لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په سلگونو پاکستاني ماشومان د اېډز ناروغۍ سره مخامخ شوي


 د وفاقي حکومت د صحت مشیر ظفر مرزا ویلي په لاړکانه کې په اېچ ايي وي اخته ماشومانو د علاج دپاره د بهر نه دوا راغوښتل شوې ده. هغه وویل په ملک د وایرس ضد وېکسین کم نه وو خو دا وخت د وایرس د کېسونو شمیره ډیره زیاته ده
د وفاقي حکومت د صحت مشیر ظفر مرزا ویلي په لاړکانه کې په اېچ ايي وي اخته ماشومانو د علاج دپاره د بهر نه دوا راغوښتل شوې ده. هغه وویل په ملک د وایرس ضد وېکسین کم نه وو خو دا وخت د وایرس د کېسونو شمیره ډیره زیاته ده

د صحت نړیوالې ادارې ورلډ هېلت ارگنایزیشن ویلي د سند صوبې په لاړکانه ضلع کې د سلگونو په شمیره کې ماشومان د اېډز ناروغي جوړونکي اېچ ايي وي وایرس ښکار شوې دي او د زیاترو مریضانو علاج نشي کېدلی ځکه چې په پاکستان کې دومره وېکسین نشته چې د ټولو ناروغانو پوره شي.

د چارواکو په وینا په لاړکانه کې په تېرو شپږه هفتو کې په ٧٨٥ کسانو د اېچ ايي وي وایرس موندل شوی دی. په دغو کسانو ٦٥٠ ماشومان دي. د شا او خوا ټولو ماشومانو په مېندو پلرونو کې دا وایرس نه دی موندل شوی.

ډبلیو اېچ او د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په ټوېټر وویل په اېچ ايي وي ٦٥٠ ماشومانو کې یوازې ۴٣ فیصد ماشومانو ته د ايچ ايي وي ضد وېکسین ورکول کیږي. ادارې وویل ٢۴٠ ماشومانو ته د جولايي د ١٥ نېټټې پورې وېکسین ورکړی کېدی شي او د دوې وروسته به د دغه دوا ذخیره ختمه شي.

په لاړکانه کې د اېچ ايي وي د ورستیو پېښو نه وړاندې په پاکستان کې د ١٠٠٠ نه څه لږ زیات ماشومان دې ناروغۍ وهلي وو.

د اپرېل د میاشت ٢٥ نېټې څخه کله چې په لاړکانه کې په ځینو خلکو د ايچ ايي وي وایرس وموندل شو، چارواکو هلته د ٢٧٠٠٠ کسانو د ویني معاینه کړې ده.

د چارواکو په وینا د انتقال غېر محفوظې طریقې، د ککړو ستنو بیا استعمال او د جراسیمو د خپرېدو مخه نه نیول په لاړکانه کې د ايچ ايي وي وبا ځینې بنیادي اسباب دي. خو د ډبلیو اېچ او او د امریکې ماهرین په سیمه کې د ايچ ايي وي د وایرس خوریدو لامله معلومولو په لړ کې په سیمه کې دي او امکان دی چې د جمعې په ورځ خپلې پایلې په څرگندې کړي.

په کومه سیمه کې چې دغه ناروغي موندل شوې ده، هلته گرمي زیاته وي، پاخه سړکونه نشته او د تگ راتگ اسانتیاوې هم نشته نو خلک د اېچ ايي وي د ټېسټ دپاره په اسانه د صحت مرکزونو ته ځانونه نشي رسولی.

د وفاقي حکومت د صحت مشیر ظفر مرزا ویلي په لاړکانه کې په اېچ ايي وي اخته ماشومانو د علاج دپاره د بهر نه دوا راغوښتل شوې ده. هغه وویل په ملک د وایرس ضد وېکسین کم نه وو خو دا وخت د وایرس د کېسونو شمیره ډیره زیاته ده.

د ډبلیو اېچ او یو چارواکې وي او ای ته تصدیق وکړو چې د اېتوپیا نه راغوښتل شوي دوا پاکستان ته په لاره ده او په لاړکانه کې به د اېچ ايي وي وایرس ځپلې ماشومانو ته ورکولی شي.

په کال ٢٠١٧ کې په پاکستان کې د اېچ ايي وي ٢٠،٠٠٠ کېسونه رپورټ شوي وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG