لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې په تېرو پنځو کلونو کې ٢٦ خبریالان وژل شوې


په دې پخواني تصویر کې خبریالان د پارلېمنټ مخې د خپل تحفظ په حق مظاهره کوي
په دې پخواني تصویر کې خبریالان د پارلېمنټ مخې د خپل تحفظ په حق مظاهره کوي

په پاکستان کې د صحافت او رای د اظهار لپاره کار کونکې غير حکومتي ادارې فریډيم نيټ ورک ويلې چې په تيرو پينځو کلونو کې په پاکستان کې ٢٦ خبريالان وژلې شودي خو يواځې د يو خبريال قاتلو ته سزا اورولې شوې ده .

د خبريالانو پرضد د جرمونو څخه د معفيت د سرخط لاندې د فريډيم نيټ ورک د کال ٢٠١٨ دا رپورټ وايي څيړونو ښکاره کړې چې د کال ٢٠١٣ او د کال ٢٠١٨ ترمنځ وخت کې ٢٦ خبريالان وژلې شويدي، چې پکې ١٨ د پرنټ میډیا یا لکه د ورځپاڼو چاپ کیدونکي مطبوعاتو او اته خبريالانو د اليکټرانکي مطبوعاتو یا ټېلې وژن او ریډیو سره کار کولو.

رپورټ وايي پنجاب ايالت کې د تيرو پينځو کلونو په مهال اته صحافيان او خيبرپښتونخوا کې اووه خبريالان وژلې شوي دي او دا شميرې په ډاګه کوي چې پنجاب د صحافت لپاره تر ټولو خطرناکه صوبه ده.

فريډيم نيټ ورک په خپل رپورټ کې مخکې ليکي چې په تيرو پينځو کلونو کې وژلې شویو خبريالانو کې يواځې د ١٦ خبريالانو مقدمې عدالتونو ته استول شوي دي او دغه ١٦ قضيو کې د اووه خبريلانو د مقومو پريکړې مخې ته راغلي او يواځې د يو صحافي قاتل ته سزا اورول شوي ده.

رپورټ وايي د خبريلانو قاتلانو ته د سزا نه ورکړی کیدلو کچه يا شرح د نړې د نورو هېوادونو زياته ده .

د فريډيم نيټ ورک مشر او د صحافيانو د نړيوال تنظيم رپورټرز وده اووټ بارډرز غړی اقبال خټک وايي د خبريلانو هدفي وژنې دوامداره دي او هغوي ته د دهړکو لړۍ مخ په زياتيدو ده خو د پاکستان قانوي او د قِضا نظام خبريلانو ته په انصاف ورکولو کې ناکامه شوی دی.

ډيوه ريډيو سره پدغه راپور خپله څيړنه کې اقبال خټک وايي په دې رپورټ کې هغه علتونو په ګوته شوي چې ولې د خبريلانو قاتلان د سزا نه بچ پاې کیږي.

هغه وايي پدغه ٢٦ مقدمو کې پوليسو يواځې د ١٦قضيو چالانونه بشپړ کړي او محکمو ته یې وړاندې کړي .دا پدې معني چې کوم کار په پنځلسو ورځو کې کول پکار وو هغه په پينځه کاله موده کې ترسره کړې شوی دی.

اقبال خټک وايي که چېرې دغه نظام روان وي او خبريلان وژل کيږي او قاتلان یې د سزا نه بچ ګرځي نو لرې نه ده چې په پاکستان کې به صحافت بيخي ختم شي .

فريډيم نيټ ورک دې رپورټ کې د صحافيانو پرضد د جرمونو څخه د معفيت د چاپريال د ختمون لپاره څلور وړنديزونه هم کړي چې په کې د مرکز او َصوبو په کچه قانونو باندې عمل کول او د صحافيانو پرضد د جرمونو د مقذمو د پيروې لپاره د ځانګړي حکومتي وکيلانو ګمارل شامل دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG