دپاکستان دقومي امن ايوارډ گټونکې ملاله يوسفزۍ دنهې په ورځ دنامعلومو وسله والو په ډزو کې سخته ژوبل شوې او ډاکټران دهغې دژوند بچ کولو هڅې کوي.
پوليس وائي ملاله يوسفزۍ په سوات کې دسکول څخه کور ته روانه وه چې مينگوره ښار کې دهغې دسکول په گاډي نامعلومو وسله والو ناتاره ډزې وکړې.
په دغه ډزو کې 14 کلنه ملاله يوسفزۍ او دهغې دوه نورې دسبق ملگرې ژوبل شوي دي.
ژوبل شوې طالب علمانې په سمدستي ډول دعلاج معالجې لپاره دسيدو شريف روغتون ته رسول شوي دي.
سرچينې وائي ملاله يوسفزۍ دوه ډزه لگيدلې ، چې يوه گولۍ يې په مرۍ کې هم ښخه شوې ده او ډاکټران دهغې دژوند بچ کولو په هڅو کې بوخت دي.
پاکستاني مطبوعات وائي طالبانو په ملالې د حملې ذمه واري په غاړه اخستې ده. د طالبانو یو ترجمان احسان الله احسان مطبوعاتو ته وئیلي په ملالې يي حمله ځکه کړې چې هغې د طالبانو خلاف او د بې دینې نظربيي او سیکولر ازم پروپینگډه یا تبلیغات کول.
ملاله يوسفزۍ هاغه ماشومه ده چې کله په کال 2009م کې دخيبرپښتونخوا په سوات سيمه کې دوسله والو ياغيانو په ضد امنيتي ځواکونو عمليات پيل کول نو دهغې څخه دمخه دسوات ټول واک په غيراعلانيه ډول وسله والو جنگيالو په لاس کې نيولى ؤ او په دغه مهال نۀ يواځې ملالې يوسفزۍ دطالبانو لخوا په تعليم دايښودل شوي قدغن باوجود خپلو زده کړو ته دوام ورکړى ؤ ، بلکې ديوې ډائرۍ ليکلو له لارې يې نړيوال هم دسوات دوضعيت څخه خبرساتل.
دهغې په دغه جرائت وروستو دهالينډ يوې بين المللي موسيسې کډز رائټس ، دټولې نړۍ څخه په غوره کړل شوؤ پينځوؤ ماشومانو کې ملالې يوسفزۍ ته هم دامن نړيواله جائزه ورکړې وه.
وروستو دپاکستان حکومت هم هغې ته دامن ملي ايوارډ ورکړى ؤ.
تیرکال پیښور کې د زنانه ؤ د حقوقو په حقله د یوې دستورې په مهال ملالې پښیور کې د وائس او اف امریکا ډیوه ریډیو خبریال مدثرشاه سره د ښځو د حقوقو په باره کې د خپل نظر څرگندونه کړې ده، تاسو يي دلته اوریدی شۍ: