لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: په مومندو کې جرگې یو بازار ته د مېرمنو په ورتگ پابندي لگولي


د وي او ای اردو څانگې په خپل رپورټ کې وویل ضعلۍ انتظامیه او پولیس افسران د جرگې په فیصلې د خبرو نه ډډه کوي او د جرگې فیصله لاس لیک کونکي خوا او شا ٣٦ قبایلي مشران هم خاموش دي
د وي او ای اردو څانگې په خپل رپورټ کې وویل ضعلۍ انتظامیه او پولیس افسران د جرگې په فیصلې د خبرو نه ډډه کوي او د جرگې فیصله لاس لیک کونکي خوا او شا ٣٦ قبایلي مشران هم خاموش دي

د خېبرپښتونخوا په مومندو ضلع کې جرگې د ضلعې د مرکزي ښار غلنۍ سره نژدې په گنداو سیمه د جامو یو بازار ته د مېرمنوې په ورتگ پابندي لگولې ده. صوبي د اطلاعاتو وزیر شوکت یوسفزي د جرگې د فیصلې تصدیق کړی دی.

د وي او ای د اردو څانگې د رپورټ ترمخه په مېرمنو د پابندۍ په اړه جرگې خپله هغه فیصله جاري کړې چې ٢٦ قبایلي مشرانو لاس لیک کړې ده.

رپورټ کې وېل شوي چې د غلنۍ سره نژدې په گنداو کې "چندی بازار" ته د مېرمنو په ورتگ د پابندۍ په اړه دوکاندارانو ته د خبرداري دپاره ځای په ځای اشتهارونه لگول شوي دي.

په اشتهارونو کې وېل شوي چې ښځو ته دې چندی بازار ته د ورتگ اجازت ور نه کړی شي.

د وي او ای اردو څانگې په خپل رپورټ کې وویل ضعلۍ انتظامیه او پولیس افسران د جرگې په فیصلې د خبرو نه ډډه کوي او د جرگې فیصله لاس لیک کونکي خوا او شا ٣٦ قبایلي مشران هم خاموش دي.

د خېبرپښتونخوا د اطلاعاتو وزیر شوکت علي یوسفزۍ په مومندو کې په مېرمنو بازار ته په ورتگ د جرگې د فیصلې تصدیق وکړو. هغه د وي او ای اردو څانگې ته وویل په دې لړ کې د مومندو د ضلعۍ انتظاميي نه معلومات اخیستل کېږي. د ښاغلي یوسفزي په قول داسې ډول فیصلې د ځینو قبایلي روایاتو په بنیاد کېږي.

په مومندو کې سېنیئر خبریال گل محمد مومند وي ای ای اردو څانگې ته وویل جرگې د اتوار، یکشنبې، په ورځ په مېرمنو د پابندۍ فیصله کړې ده.

مومندو کې یو سیاسي فعال او د پاکستان پیپلزپارټۍ د ضلعې صدر فاروق فیصل د جرگې فیصله د انساني حقونو خلاف وبلله. هغه وویل د داسې ډول گامونو په نتیجه کې د مېرمنو دپاره مشکلات راولاړېږي. فاروق فیصل وویل وړاندې به جرگې او د جرگو فیصلې موثره وي خو اوس چې دا سیمه په خېبرپښتونخوا کې شامله کړی شوې ده، د جرگو په داسې قسمه فیصلو سترگې نشي پټېدی.

د پښتنو په ټولنه او په خصوصي توگه په پخوانیو قبایلي سیو کې جرگې مرکې د لانجو کونجو د هواري غوره لارې گڼل کېږي خو د انساني او د مېرمنو د حقونو دپاره کارکونکي وايي په ځینو وختونو کې جرگې په خپلو فیصلو کې انساني او د مېرمنو حقونه په پام کې نه ساتي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG