لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان کې ٢ عسکر، ٧٠ جنگیالې وژل شوې


پاکستان کې ٢ عسکر، ٧٠ جنگیالې وژل شوې

چارواکود پاکستان په قبائیلي سیمه اورکزو کې د روانو عملیاتو په مهال د ٧٠ جنگیالو د وژل کیدو دعوی' کړې. خو په ازاده توگه د رپورټ تصدیق نه دی شوی.

د شمال غربي پاکستان په بیلا بیلو برخو کې د تشدد په مختلفو پیښو کې دوه عسکر او ٧٠ جنگیالي وژل شوې دي.
د اتوار په ورځ په اورکزو قبائیلي سیمه کې جنگي جیټ جهازونو د جنگیالو په مرکزونه بمباري کړې. د اورکزو نه لرې په شمال کې پرته دیر سیمه کې جنگیالو د امنيتي ځواکونو په چیک پوسټ برید کړی.
د ایف سي چاوراکي وائي اورکزو کې بمباري د ماموزۍ، سما بازار، ثورسمت، کوټ کلی او جبه په سیمو کې شوې چې په نتجیه کې يي ٧٠ جنگیالي وژل شوې او ٣٠ نور زخمیان شوې دي.
په ازاده توگه د جنگیالو د مرگ ژوبلې د رپورټ تصدیق نه دی شوی. په سیمه کې صحافیان د غیر یقيني حالاتو په وجه خپله دنده نشې ترسره کولی او جنگیالي اکثره د عسکرو ادعاوې ردوي.
بل خوا، حکومتي چارواکې وائي د دیرپه تیمرگره ښار کې د اتوار په ورځ د نمر خاته نه وړاندې لږ تر لږه ٥٠ وسله والو طالبانو په یو چیک پوسټ حمله کړې چې په نتیجه کې يي په چیک پوسټ مامور د لیویز دوه عسکر ووژلی شول. دوه نور عسکر زخمیان شوې هم دي. رپورټونه وائي د ژوبل شوو عسکرو حالت نازک دی.

XS
SM
MD
LG