لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان د گیسو او تېلو مجموعي پېداوار نیماي برخه خېبرپښتونخوا پېدا کوي


د کی پي او جي سي اېل په ویب پاڼه د خېبرپښتونخوا د هغه سیمو نقشه چرته چې د تېلو او گیسو د لټون کار شوی دی
د کی پي او جي سي اېل په ویب پاڼه د خېبرپښتونخوا د هغه سیمو نقشه چرته چې د تېلو او گیسو د لټون کار شوی دی

د پاکستان د گیسو او تېلو مجموعي پېداوار ٥٠ فیصد برخه په خېبرپښتونخوا کې پېدا کېږي. دا خبره په صوبه کې د گیس او تیلو د پېداوار حکومتي ادارې مشر محمد حنیف د وي او ای ډیوه سره په یوه مرکه کې کړې ده.

د خېبرپښتونخوا ائل اېنډ گیس کمپني (کی پي او جي سي ایل) مشر وویل په صوبه کې نویو شامل کړی شويو ضلعو کې هم د تېلو او گیسو ذخیرې موجود دي او که چېرې د دغو سیمو نه پیداوار شروع شي نو صوبه به د ټول ملک د تیلو او گیسو ضرورت پوره کولی شي او پاکستان به په کور پوره شي.

ښاغلي حنیف وویل یوازې په اورکزو ضلع کې ١١ داسې ځایونه دي چې د تېلو او گیسو موجودگي پکې امکان لري. هغه زیاته کړه چې د خېبرپښتونخوا حکومت په صوبه کې په ١٦ بلاکونو یا برخو کې کار سر ته رسولی دی او زر به ترې پېداوار شروع شي چې په نتیجه کې به یې د صوبې د تېلو او گیسو پېداوار څلور چنده زیات شي.

د کی پي او جي سي ایل کمپنۍ مشر محمد حنیف
د کی پي او جي سي ایل کمپنۍ مشر محمد حنیف

د تېلو او گېسو نه علاوه د پاکستان د بجلۍ لویه برخه هم په خېبرپښتونخوا کې پېدا کېږي. دا میاشت په مومندو کې د سوات په سیند د مومندو ډیم د بنیاد تیږه کښېودل شوه ویل کیږي چې د دې ډیم څخه به پاکستان ته هرکال دڅلورو اربو اؤ۹۸ کروړو روپو اوبه اؤ د۱۹اربو اؤ۶۰ؤ کروړو روپو بجلي په لاس ورځي.

که څه هم په ائین کې د ١٨ ترمیم دلاندې صوبو ته په خپلو وسایلو زیات اختیار ورکړی شوی دی خو د خېبر پښتونخوا حکومتي چارواکي وايي مرکزي حکومت ورته د بجلۍ د اربونو روپو بقایاجات لا نه دي ورکړي.

او د خیبر پښتونخوا لکه د کوهاټ او کرک په رنگ ضلعو کې چې د تېلو او گیسو پېداوار پکې پېل شوی دی، د یو شمېر کلیو او بانډو اوسیدونکي وايی دوي دغو وسایلو د گټو نه لا محرومه دی.

د خېبرپښتونخوا د تیلو او گیسو د کمپنۍ مشر محمد حنیف وویل که څه هم په صوبې کې د دغو وسایلو د پېداوار ډیر صلاحیت دی خو په ملک کې د نلونو موجوده نظام دومره کنجایش نه لري چې اضافي گیسې پکې بل ځای ته د انتقال دپاره واچول شي او په صوبه کې بنیادي اډاڼه هم ترقۍ ته اړتیا لري.

د کی پي او جي ډي سي ایل مشر سره د وي او ای ډیوه خبریال ریاص حسین خبرې کړې دي او دا رپورټ یې تیار کړی دی:

please wait

No media source currently available

0:00 0:03:19 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG