لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستاني خبریالان: عمران خان دې په هیواد کې د مطبوعاتو د ازادۍ په اړه رېښیتا ووايي


په واشنگټن کې د صدر ډانلډ ټرمپ سره شریکې خبري غونډې ته عمران خان وویل په پاکستان کې په مطبوعاتو د بندیزونو خبره کول ټوکه ده
په واشنگټن کې د صدر ډانلډ ټرمپ سره شریکې خبري غونډې ته عمران خان وویل په پاکستان کې په مطبوعاتو د بندیزونو خبره کول ټوکه ده

پاکستان کې د خبريا لانو تنظيمونو د وزير اعظم عمران خان دا دعوې رد کړي چې په هېواد کې مطبوعات ازاد دي. صحافتي تنظیمونه وايی په پاکستان کې داسې قدغنونه لګول شوي دي چې د خبریالانو لپاره ساه اخیستل هم ګران شوې دي.

عمران خان د امریکې د سفر په مهال په واشنګتن کې په بيله بيلو موقعو پاکستان کې په ميډيا د قدغنونو خبره رد کړه. هغه وویل په پاکستان ميډيا د ضرورت ته زياته ازادي لري او پکار ده چې د څارنې ادارې دلارې پرې قابو ومندل شي.

پاکستان کې د خبريالانو د نړيوال تنظيم کميټي ټو پروټېکټ جرنلسټس مشر اقبال خټک د وزير اعظم په بيان مايوسي ښکاره کړه او وي او ای ډیوه ته یې وویل د ازاد صحافت په بابله ځمکني حقايق يو څه واي او وزير اعظم پل څه.

ښاغلي خټک وویل دوی گوري چې هغه صحافيان چې په خپل اخبار کې څه نه شي ليکلی نو هغه د ان لاين پليټ فارم څخه خپله رای ورکوي خو هلته هم د هغه د پيکا قانون کارول کيږي.

په پاکستان کې د خبریالانو تر ټولو لوې اتحاد پاکستان يونين اف جرنلسټس مشر افضل بټ واي د هېواد په ميډيا د بنديزونو نه ماشوم ماشوم خبر دی.

هغه وویل په ميډيا د سنرشپ نه د وزيراعظم بې خبري ښاي چې دا هر څه اسټپلشمنټ کوي او وزير اعظم هغه څه واي چې څه ورته اسټبلشمنټ وايي.

دا پداسې حال کې چې د هېواد مخالف سياسي ګوندونو هم ورځ تر بله په ميډيا د قدغنونو پرضد سپريم کورټ ته تګ تابيا کړې.

د پاکستان يونين اف جرنلسټس د سوري د لاندې د دې مياشت په ١٦ نيټه ګرد هېواد کې توره ورځ نمانځلې وه او احتجاجونه یې کړي وو.

افضل بټ واي پاکستان کې خبريالان د تاريخ د ناوړه سنرشپ سره او تردې چې په خبر کې د زير زبر پيش هم څارنه کيږي. افضل بټ وویل وزيراعظم له پکار وو چې ريښتيا یې ويلي وو .

افبال خټک واي دا وخت چې په پاکستان کې د ميډيا کوم حالات دي داسې حال د پوځي حکومتونو په واکمنۍ کې هم نه ليدل کيدل .

د خبريالانو د حقونو د څار نړيوال تنظيم رپورټر ود اوټ بارډر په خپل ورستي رپورټ کې هم پاکستان د خبريالانو دپاره خطرناک هېواد ګرځولې او ويلي که څه هم د صحافيانو په وژنو کې کمې راغلې خو ورسره د پوځ د فشار لاندې سنرشپ هم سيوا شوی.

please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG