لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د تیرې صوبایي اسمبلې د غړو خرچو کې بې قاعدګي کتل شوې - د آډيټ کوونکو راپور


KP assembly
KP assembly

د پاکستان حکومت له خوا په ټول ملک کې د سرکاري ادارو د مالي اخراجاتو حساب کتاب اخستونکې ادارې راپور يا د اډېټ رپورټ تر مخه د خېبر پښتونخوا د تېر صوبايي اسمبلې غړو په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ مالي کال ک په بهرنۍ دورو او د سفر يا د ټي ای ډي ای اېلاونس اخېستو سره ۴۲.۹۴۱ ملين روپو څه څلور کروړ ۲۹ لکه نه سېوا روپۍ خرچ کړي دي.
هم دغه شان حکومتي خزانې ته اېم پي ای هاسټل کې د بجلۍ بلونو او د هاسټل کرايې کې هم بې قاعدګۍ سره مالي زيان رسولی دی.
دغه اډېټ رپورټ وايي دغه قسمه بې قاعدګي ځکه شوي دي چې د اسمبلۍ غړو د قوانين او ضوابط خلاف ورزي کړې ده.
تېر او اوسنۍ صوبايي اسمبلې کې ناېب سپيکر محمود جان وي او ای ډيوه ته په وټس اېپ د دې سوال په ځواب کې صفا ووئېل چې "نو کمنټس" يعنې د څه ځواب ورکولو نه صفا انکار وکړو.

خو انګرېزۍ ورځپاڼې ډان ته هغه وئېلي دي چې بهرنۍ دورې د اسمبلۍ د غړو د پوهې او زده کړې د پارې ضروري وي. او تېر او اوسنۍ د اسمبلۍ غړو له پاره د داسې قسمه دورو له پاره حکومت بېل فنډ اېښودلی و.

د عوامي نېشنل ګوند په پخوانۍ او اوسنۍ اسمبلې کې منتخب غړی سردار حسين بابک وايي پکار ده د نورو ادارو په شانې په صوبايي اسمبلې کې په داسې مسلو باندې بحث وشي او د داسې قسمه اخراجاتو هم احتساب وشي.

هغه وايي: "که د قومي خزانې يوه انه هم چرته لګي نو د هغې تپوس پکار دی. دا کمزوري ده، بلکل هم اسمبلي د دې هر څه وچته نه ده پکار. د اسمبلۍ په حواله چې کوم مالي معاملات دي د هغې پښتنه د ټولو نه مخکې پکار ده. خو دا چې کومه کمزوري ده دا موجوده ده، د اسمبلۍ او د هر ځایه د اخراجاتو حساب کتاب کول پکار دي او د دې تپوس پکار دی."

ياده دې وي د تېرې صوبايي اسمبلۍ ټولو ۱۲۲ غړو په دغه بهرنۍ دورو کې د ملک نه بهر لېږلی شوي وو چې د برطانیې پارلیمان دوره وکړي او زده کړې وکړي. څيرونکي وايي دغه هر څه بې ځایه ځکه دي چې په دغه غړو کې يواځې ۷ فيصدي اوس بيا د اسمبلۍ غړي ټاکلی شوي دي.

په پېښور کې د ډان ورځپاڼې سره کار کوونکی او د پارلېماني امور باندې ماهر خبريال او څيړونکی ذوالفقار علي وايي چې د داسې قسمه بهرنۍ دورو څه فاېده او ګټه رسېدلې ده او کنه د دې خبرې دې هم جاېزه واخېستلی شي.

هغه وايي پخپله هغه کتلي چې د صوبايي اسمبلې کارکردګي د تېرو کلونو په مقابله کې د ښه کېدو په ځای نوره هم خرابه شوې ده.
"که مونږ مخکې اسمبليو سره د دې موازنه وکړو نو د دې اسمبلۍ کارکردګي څه ډېره ښه نه ده بلکې د خرابۍ په لور روانه ده. چې کوم ماحول مونږ ګورو او کومه رويه د اسمبلۍ د غړو ګورو په دې اسمبلۍ کې نو داسې نو د زړه تسلي پرې نه کيږي. بدقسمتۍ نه اوس که د بجلۍ اخراجات وي او که نور اخراجات وي نو د اسمبلۍ دا غړي چې دي که تاسو دوي نه پښتنه وکړي نو دوي د نورو د احتساب خبره خو کوي خو که دوي ته وايې چې د دې ځواب ورکړئ نو دوي دې نه ډډه کوي او ځان د دې نه مستثې ګڼي."
د بهرنۍ دورو نه علاوه د اسمبلۍ دغه غړو په اېم پي ای هاسټل کې په رعايتي نرخونو کمرې او د بجلۍ بلونو نه ورکولو په اړه هم دغه اډېټ رپورټ کې وئېلی شوي دي چې دوی قامي خزانې ته د کرايې په مد کې څه ۱۳.۹ ملين روپۍ يعنې څه ۱ کروړ او يو کم څلوېښت لکه روپۍ زيان رسولی دی او هم شانې په اېم پي ای هاسټل کې د صوبائي اسمبلۍ دغه غړو څه ۴۸۰۰ روپۍ د بجلۍ د مياشتې بل نه ورکولو سره هم دغه مد کې ۱۲.۴ ملين روپۍ يعنې څه ۱ کروړ او ۲۴ لکه روپو مالي زيان قامي خزانې ته رسولی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG