لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کرمې ضلعې د پارلېمنټ غړي وايي د حلقې ۵۰ پورې کسان يې سعودي عرب او متحده امارتو نیولي دي


د وي او ای ډيوه د پاکستان د متعلقه چارواکو سره په دې مسله رابطه ونه شوه خو د کرمې ضلعې په پارلېمان کې نماينده ايم اېن ای ساجد طوري وي او ای ډیوه ته وويل تر څه حده په سعودي عرب کې د نيول شويو کسانو درک لګېدلی خو په اماراتو کې د کسانو درک نه معلومیږي
د وي او ای ډيوه د پاکستان د متعلقه چارواکو سره په دې مسله رابطه ونه شوه خو د کرمې ضلعې په پارلېمان کې نماينده ايم اېن ای ساجد طوري وي او ای ډیوه ته وويل تر څه حده په سعودي عرب کې د نيول شويو کسانو درک لګېدلی خو په اماراتو کې د کسانو درک نه معلومیږي

د خېبر پښتونخوا د کرم ضلعې قریباً ۳۰ خواریکښ په سعودي عرب کې او قریبًا ۲۷ د متحده عرب اماراتو په بېلا بېلو ښارونو کې د نامعلومه وجوهاتو په بنیاد امنيتي يا د قانون عملي کولو ادارو په خپله ولقه کې اخستي دي.

د کرم قبايلي ضلعې د قامي اسمبلۍ غړي ساجد حسين طوري او د علاقې سېنېټر سجاد حسين طوري دواړو اړونده سفارت خانو او د پاکستاني حکومتي ادارو ته ليکل شوي خواستونو کې هم د دغه پاکستاني وګړو د درک لګولو، د هغوي د جرم معلومولو او هغوي ته د قانوني مرستې ورکولو غوښتنه کړې.

د وي او ای ډيوه د پاکستان د متعلقه چارواکو سره په دې مسله رابطه ونه شوه خو د کرمې ضلعې د خلکو په پارلېمان کې نماينده ايم اېن ای ساجد طوري وي او ای ډیوه ته وويل د دوی د ټولو پاکستاني متعلقه ادارو سره په دې مسله رابطه شوې ده او دوی تر څه حده په سعودي عرب کې د نيول شويو کسانو درک لګولی خو په اماراتو کې د نيول شويو کسانو څه درک نه لګي او دوي دغه کسانو له قانوني مرسته ورکولو د پاره او د دوی درک د پاره خپلې هڅې کوي. "مونږ به دا سر ته رسوو خو تر اوسه پورې هغوي (امارات) ته هم پوره ښکاره نه ده چې له څه وجې دوي ولقه کې اخستی شوي دي، مونږ هغې کې هم هڅې کوو، او چې کوم د سعودي عرب واله دي د هغوي د لوري دا جواب راغلو چې کوم خلک ولقه کې اخستلی شوي دي د هغه ځای څه قانون او اصول دي دوي به هغه څاري، د هغې وروستو کېدېشي چې عدالت ته مخا مخ شي. نو د متحده عرب اماراتو واله خو لا تر وسه څه درک نه دی لګېدلی خو د سعودي واله څه نه څه درک ولګېدو"

د ساجد حسين طوري له خوا ورکړی شوي خواست تر مخه څه دېرش کسان د سعودي عرب د رياض، خوبیر، دمام او جبل ښارونو کې نيولی شوي دي. او د پاکستان خارجه وزارت ته ليکلی شوي خط کې ده خپل حلقې د کسانو پحقله ويلي دي چې دوي چرته هم قانون نه و مات کړی او نه چرته په څه جرم کې ککړ وو.

هم دغه رنګ د روانې مياشتې په شپاړلسمې نېټې یعنې په شپاړلسم اکتوبر باندې په ابو دبي او دوبۍ کې هم په نامعلومه وجوهاتو د قانون عملي کولو ادارو څه اووه ويشت کسان نيولي دي چې د ټولو تعلق د کرمې قبايلي ضلعې سره دی.

د کرمي قبايلي ضلعې يو ځايي مشر او د پاړه چنار امن کمېټۍ مشر حاجي فقير حسين چې خپل زوی يې هم په دغه نیول شویو کسانو کې شامل دی وي او ای ډيوه ته یې وويل د یقین دی چې زوی یې بې ګناه دی.
"زما زوي دی، هغه خپل کاروبار کولو، څه (غېر قانوني) کارونه پې نه وو. هغوي به پلټنې کړې وي او يا به کوي، پته به يې ولګي."

فقیرحسین وویل " د پاکستان حکومت ته زمونږ خواست دی چې څومره ښه طريقې سره او څومره زر کېدېشي (د دوي مرستې له ګامونه واخلي). که هغوي يې ملک نه وباڅي، که بل څه کوي. مونږ په دې هغوي ته خواست نه کوو چې هغه د هغوي ملک دی، خپله خوښه يې ده چې څوک وباڅي، څوک پرېږدي او څوک نه پرېږدي خو مونږ دومره وايو چې پلټنې يې وشي، پينځلس ورځې يې وشوې د هغوي دومره هم درک نه لګي چې چرته دي او چرته نه دي. زمونږ ټولو ته خواست دی چې په دې معامله کې دلچسپي واخلي او دا خبره هم ورته کوو چې د هغوي حکومت سره دا خبره وکړي."

د کرم قبايلي ضلعې سېنېتر سجاد حسين طوري هم د پاکستان د حکومت نه د دغه نيولی شوي کسانو درک لګولو خواست کړی دی او ويلي دي چې دغه ټول کسان مزدوران وو او د غريبو کورونو سره يې تعلق لرلو او مزدوري کولو له دغه ملکونو ته تلي وو.

"مونږ له چې کوم نومونه خلکو راکړي دي هغه څه څلوېښت پنځوس دي خو دې نه سېوا دا کوم خلک يې چې نيولي دي نو دا دوه دوه نيم سوه دي، بې درکه شوي دي، په دې لړ کې مونږ د بهرنو چارو د وزير شاه محمود قرېشي سره خبرې کړې دي او هغه دا باور راکړی دی او زه غواړمه چې په دې معامله کې د پاکستان وزيراعظم سره هم ووينم او خبره ورسره وکړمه ".

سېنېتر سجاد حسين طوري وايي په سعودي کې چې امنيتي ادارو کوم خلک نيولي دي هغې کې د ځينو د خپلو کورنو رابطه شوې ده، خبرې اترې يې شوي دي او ځينې داسې دي چې تر اوسه پورې د هغوي د خپلو کورنو سره څه قسمه رابطه هم نه ده شوې.

هغه وايي چې د پاکستان د سېنېت د چيرمېن هم د سعودي او متحده عرب اماراتو د سفيرانو سره په دې لړ کې خبره شوې ده او مونږ باوري يو چې دا مسله به زر هواره شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG