لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لکي مروت : په پوځي کيمپ بريد کې دعسکرو پشمول 35 کسان وژل شوي


دپاکستان دخيبرپښتونخوا دلکي مروت په سرائى نورنگ تحصيل کې دخالي په شپه وسله والو جنگيالو دامنيتي ځواکونو په يو کيمپ بريد کړى چې پکې د13ؤ عسکرو پشمول 35 کسان وژل شوي دي.
دامنيتي سرچينو ترمخه دجمعې او خالي په مينځ شپه ناوخته په لسگونو جنگيالو په سرائى نورنگ سيمه کې دامنيتي ځواکونو په کيمپ په درنو او خودکاره وسلو سره بريد کړى.
دسرچينو ترمخه دبريدپه مهال دوسله والو جنگيالو اؤ امنيتي ځواکوو ترمينځ تر څو ساعتو نښته روانه وه چې پکې 12 جنگيالي او 13 پوځيان وژل شوي دي.
په وژل شوؤ کې 9 پوځيان اؤ څلور دايف سي عسکر ښودل کيږي.
سرچينې زياتوي چې بريد کې 8 پاکستاني عسکر ژوبل شوي هم دي چې دعلاج لپاره کمباؤنډ ملټري هسپتال بنو او پيښور ته رسول شوي دي.
امنيتي ځواکونو ادعا کړې چې دڅلورو هاغو تندلارو مړي يې پخپله قبضه کې اخستي چې خودکش جيکټونه يې اغوستي وؤ.
سينئر پوليس افسر عارف خان وزير دپيښې په اړه وئيلي دي چې بريد کې خواؤشا 40ؤ جنگيالو برخه اخستې وه.
ددغو نښتو په مهال 10 اولسي وگړي هاغه مهال ووژل شول کله چې يو ځانمرگي په يو نزدې موقعيت لرونکي کور کې په ځان پسې تړلي چاؤديدونکي مواد وچول.
خو بيا ځينې سرچينې دا هم وائي چې تندلارو دامنيتي ځواکونو دکيمپ سره نزدې په دغه کور راکټونه داغلي چې له امله يې يادې شوې وژنې رامينځته شوي.
راپورونه وائي ددغه کوردننه په ترسره شوي ځانمرگي بريد کې چې کوم کسان وژ ل شوي په هغوي کې څلور سړي، درې ښځې او درې ماشومان شامل دي.
ددغه بريد مسؤليت طالبانو په غاړه اخستى اؤ وائي چې دهغوي يواځې څلور جنگيالي وژل شوي دي.
دپاکستاني طالبانو دتحريک وياند احسان الله احسان دبريد دمسؤليت په غاړه اخستى اؤ وئيلي يې دي چې بريد کې څلورو ځانمرگي بريدکوونکو برخه اخستې وه چې پکې درې وژل شوي او يو اوس هم مزاحمت کوي.
هغه دا هم وئيلي دي چې دغه بريد په شمالي وزيرستان کې دډرون بريدونو کې دهغوي ددوؤ کمانډرانو دوژنې انتقام ؤ.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG