لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوچستان یو تن وايي د خوښې د واده په خواهش ترې پلار او روڼو سترگې ویستې


Loralai 2
Loralai 2

د پاکستان د بلوچستان صوبې په لورالاي سیمه کې د خپلې خوښې جینۍ سره د کوژدن کولو په خواهش پلار او وروڼو د یوځوان هلک نه دواړه سترګې ویستي.

د کویټې په یو ځاي هسپتال کې د علاج د لاندې ۲۲ کلن عبدالباقي ویلي هغه د خپلې خوښې جینۍ سره واده کول غوښتل او دا چې د جینۍ کور خلک هم دده سره خپلولۍ ته راضي و.

نوموړي وي او ای ډیو ریډیو او ټي وي سره د خبرو په وخت وویل پلار ورته وویل چې نور وروڼه يې د ده د خپلولۍ په سر د مشورې لپاره راغوښتي خو چې کله دی د مشورې لپاره ورغلو نو پلار او وروڼو د وهلو اوټکولو په وخت دده نه یو سترګه اویستله. عبدالباقي وايی پلار او وروڼو ته يې ډېر منت وکړو چې دویمه سترګه ترې نه وباسي خو زیاتوي په وهلو او ټکولو يې ترې بله سترګه هم اوویستله.

عبدالباقي ډیوه ریډیو ته وویل پلار او وروڼو يې په ده د ظلم په وخت مور په بله کوټه کې بنده کړې وه.

د لورالاي د پولیسو یو ځايي مشر نورمحمد بړیڅ ډیوه ریډیو ته وویل په پېښه کې ککړ درې کسان نیول شوي او خلاف یې په تهاڼه کې لومړی رپورټ یا ایف آي آر درج کړی شوی دی. د پولیسو مشر ویلي په عبدالباقي باندې زور زیاتي کولو کې دهغه پلار او دوه وروڼه ککړدي.

د بلوچستان په زیاتره برخو کې سخت قبایلي دود دستورونه دي چرته چې د خپلې خوښې واده ته په بده سترګه کتلی کیږي او اکثرهلکان او جینکۍ د مورپلار او یا کورنۍ په خوښه ودونه کوي. په ډېرو ځایونو کې د جینۍ د کویژدن په وخت د هغې نه تپوس پوښتنه نه کیږي خو د خپلې خوښې جینۍ سره د کویژدن او یا واده کولو په سر د یو هلک خلاف دومره زیات تشدد کولو داسې پېښې ډېرې کمې رامنځ ته کیږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG