لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: په پاکستان کې په انټرنېټ د رای ازادي محدوده شوي


خبريال اسد علي طور په خپله هم په ټولنیزو رسنیو د هېواد په ادارو پسې د وينا په تور کې د مقدمې سره مخ دی، وي او ای ډيوه ته وايي په تېر دوو کلونو کې د هېواد دننه ان لاېن قدغنونو کې بې کچه اضافه شوې ده
خبريال اسد علي طور په خپله هم په ټولنیزو رسنیو د هېواد په ادارو پسې د وينا په تور کې د مقدمې سره مخ دی، وي او ای ډيوه ته وايي په تېر دوو کلونو کې د هېواد دننه ان لاېن قدغنونو کې بې کچه اضافه شوې ده

په پاکستان کې د اظهار د ازادۍ لپاره کار کونکي غېر دولتي ادارې فريډم نېټ ورک د انټرنيت د نړیوالې ورځې په مناسبت جاري کړي خپل بېان کې وېلي چې په پاکستان ان لاېن د اختلاف او د رای د اظهار د ازادۍ لپاره زمينه را کمه شوې ده خو ورسره د کرکې وېناوې او د ډېجټل څارنې عمل زيات شوی دی.

فريډم نېټ ورک په خپل کليز رپورټ کې وېلې چې د پاکستان د مرکزي حکومت د جارحانه ګامونو لاندې نه يواځې مېډيا محدود کړې شوې ده بلکې د ټولنيز رابطو په وېب پاڼو او نور پلېت فارمز باندې په اظهار هم بندېزونه لګول شوي دي.

فريډم نېټ ورک پاکستان کې په ټولنيز رسينو د حکومتي قدغنونو په هکله رپورټ پداسې حال کې جاري کړی چې د صحافيانو د حقونو نړیوال تنظیم کمېټي ټو پروټکټ جرنلسټس په خپل يو تازه رپورټ کې د صحافيانو په وژنو کې ککړ قاتلانو ته د سزا نه ورکولو په درجه بندۍ کې پاکستان په نهم نمبر اچولې دې.

سي پي جې وايي کرپشن، کمزورې ادارې او د کره پلټونو دپاره د سياسي عزم کمی هغه علتونه دي چې د پاکستان، مېکسيکو او فلپاېن په شان هېوادونو کې اوس هم د صحافيانو قاتلان نه خو مالومېږي او نه ورته سزاګانې ورکړي کېږي.

د پاکستان حکومت ددې تازه راپور په اړه لا کوم عکس العمل نه دی ښکاره کړی خو د وزير اعظم عمران خان په ګډون حکومتي چارواکي وايي هغوى د مېډيا په ازادۍ باور لري او دا چې په پاکستان کې مېډيا د غربي نړۍ نه هم زياته ازاده او خپلواکه ده.

خبريال اسد علي طور په خپله هم په ټولنیزو رسنیو د هېواد په ادارو پسې د وينا په تور کې د مقدمې سره مخ دی، وي او ای ډيوه ته وايي په تېر دوو کلونو کې د هېواد دننه ان لاېن قدغنونو کې بې کچه اضافه شوې ده. هغه وايي روايتي مېډيا له مخکې نه د سنرشپ ښکار وه او سوشل مېډيا يواځنى لاره پاتې وه چې خلکو به د خپلو خيالاتو اظهار په ازادۍ سره کوو خو زياتوي چې اوس حکومت د الېکټرانيک جرمونو د مخنیوي قانون پيکا د بې درېغه استعمال له کبله دغه سپېس يا ځاې هم محدود کړی او ان لاېن اوازونه غلي کولی شي.

پاکستان کې د انټرنيټ د صارفينو د حقونو لپاره مبارزه کونکي ادارې بايټس فار ال فعال هارون بلوچ ډيوه ته وايي پاکستان کې د تېرو څو کلونو راهیسې په انټرنېټ د بندېز رجحان په نظر راځي.

هغه بيا وايي په پاکستان کې چې څنګه د اظهار په ازادۍ او سياسي فعاليتونو باندې بندېزنو لګول کېږي نو هغه ښي چي پاکستان تش په نامه جمهوري هېواد بل پاتې شوې دې او جمهوري قدرونه د نيشت برابر دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG