ورکولو شعوري کوښښ دی."

طالبانایزېشن په انگریزۍ ژبه کې هغه اصطلاح ده چې اشاره یې د افغان طالبانو تگلارې ته ده چې ترمخه یې مېرنې په برقعو اغوستو مجبورې شوې وې او د تعلیم او د کارروزگار نه منع کړی شوي وې.

د خېبرپښتونخوا د تعلیم څانگې په تعلیمي ادارو کې د جینکو دپاره ابایه او څادر اغوستل لازمي کړي خو بیا یې دغه فیصله بیرته واخیستله.او تېره هفته د مردان ضلعې د چینې کلي د جېنکو په مډل کې سکول کې برقعې وویشل شوې. د پاکستان د جیو ټېلې وژن سټشن د خبر ترمخه دغه برقعې د واک من تحریک انصاف یو ځايي مشر د سکول جېنکو ته ورکړې وې.

هیومن رایټس کمېشن اف پاکستان په خپل بیان کې دا هم وویل چې په دې اړه هم تشویش لري چې حکومت د مخالف سیاسي گوندونو د چقولو او د پارلېمنټ د واختیار د کمولو کوښښونه کوي.

په خېبرپښتونخوا کې پرځای کړی شوي "اېن اېډ اف سول پاور" یا د حکومت د ملاتړ قانون په اړه اېچ ار سې پي وویل دغه قانون "نه یوازې په بنیادي حقونو قدغنونه لگوي بلکې دا د جمهوري اصولو خلاف هم دی."

د خېبر پښتونخوا مشرسرکاري وکیل یا اېډوکېټ جنرل د اېن اېډ اف سول پاورقانون دفاع کړې او ویلي یې دي چې دا قانون د هغو مقدمو سر ته په رسولو کې مرسته کوي چې د پخواني ایف سي ار دلاندې درج شوي دي.

په پاکستان کې د اقلیتونو په اړه اېچ ارسي پي وویل د ادارې رپورټونه ښايي چې اقلیتونو سره د عقېدې په بنیاد تعصب کولی شي او د مذهب د دوی خلاف د سپکاوي قانون په بې ځایه توگه استعمالېږي. اېچ ارسې پي وویل حکومت دې د سپریم کورټ هغه فیصله عملي کړي چې پکې د اقلتیونو د تحفظ امر شوی دی.

د خلکو د بې درکه کېدو په اړه اېچ ارسې پي وویل د ادارې د حقایقو معلومولو ډلو موندلي چې "ریاسي کردارونه" په خلکو د زور اچولو دپاره "په منظمه" ډول خلک بې درکه کوي. ادارې په خپل بیان کې وویل د داسې قانون ضرورت دی چې د خلکو بې درکه کول جرم وټاکي او کوم خلک چې د خلکو په بې درکه کولو کې لاس لري د هغوی احتساب وشوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG