لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پي اېف يو جی: په پاکستان کې په مطبوعاتو د قدغنونو منظم جنګ شروع شوی


اکستان فېډرل يونين اف جرنلسټس دا بيان په داسې حال کې جاري کړی چې په وروستیو د دوو صحافيانو بلال فاروقي او ابصار عالم پرضد د فساد خپرولو او د غدارۍ په الزاماتو مقدمې درج کړی شوي او د فريډم نېټ ورک ترمخه په تېر يو کال کې اووه صحافيان وژل شوي دي
اکستان فېډرل يونين اف جرنلسټس دا بيان په داسې حال کې جاري کړی چې په وروستیو د دوو صحافيانو بلال فاروقي او ابصار عالم پرضد د فساد خپرولو او د غدارۍ په الزاماتو مقدمې درج کړی شوي او د فريډم نېټ ورک ترمخه په تېر يو کال کې اووه صحافيان وژل شوي دي

په پاکستان کې د صحافيانو لوی تنظیم پاکستان فېډرل يونين اف جرنلسټس وايي چې د حکومت او مېډيا مخالف طاقتونو د اظهار په ازادۍ د قدغونو لګولو لپاره يو منظم جنګ پېل کړی او د مېډيا ادارې مجبورې دي چې دوی هم دریځ ومني.

په کوټه کې د پاکستان فېډرل يونين اف جرنلسټس د درې ورځنۍ غنډې وروسته اعلامیه کې وویل د مېډيا مخالف طاقتونو د مېډيا غږ خاموشه کوولو دپاره د غېر اعلانيه سنسرشپ، مالي مشکلاتو او د خبريالانو د اغوا او په هغوي د تشدد ترڅنګ هره حربه کاروي.

د پاکستان حکومت او وزیر اعظم عمران خان پرله‌ پسې په مېډيا د سنسرشپ تورونه ردوي او واکمن تحریک انصاف ګوند حکومت وايي هغوي د مطبوعاتو په اذادۍ پوره باور لري.

پاکستان فېډرل يونين اف جرنلسټس دا بيان په داسې حال کې جاري کړی چې په وروستیو د دوو صحافيانو بلال فاروقي او ابصار عالم پرضد د فساد خپرولو او د غدارۍ په الزاماتو مقدمې درج کړی شوي او د فريډم نېټ ورک ترمخه په تېر يو کال کې اووه صحافيان وژل شوي دي.

په اسلام اباد کې د شخصي ټى وي چېنل جيو نيوز کارکونکی خبريال اعزاز سید وايي چې پاکستان کې دا وخت صحافيان د دريو بنيادي مسلو سره مخامخ دي چې پکې د بې روزګاره کيدو وېره، د معاش نه ورکړی کېدو غم او ژوند ته پېش ګواښونه شامل دي.

د بلوچستان يونين اف جرنلسټس مشر اېوب ترين وايي يواځي په کوټه ښار کې د تېر يو کال په مخال 100 صحافيان بې روزګاره شوی دي او په تيرو شل کاله 44 خبريالان وژل شوي هم دى. په ورستیو ورځو کې ملل متحده هم په پاکستان کې د خبريالانو او بشري حقونو د فعالينو پرضد زياتېدونکو ګواښونو او بريدونو باندې هم تشويش څرګند کړی و.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG