لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خارجه دفتر: تير کال دواشنگټن نه لندن ته دحقاني دتگ ريکارډ نشته


خارجه دفتر: تير کال دواشنگټن نه لندن ته دحقاني دتگ ريکارډ نشته
خارجه دفتر: تير کال دواشنگټن نه لندن ته دحقاني دتگ ريکارډ نشته

کميشن دحقاني دراغوښتو لپاره څلور لارې چارې وړاندې کړي چې پکې دگرفتار وارنټ جاري کول، دحقاني په ضد کريمينل کيس درج کول، دهغه اثاثې ضبط کول او يا يې په ضد دعدالت دسپکاوي کارروائي شامله ده

دميموکميشن غونډه دقاضي فائز عيسي په مشرۍ اسلام اباد کې ترسره شوې، ددغه غونډې په مهال خارجه دفتر دميمو گيټ پلټنيز کميشن ته وئيلي دي چې په امريکا کې دپاکستان دپخواني سفير حسين حقاني تير کال دمئ په مياشت کې سفارت خانې ته دوينا پرته دواشنگټن څخه لندن ته تللى ؤ.
اسلام اباد کې دميمو کميشن غونډه دجسټس فائز عيسي په مشرۍ ديو نيم ساعت په ځنډ سره پيل شوې وه.
دخارجه دفتر ډي جي يو ايس اى ډيسک، سهيل خان دبيان قلم بند کولو په مهال دحسين حقاني په اړه غوښتل شوى دستاويز کميشن ته وړاندې کړى شو.
هغه دحسين حقاني او دپاکستان دحکومت ترمينځ تير کال دخط وکتاب ريکارډ هم ورکړو.
سهيل خان تير کال دمئ په لمړو ورځو کې دواشنگټن څخه لندن ته په تللو ځواب ورکړو او وې وئيل په د2011 دمئ په مياشت کې دواشنگټن څخه لندن ته دمنصور اعجاز دتگ يا دهغه او منصور اعجاز ترمينځ دليدنې په اړه معلومات دپاکستاني سفارت خانې سره نشته، دحسين حقاني سره موجود دواړه بليک بير هينډ سيټس دپاکستان دحکومت ملکيت دى.
کميشن په حقاني دخفيه فنډ دغيرقانوني استعمال په تور دخارجه دفتر څخه ريکارډ غوښتى.
دمنصور اعجاز وکيل شيخ اکرم په امريکا کې دپاکستاني سفارت خانې دڅو ملينو ډالرو دشکمن خفيه فنډ او ددغه فنډ دحسين حقين لخوا داستعمال دتففصيلاتو ورکولو غوښتنه وکړه.
دحقاني وکيل زاهد بخاري دغه ادعا بې اساسه وگرځوله او ورته يې غيرمتعلقه معامله ووئيله خو کميشن دخارجه دفتر څخه د2011ء داپريل څخه تر دسمبر پورې تفصيلات وغوښتل.
داحمدشجاع پاشا وکيل ايس ايم ظفر دکميشن قانوني مرسته وکړه او وې وئيل حسين حقاني دې دداخله وزارت په ذريعه راوغوښتل شي او دايډمرل مائيک مولن دراغوښتو ضرورت نشته خو که کميشن غواړي نو هغه ته يو بل غوڅ نوټس ليږل پکار دي.
دغونډې په مهال کميشن داټارني جنرل څخه وپوښتل دحسين حقاني درابللو لپاره بايد څه طريقه خپله کړل شي، په دې اټارني جنرل مولوي انوارالحق وويل دداخله وزارت په ذريعه انټر پول ته درخواست کيدى شي.
زاهد بخاري وويل حقاني ته دويډيو کانفرنس په ذريعه دبيان ريکارډ کولو لپاره په درخواست دې دسپريم کورټ دفيصلې انتظار وکړى شي، کميشن وويل دغه درخواست يې مسترد کړى.
کميشن دحقاني دراغوښتو لپاره څلور لارې چارې وړاندې کړي چې پکې دگرفتار وارنټ جاري کول، دحقاني په ضد کريمينل کيس درج کول، دهغه اثاثې ضبط کول او يا يې په ضد دعدالت دسپکاوي کارروائي شامله ده.
کميشن اټارني جنرل ته وويل تا په عدالت کې وئيلي وؤ چې حقاني دې پريښودى شي ، په راغوښتو به راشي په دې اټارني جنرل وويل ددې خبرې ضمانت مې نۀ ؤ ورکړى، کميشن پخپلو څرگندونو کې دحقاني په نۀ راتللو به نړۍ ته زمونږ څه تاثر ځي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG