لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوځ کرمه او خیبر ایجنسۍ کې د ٣٥ وسله والو د وژل دعوه کړې ده

د پاکستان پوځ او وسله وال اکثر یو بل ته د زیان رسولو متضاد دعوې کوي چې په ازاده توگه يي تصدیق ځکه ممکن نه وي چې سیمه کې د غیر یقینې امیتي صورتحال په وجه خبریالان خپله دنده نشې ترسره کولی
د پاکستان پوځ او وسله وال اکثر یو بل ته د زیان رسولو متضاد دعوې کوي چې په ازاده توگه يي تصدیق ځکه ممکن نه وي چې سیمه کې د غیر یقینې امیتي صورتحال په وجه خبریالان خپله دنده نشې ترسره کولی
د پاکستان پوځ ویلي د افغانستان په پوله پرتو دواؤ قبائیلي سیمو، کرمه او خیبر ایجنسۍ، کې يي د وسله والو خلاف کاروائي کړې دي، د وسله والو نه مهې مورچې نیولې دي او کاروائي کې يي ٣٥ وسله وال وژلې دي.
پوځې ویلي کاروائي کې یو عسکر وژل شوی او پنځه نور زخمیان شوي هم دي.
د پوځ د عامو تعلقاتو څانگې ايي ایس پې ار ویلي کرمه کې يی محمدي سر او تیرا کې يي حیدر کنډاؤ د وسله والو نه پاک کړې دي او په تیرو دریو ورځو کې د کاروائي په نتیجه کې د میدان سیمې سرونه نیولې دي چې پکې د دیرستاني قمر هم شاملې دي چې ترې د میدان او کوکې خیلو وادۍ لیدلی کیدی شي.
ايي ایس پې ار ویلي د دروازگۍ کنډاؤ د سرونو نه ترهگر لرې کړی شوي دي.
پوځ په دغه عملیاتو کې د ٣٥ وسله والو د وژلو دعوه کړې ده. ددې ترڅنگ پوځ ویلي د وسله والو خلاف کاروائي کې یو عسکر وژل شوی او پنځه نور زخمیان شوي دي.
د پاکستان پوځ او وسله وال اکثر یو بل ته د زیان رسولو متضاد دعوې کوي چې په ازاده توگه يي تصدیق ځکه ممکن نه وي چې سیمه کې د غیر یقینې امیتي صورتحال په وجه خبریالان خپله دنده نشې ترسره کولی.
This item is part of
XS
SM
MD
LG