لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پوځي مشر: د غېر قانونه هلوځلو ضد عمليات دې په پوره قوت سره جاري وساتل شي


د سرکاري خبري ادارې [اې پي پي] ترمخه نوموړي دغه خبرې د جمعې په ورځ کراچۍ کې د صوبايي اېپکس کمېټۍ په غونډه کې کړي دي.
د سرکاري خبري ادارې [اې پي پي] ترمخه نوموړي دغه خبرې د جمعې په ورځ کراچۍ کې د صوبايي اېپکس کمېټۍ په غونډه کې کړي دي.

د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منير ویلي، قانون نافذوونکې او نورې سرکاري محکمې دې د غېر قانونه هلوځلو ضد عمليات په پوره قوت سره جاري وساتي، د دې دپاره چې د ملک د وسايلو لوټ کېدو او اقتصادي تاوان مخنيوی وشي.

د سرکاري خبري ادارې [اې پي پي] ترمخه نوموړي دغه خبرې د جمعې په ورځ کراچۍ کې د صوبايي اېپکس کمېټۍ په غونډه کې کړي دي.

ویل شوي د اېپکس کمېټۍ غونډې ته په نېشنل اېکشن پلان، د غېر قانونه غېرملکيانو بيرته خپلو هېوادونو ته لېږلو، د سيند په کچې علاقه کې د عملياتو ترڅنګ په نورو موضوعاتو خبرې شوي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو نګران وزیر سرفراز بګټي د اکتوبر په دریمه ویلي وو، په هېواد کې په غېرقانوني توګه مېشت خلک د نومبر تر لومړۍ نېټې پورې وخت لري چې په خپله خوښه خپلو هېوادونو ته لاړ شي.

بګټي ګواښ کړی وو چې که دغه خلک خپلو هېوادونو ته تر ټاکلې نېټې لاړ نه شي د پاکستان مرکزي او صوبایي امنیتي ادارې به دوی نیسي او له خپل هېواده به یې په زوره وباسي.

د طالبانو د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب د غېر قانوني افغان کډوالو د ور ستنولو په اړه د پاکستان پرېکړه غندلې، دا یې له انصافه لرې بللې او د پاکستان له خلکو، سیاستوالو او دیني عالمانو یې غوښتي چې خپل چارواکي له داسې کارونو را وګرځوي.

مولوي یعقوب په کابل کې د پولیسو د فراغت یوې غونډې ته په وینا کې د پاکستان پرېکړه "وحشت او بربریت" بللی او ويلي يې وو دا کار به د دواړو هېوادونو تر منځ‌ اړیکې ترینګلې کړي.

د پاکستان د دې پرېکړې په غبرګون کې د کډوالو نړیوالې ادارې "ریفیوجي انټرنېشنل" هم اندېښنه ښکاره کړې او ویلي یې دي، دا پرېکړه به تقریباً دوه میلینه افغانان خصوصاً هغه ښځې او نجونې اغېزمنې کړي چې د طالبانو له ظلمونو پاکستان ته تللې دي.

د پاکستان د بشري حقونو خپلواکه کمیشن هم د شورو- چارشنبې په ورځ په یو بیان کې ویلي وو، د حکومت دا پرېکړه چې تر یو میلین زیات "غیرقانوني" بهرني اوسېدونکي به په یوه میاشت کې له دې کبله باسي چې دوی په ممکنه توګه له ترهګرو او په جرم ککړو ډلو سره تړاو لري، وایي دا نه یواځې دا ښکاره کوي چې حکومت زړه سوی نه لري، بلکې د ملي امیت په برخه کې تنګ نظري هم ښکاره کوي.

د غېر قانونه غېر ملکيانو د ويستلو د فېصلې اعلانولو نه وړاندې د ستمبر په مياشت کې په کراچۍ کې د افغان کډوالو د نيولو لړۍ پېل شوې وه.

د کډوالو په وينا غېر قانونه نه بلکې قانوني اسناد لرونکي کډوال نيول شوي او بندي کړی شوي دي.

د پاکستان د کورنيو چارو نګران وزير سرفراز بګټي په اسلام اباد کې خبري کانفرنس ته ويلي وو "خواوشا 4.4 اعشاريه ملينه افغانان په پاکستان کې مېشت دي په دوی کې د 1.42 ملينو سره پروف اف رجسټرېشن يا پي او ار کارډونه دي، د چا سره چې افغان سيټيزن کارډ دی هغه 0.85 ملينه دي او غېر رجسټرډ قانوني اسناد نه لرونکي افغانان 1.73 ملينه دي".

هغه دا تور هم لګولی وو چې افغانان په ترهګرۍ کې ککړ دي.

خو افغان کډوال وايي هغه خلک چې ترهګرۍ او غېر قانونه کارونو کې لاس لري هغوی دې ونيول شوي پرضد دې یې قانوني کارروايي وشي خو قانوني اسناد لرونکي بې ګناه افغانان دې نه ځوروي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG