لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د ایراني جنرل قاسم سلیماني د وژل کېدو نه پس حالاتو ته د پاکستان مېډیا ولې اندېښمنه ده؟


په عراق کې د ایران د سپاه قدس د مشر جنرال، قاسم سلیماني، وژل کېدل ځینو نړېوالو ته د امریکا او ایران ترمنځ د جگړې وېره رامېنځ ته کړله.

د پاکستان په مطبوعاتو کې که له یو اړخه د جنرل سلیماني د وژل کېدو په عواقبو خبرې کیږي، له بل اړخه د مشهورو اخبارونو په اداریو کې پر حکومت ټینگار شوی چې د ایران او امریکا په شخړې کې دې ځان نه شاملوي او بې طرفه دې پاته وي.

په پاکستان کې د غټو او مشهورو ورځپاڼو اداریو ته حکومت ارزښت ورکوي او پر هغو یې نظر دی.

د پاکستان انگریزۍ ژبې ورځپاڼې دې نیوز یوه اداریه لیکلې چې سرلیک یې "د جگړې ورېځې" دی او په هغه کې یې ویلي چې د جنرال قاسم سلیماني وژل کېدنې، پوره منطقه په ډېر کړکېچ کې اچولې ده.

اخبار زیاتوي چې د پاکستان دپاره حالات ډېر زیات نازک دي، ممکن د پاکستان اتحادیان، سعودي عرب او امریکا، فشار راوړي چې اسلام آباد د ایران خلاف د هغو د عمل ملاتړ وکړي. په اداریه کې دې ته هم اشاره شوې چې له ایرانه پس، د نړۍ د شیعه گانو تر ټولو زیاته آباتي په پاکستان کې ده، او په دې سره لازمه ده چې پاکستان له خپل نږدې گاونډي ایران سره ښه تعلقات وساتي.

د پاکستان بلې انگریزۍ ورځپاڼې، ډان هم یوه اداریه خپره کړې او په کې یې ویلي چې امریکا د جنرل سلیماني په وژلو سره نړۍ ته یو پیغام ورکړ، او هغه دا چې واشنگټن بین الاقوامي تعهدات په نظر کې نه ساتي او یوازې په هغو ضابطو عمل کوي چې خپلې یې دي.

ډان زیاتوي، ښکاره خبره ده چې د امریکا واکمنان د سلیماني په وژنه پښېمانه ندي او د جنرال باجوه سره له ټلیفوني خبرو وروسته، د امریکا د خارجه وزیر مایک پامپیو دا خبره چې د امریکایي گټو د ساتنې په برخه کې به یې اراده مضبوطه پاته وي، څرگندوي چې داسې عملونه به لا هم دوام پیدا کړي.

د پاکستان بلې انگریزۍ ورځپاڼې، اېکسپرس ټرېبیون هم د ایران په تړاو حالاتو باندې یو مضمون خپور کړی دی. په مضمون کې ویل شوي چې د پاکستان د قامي فېصلو چارواکي لا د وخته دې نتیجې ته رسېدلي چې پاکستان به د ایران او امریکا په اوسني جنجال کې نه شاملېږي، او دا سرې کرښې یې هم معلومې کړي چې د پاکستان له خاورې نه به د ایران خلاف کار نه اخیستل کیږي.

اېکسپرس ټریبیون د ریټاېرډ جنرل امجد شعیب له قوله لیکلي چې امریکا، هماغسې چې د 9/11 له حملو وروسته پر افغانستان د حملې په برخه کې د پاکستان کومک وغوښت، شاید دا ځل بیا هم د ایران خلاف د پاکستان مرسته وغواړي، خو (ر) جنرل شعېب زیاته کړې، هېڅ امکان یې نشته چې پاکستان دې امریکا ته د ایران خلاف د خپلې فضا او یا هوایي مرکزونو د استفادې اجازت ورکړي، ځکه د هغه په وینا، "په پاکستان کې به هېڅوک هم داسې فېصله ونه مني".

بل پلو، په پېښور پوهنتون کې د جرنلیزم د څانگې مشر او کارپوه فیض الله جان وایي د سلیماني له وژل کېدو وروسته، په پاکستاني مطبوعاتو کې دغو تبصرو او خبرونو ته غېرمعمولي ځای ورکولو تر شا هغه اندېښنې لیدل کیږي چې د پاکستان سره تړون لري.

نوموړي امریکا غږ ډېوه ته وویل: "د پاکستاني اخبارونو، د ټولو دریځ به تاسو ته تقریبا" یو رنگه ښکاري او د هغې یوه بنیادي وجه دا ده چې په پاکستان کې صرف مطبوعات نه، بلکې له خلکو سره هم یوه دا وېره پیدا شي چې خوا و شا ملکونو کې د امریکې له یو ملک سره د جنگ یوه خطره راپیدا شي، نو ټول، د تېرو څو کلونو د تجربې په بنیاد باندې په دې خبرې باندې پوه دي چې د هغې نتیجه د پاکستان دپاره خرابه وځي."

فیض الله جان زیاتوي چې له همدې سببه د پاکستان مطبوعات او خلک، د جنگ کومې خبرې چې روانې دي، په دې سبب ترې نه اېرېږي، او "وېره دا ده چې امریکا یوځل بیا په پاکستان باندې دومره فشار راوړي چې ورته ووایي مونږ ته لار راکړه یا مونږ ته چېرته هوایي ډگر راکړه."

XS
SM
MD
LG