لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان په کرمه قبایلي سیمه کې ډرون د حقاني ډلې څلور مشکوک وسله وال و‏ژلي


امریکې حقاني ډله ترهگر تنظیم ټاکلی دی. په دې تصویر کې هغه اشتهار لیدل کیږي چې د امریکې تحقیقاتي ادارې ایف بي ايي د سراج الدین حقاني د نیولو په اړه چاپ کړی
امریکې حقاني ډله ترهگر تنظیم ټاکلی دی. په دې تصویر کې هغه اشتهار لیدل کیږي چې د امریکې تحقیقاتي ادارې ایف بي ايي د سراج الدین حقاني د نیولو په اړه چاپ کړی

د افغانستان د پولې سره نژدې د پاکستان په کرمه قبایلي سېمه کې بې پایلټه هوايي جهاز یا ډرون د حقاني ډلې څلور مشکوک وسله وال وژلي دي.

د سرحد په تحفظ مامور پاکستاني سرچینو وي او ای ډیوه ته وویل د گل، دوشنبې، په ورځ شوي حمله کې ډرون د غوز گړي په نوم سېمه کې یو انگڼ په اووه مزایلو ویشتلو چې د حقاني ډلې د مشکوک وسله والو مرکز و.

سرچینو په وینا په دغه انگڼ کې څلور مشکوک وسله وال ووژل شو چې یو پکې د ابوبکر افغاني په نوم یادیدو. ویل کیږي ابوبکر افغاني د حقاني ډلې په مهمو کمانډرانو کې شامل و.

د افغانستان په پوله د کرمې په دغه سېمه کې د ډرون حملې رپورټ په داسې حال کې مخې ته راغلی چې تیره هفته پاکستاني ځواکونو هلته د وسله والو د ولقې نه د کینیډا شهري جاشوه بویل، د هغه امریکايي میرمن کیټلین کولمین او د دوي درې ماشومان رازاد کړل.

دغه کورنۍ وسله والو په افغانستان کې په کال ٢٠١٢ کې تښتولي وه.

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ ویلي تښتول شوي کسان د حقاني ډلې په ولقه کې وو.

د اتوار، یکشنبې، په ورځ په کرمه کې د پاکستان پوځ څلور عسکر په یو چاودنه کې ووژل شو.

د پاکستان پوځ ویلي عسکر یې په هغه سېمه کې د لټون د عملیاتو په مهال ووژل شو چرته چې یاد شوي خارجیان ازاد کړي شوي وو.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG