لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پوځ کرونا وایرس په مخنیوي کې د حکومت ملاتړ او که خپل تشهیر کوي؟ د څیړونکو پوښتنه


ځینې څیړونکي وايي د کرونا ضد کوښښونو کې پوځ ځان د وفاقي حکومت برخه دومره نه ګڼي څومره چې خپل تشهیر او لاس بری څرګندوي
ځینې څیړونکي وايي د کرونا ضد کوښښونو کې پوځ ځان د وفاقي حکومت برخه دومره نه ګڼي څومره چې خپل تشهیر او لاس بری څرګندوي

وزیراعظم عمران خان په ملک کې کرونا وایرس د مخنیوي په لړ کې پوځ نه غوښتنه کړې چې د سوېلین حکومت د ملاتړ دې وکړي او پوځ هم ویلي د حکومت په امر یې عسکر پرځای کړي دي خو ځینې څیړونکي وايي د کرونا ضد کوښښونو کې پوځ ځان د وفاقي حکومت برخه دومره نه ګڼي څومره چې خپل تشهیر او لاس بری څرګندوي.

د نهې، سه شنبې، په ورځ پوځ وویل د خپل مشر جنرل قمر جاوید باجوه يه امر یې د بلوچستان ډاکټرانو دپار کرونا وایرس نه د محفوظ پاتې کېدو سامان لیږلی دی.

د پوځي بیان نه وړاندې په بلوچستان کې ډاکټرانو د دغه ډول سامان د نشتوالي خلاف احتجاج او کار بندیز کړی او په پولیس یې په دوی د وهلو ټکولو او ګرفتارولو الزام دګولی و.

خو د پاکستان پیپلز پارټۍ سیکرېتري جنرل او پخواني سنیټر فرحت الله بابر او د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ موجوده سنېټر عثمان کاکړ د پوځ په دغه بیان سخت ټکونه وکړل.

فرحت الله بابر وي او ای ډیوه ته رالیږل شوي یو بیان کې وویل چې د پوځ دا بیان چې د جنرل قمرجاوید باوجوه په امر بلوچستان ته د ډاکټرانو د تحفظ سامان لیږل کیږي غیر ضروري و.

فرحت الله بابر وویل وفاقي حکومت کرونا وایرس د مخنیوي دپاره هلې ځلې کوي او د پوځ مشر هم د وفاقي حکومت برخه ده. "د پوځ مطبوعاتي بیان دا غلط تاثر چې دا (پوځ) د سویلین حکومت نه ازاد دی او زیات تشویش لري."

فرحت الله بابر په خپل بیان کې وویل که چېرې پوځ په حقیقت کې هم په دې سختو حالاتو کې د امداد نیت لري نو خپل هسپتالونه دي د کورونه وایرس علاج او ټېسټونو دپاره عام ولس ته خلاص کړي او خپل مېسونه او رېسټ هاوسونه چرته چې پوځي افسران ورځې شپې کوي په هسپتالونو قرنطین مرکزونو کې بدل کړي.

د وي او ای ډیوه سره خبرو کې سنېټر عثمان کاکړ د بلوچستان ډاکټرانو سره د مرستې په اړه د پوځ بیان "ډیره بده خبره" وبلله او ویې وېل پکار ده چې پوځ ځان د مرکزي حکومت برخه ګڼي او وايي دا ډول امداد پوځ په خپل سر نه بلکې د وفاقي حکومت د اختیار لاندې کوي. هغه ووېل تشهیر د یوې ادارې په توګه یوازې د پوځ نه بلکې د وفاقي حکومت پکار دی. "د سوېلین حکومت اتارټي (واک اختیار) بالکل شا ته پاتې ده. "

خو خبریال او څیړونکی زیشان حیدر دې خبرې سره اتفاق نه کوي چې پوځ دا وخت خپل لاس بری کوي او یا د کرونا وایرس مخنیوي په لړ کې ټول وسایل نه وړاندې کوي. هغه وویل کرونا وایرس په نتیجه کې حالات لا د وفاقي او صوبايي حکومتونو د قابو نه نه دي وتلي خو که چیرې داسې کیږي نو پوځ به وسایلو استعمالولو نه نه په شا کیږي. زیشان حیدر د کال ۲۰۰۵ د زلزلې وروسته، د کال ۲۰۱۰ د سیلابونو وروسته او د ترهګرۍ خلاف د پوځ د هلو ځلو مثالونه وړاندې کړل.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG