لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رحمان ملک : په ملالې بريد کې ککړ د ملزم چنغله نیول شوې


د ملاله پلار، مور او روڼه د هغې سره هسپتال کې ناست دي
د ملاله پلار، مور او روڼه د هغې سره هسپتال کې ناست دي
دپاکستان دکورنو چارو وزير رحمان ملک دشورو په ورځ وئيلي دي چې په ١٥ کلنې طالب علمې ملالې يوسفزۍ بريد کې د ککړ مرکزي ملزم عطاء الله چنغله او ځنې نور کسان نيول شوي دي.
د برطانیه بې بې سې خبرې ادارې سره مرکه رحمان ملک په ډاگه کړه چې د عطاء الله چنغله نيول شوې ده.
راپورونه وائي سوات ته دتللو څخه وړاندې عطاء الله دافغانستان څخه پاکستان ته وراوړيدلى ؤ، په ٩م اکتوبر دسوات انتظامي مرکز مينگوره کې دملالې يوسفزۍ دوژنې دهڅې وروستو هغه تيښته کې بريالى شوى دی.
عطاء الله چې دسوات اوسيدونکى دى پوليسو په ملالې دډزو پيښه کې مرکزي ملزم گرځولى.
پوليس وائي دتندلاريتوب په هلو ځلو کې دشامليدو څخه وړاندې هغه په کيمسټرۍ کې دماسټر دډگرۍ لپاره مطالعه کوله او دسوات په جهانزيب کالج کې يې په فزکس کې بيچلر اف سائنس کړىؤ.
افغانستان څخه د سوات دطالبانو دپخواني مشر ملا فضل الله دسپارنې دغوښتنې په اړه ديوې پوښتنې په ځواب کې دکورنو چارو وزير وويل دپاکستان حکومت نۀ يواځې دا چې په دغه اړه افغان صدر حامد کرزي سره خبرې کړي بلکې دافغان حکومت ته يې دهغه دسپارلو لپاره تحريري غوښتنه کړې.
رحمان ملک وويل تر دې مهاله افغان حکومت ددغه غوښتنې په ځواب کې څه نۀ دي وئيلي.
هغه وويل بايد په شمالي وزيرستان کې دپوځي عملياتو لپاره په ملالې يوسفزۍ ترسره شوى بريد دجواز په توگه ونۀ کارول شي.
هغه وويل ديوې پوځي کارروايۍ پيل کولو څخه وړاندې نورو گڼو اړخونو ته دکتلو ضرورت وي چې پکې دسيمه ييزو خلکو امنيت پسر کې وي.
دپاکستان دکورنو چارو وزير رحمان ملک دطالبانو بريد کې دژوبل شوې ملالې يوسفزۍ دپوښتنې لپاره برطانيې ته ورغلى ؤ.
ښاغلى ملک وائي چې اوس دملالې يوسفزۍ حالت ښه دى ، هغې ته داحتياط او علاج ضرورت دى.
درحمان ملک په وينا په ملالې بريدکوونکي دځانگړي ذهنيت لرونکي دي ، هغوي دښځو دتعليم خلاف دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG