لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د تېلو بيعې کمې خو ترلاسه کول يې ګران شوي، ځايي اوسېدونکي وایي


د انګرېزۍ ژبې ورځپاڼه ډان ليکي په پاکستان کې شخصي د تېلو کمپنيو په نړيوال مارکيټ کې تېل اخستل بند کړي دي او د ملک دننه موجد سټاک يا له وړاندې موجود تېل يې هم ختم کړي دي
د انګرېزۍ ژبې ورځپاڼه ډان ليکي په پاکستان کې شخصي د تېلو کمپنيو په نړيوال مارکيټ کې تېل اخستل بند کړي دي او د ملک دننه موجد سټاک يا له وړاندې موجود تېل يې هم ختم کړي دي

په خېبرپښتونخوا کې د پټرولو نه ترلاسه کېدو له امله ځايي اوسېدونکي د ستونزو سره مخامخ دی خو د پټروليم اېسوسي اېشن غړي وايي شخصي کمپنۍ دوی ته تېل نه ورکوي چې یې کمی رامنځته شوی دی.

دا کمی په داسې حال کې مخې ته راغلی چې څو ورځې وړاندې د پاکستان مرکزي اقتصادي کمېټۍ د تېلو مصنوعاتو په بيعو کې د لیټر په سر د اوو روپو نه تر ۱۱ روپۍ کمي اعلان کړی.

يو ځايي اوسېدونکی محسن علي وايي د موټرسايکل لپاره هم په پمپونو کې تېل نشته او دا په خصوصي توګه له هغې وروسته چې کله د تېلو بيعې کمې شوې دي. د دوی په سيمه کې څلور پمپونه دي خو په يو کې هم تېل نه ورکول کېږي.

محسن علي دا ګيله هم کوي چې په ځينو ځايونو کې تېل شته خو د حکومت له خوا چې کوم نرخونه اعلان شوي په هغه نرخونو نه ورکول کېږي.

د مرکزي حکومت له خوا د تېلو په بيعو کې د کمي وړاندې د پاکستان پټروليم ډوېژن اقتصادي رابطه کمېټۍ ته ويلي وو د جون د ۱۵مې پورې خپله فېصله وځنډوي ځکه چې دا به په هېواد کې د تېلو د رسد ستونزه مخې ته راولي.

د ياد وړ ده چې په نړيواله کچه د کرونا وبا له امله په منډهۍ کې د خام تېلو بيعې ډېرې ټيټې شوې دي.

د انګرېزۍ ژبې ورځپاڼه ډان ليکي په پاکستان کې شخصي د تېلو کمپنيو په نړيوال مارکيټ کې تېل اخستل بند کړي دي او د ملک دننه موجد سټاک يا له وړاندې موجود تېل يې هم ختم کړي دي.

د دې ترڅنګ د خېبرپښتونخوا په مردان ضلع کې د پټروليم اېسوسي اېشن عمومي سېکتر شوکت علي دعوه لري چې د شخصي کمپنيو سره اوس هم سټاک موجود دی خو پټرول پمپونو ته تېل ورکول بند کړی شوي دي او دا وخت يواځې د پاکستان سرکاري ادارې (پي اېس او) له خوا تېل ورکول کېږي خو دا وخت حالات داسې دي چې يواځې دغه کمپني د خلکو ضرورتونه نه شي پوره کولی.

ځايي اوسېدونکي دا تور هم لګوي چې وړاندې کله هم د پټرولو بيعې زياتې شوې وې نو شخصي کمپنيو د دې نه ګټې ترلاسه کړې وې خو اوس چې بيعې کمې شوي نو دغه کمپنۍ د تېلو خرڅولو ته تيارې نه دي.

بل اړخ ته د حکومت له خوا په بېلا بېلو ضلعو کې سرکاري مامورين د پټرولو په پمپونو چاپې هم وهي چې داسې د تېلو په کمي او د خلکو په ستونزو قابو ومومي خو لا هم دغه ستونزې حل شوې نه دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG