لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېبرپښتونخوا د حکومتي یونیورسټیو د امتحانونو پرچې به د نورو پوهنتونونو استا‌ذان ګوري


په دې اړه زده کوونکي وايي د دې به په زده کوونکو کوم اغېز نه وي خو بيا هم ممکنه ده چې د غېراخلاقي غوښتنو او د خپلولۍ په بنياد د زياتو نمبرو ورکولو مخه ونيول شي
په دې اړه زده کوونکي وايي د دې به په زده کوونکو کوم اغېز نه وي خو بيا هم ممکنه ده چې د غېراخلاقي غوښتنو او د خپلولۍ په بنياد د زياتو نمبرو ورکولو مخه ونيول شي

د خېبرپښتونخوا سرکاري پوهنتونونو ته ويل شوي د امتحانونو پرچې به خپلو استاذانو پرځای د بل پوهنتون استاذان ګوري.

دا په داسې حال کې چې د صوبې په ګومل پوهنتون کې د ځيني زده کوونکو نه غېراخلاقي غوښتنو او په جنسي توګه د ويرولو خبرونه مخې ته راغلي وو.

په دې اړه زده کوونکي وايي د دې به په زده کوونکو کوم اغېز نه وي خو بيا هم ممکنه ده چې د غېراخلاقي غوښتنو او د خپلولۍ په بنياد د زياتو نمبرو ورکولو مخه ونيول شي.

د عبدالولي خان پوهنتون د سياسياتو د څانګې يو زده کوونکی خان بهادر وايي د پوهنتون نه علاوه د نورو امتحانونو پرچې خپل استاذان نه ګوري او په خصوصي توګه چې په يو پوهنتون کې انجونو زده کوونکو ته کومې ستونزې دي، د دې له لارې به ختمې شي.

د باچاخان پوهنتون د استاذانو د اتحاديې عمومي سېکتر ډاکټر شکيل وايي په هر پوهنتون کې د يوې پرچې د نمبرو ورکولو او بيا شمېرلو يو نظام موجود دی، بل اړخ ته سرکاري پوهنتونونه د يو شمېر مسئلو سره مخ دي چې هواری يې د صوبايي حکومت ذمه واري ده.

د نوموړي په وينا چې په پوهنتونونو کې وايس چانسلران نشته، مالي ستونزې لري، د کال ۲۰۱۲م د قانون سرغړونې کېږې او بايد حکومت ورته پام وکړي.

" که چرته پرچې د بل پوهنتون استاذ ګوري او يو زده کوونکي ته پرې تحفظات دي نو ايا بيا شمېرنه به يې په هغه بل پوهنتون کې کېږي که په خپل کې؟ د دې عمل زيان به زده کوونکي ته رسېږي."

څېړنې وايي دا وخت د خېبرپښتونخوا په خېبرميډيکل پوهنتون، باچا خان پوهنتون، صوابي يونيورسټي، انجنېرنګ پوهنتون پېښور او وېمن يونيورسټي مردان کې د وايس چانسلر څوکۍ خالي دي او د کال ۲۰۱۲م د قانون ترمخه د دې څوکۍ د خالي کېدو نه شپږ مياشتې وړاندې بايد د دې لپاره ګامونه پورته شي.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG