لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حکومت په قامي سلامتیا کې د میډیا رول غواړي - خو څنگه؟


پاکستان په نړې کې د خبريلانو لپاره يو خطرناک هېواد ګڼل کيږي
پاکستان په نړې کې د خبريلانو لپاره يو خطرناک هېواد ګڼل کيږي

د فشارونو اوبندېزونو سره مخامخ د پاکستان په مطبوعاتو حکومت غږ کړی چې د قامي سلامتيا په خوندي ساتلو کې دې رول ولوبوي.

د کورونیو چارو نایب وزير شهريار اپريدي په اسلام اباد کې د زيارت، پنجنشبې، په ورځ د قامي سلامتيا او د مطبوعاتو د کردار په هکله يوې دستورې ته وينا کې د مطبوعاتو یا ميډيا په تګلارو ټکونه وکړل.

هغه وویل د قامي سلامتيا ساتنه يواځې د پوځ کار نه دې بلکې ميډيا او ټولنې له هم په دې کې مهم رول لوبول پکار دي.

د ښاغلي اپریدي د خبرو په اړه په راولپنډې او اسلام اباد کې د خبريالانو د اتحاديي صدر مبارک زيب وویل قامي سلامتيا يو پراخه موضوع ده او بايد چې د قامي سلامتيا تشریح په ډاګه کړې شي ځکه چې د هېواد ميډيا چېرې هم د قامي سلامتيا د ساتنې نه مخ نه دې اړولی.

مبارک زیب زیاته کړه د قامي سلامتيا په پلمه په ميډيا قدعنونه لګول د منلو وړ نه دي، که يو تن د هېواد د تګ لآرې په اړه بيان ورکوي نو هغه څنګه قامي سلامتيا ته خطر جوړيدی شي. هغه وویل وزير باید چې د قامي سلامتيا سپناوی وکړي.

دکورونیو چارو نایب وزير د هېواد په قامي سلامتيا کې د ميډيا د کردار په اړه خپل بيان په داسې حال کې ورکړې دی چې په ورستیو کې د پاکستان د ميډيا ادارو په سلګونو خبريالان د خپلو دندو څخه ګوښه کړي. مطبوعاتي ادارې وايي دا گام یې د مالی وسیلو د کموالي له امله اخیستی دی. خو د پاکستان خبريلان او د ميډيا د ازادۍ دپاره کارکونکي په سوشل ميډيا بحث کې ټکونه کوي چې د ميډيا ادارې هغه وتلې خبريالان وباسي چې د پوځ، عدالت او د حکومت د قانون نه په بالا چلند تنقيدي خبرونه او راې ورکوي.

د قآمي سلامتيا او ميډيا په کردار دغه دستورې ته وينا کې د اطلاعاتو مرکزي وزير فواد چوهدري وویل چې حکومت د هېواد شخصي ميډيا د څار او انتظام د مرکزي ادارې پيمرا د ختمولو پريکړه کړې ده او پرځای به یې د پاکستان ميډيا د ريګوليشن په نامه بله اداره جوړوي. خو پاکستان کې ورځپاڼو د مديرانو تنظيم د حکومت دغه مجوزه اداره ردوي او وايي دا د ميډيا د ازادې پرضد يو ګام دی.

پاکستان په نړې کې د خبريلانو لپاره يو خطرناک هېواد ګڼل کيږي.

په پاکستان کې د خبريلانو او ميډيا د ازادې لپاره کار کونکې غيردولتي تنظيم فريډيم نيټ ورک یو تازه رپورټ ویلي په تېر يو کال کې پينځه خبريالان وژل شوې دي. ادارې د خبريلانو د زورونې د ٤٠ فيصدي پيښو تر شا رياستي ادارو ته ګوتې نيولې دي.

د بشري حقونو نړيړال تنظيم ايمنسټي انټرنيشنل وايي په پاکستان کې د صحافيانو قاتلان اوس هم د سزا نه بچ ګرځي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG