لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پوځي مشر په ترهگرۍ کې ککړو د۱۴ تنانو د مرگ سزاگانې منظورې کړې


د پاکستاني طالبانو پخوانی ترجمان احسان الله احسان (په سپینو جامو کې) او د طالبانو یو بل غړي عدنان رشید چې د بنو زندان نه وسلوالو ازاد کړی دی
د پاکستاني طالبانو پخوانی ترجمان احسان الله احسان (په سپینو جامو کې) او د طالبانو یو بل غړي عدنان رشید چې د بنو زندان نه وسلوالو ازاد کړی دی

د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه د ١۴ هغو کسانو د مرگ سزاگانې منظورې کړې دي چې پوځ ویلي په امنیتي ځواکونو او ملکي کسانو د ترهگرۍ په حملو کې ککړ دي.

پوځ ویلي د امنیتي ځواکونو نه علاوه په دغو کسانو دا جرمونه هم ثابت شوي چې یوشمېر سکولونو او سرکاري ودانۍ یې په بمونو ړنګولي او په عدالت کې یې خپل جرمونه منلي دي.

د پاکستان د پوځ د مطبوعاتو څانگې ايي ایس پي ار د جمعې په ورځ پخپله پاڼه ليکلي، دغه کسانو په ترهګر بريدونو کې په مجموعي توګه ۲۲ کسان وژلي چې ۱۹ د امنيتي ادارو کارکونکي او درې پکې عام ملکي وګړي وو.

بيان زياتوي د دغه د کسانو تعلق د ترهګرو تنظيمونو سره دي او د دوی د ولقې نه درنه وسله او چاوديدونکي مواد او بمونه هم ترلاسه شوي دي.

پاکستان په کال ٢٠٠٨م کې د تېزندۍ په سزا ګانو بنديزلګولی و خو په کال ٢٠١۴م کې په پېښور کې په آرمي پبلک سکول د طالبانو د خونړي بريد وروسته حکومت د تېزندۍ د سزا نه پابندي اوچته کړه. په ارمي پبلک سکول بريد کې ۱۳۲ زده کونکي او ۹ د سکول استاذان او کارکونکي وژل شوي وو.

د دغې خونړي بريد ذمه واري تحريک طالبان پاکستان په غاړه واخیسته، پوځ ویلي د دغې ډلې وياند احسان الله احسان تېرکال د اپريل په مياشت کې ځان د پاکستان پوځ ته سپارلی دی خو په آرمي پبلک سکول کې د وژل شویو ماشومانو د پلارانو تنظيم پوښتنه کوي چې د پاکستان پوځ د ارمي پبلک سکول د خونړي بريد ذمه وار احسان الله احسان ولې تر اوسه لکه د "مېلمه" د ځان سره ساتلی دی او عدالت ته یې نه وړاندې کوي؟

د ارمي پبلک سکول د متاثرینو د تنظیم یو غړي فضل خان د پېښور هايي کورټ ته خواست هم کړی دی چې غوښتنه کوي چې په احسان الله احسان دي مقدمه وچلول شي.

د پاکستان پوځ وايي دوي د احسان الله احسان نه د ترهګرو په اړه معلومات ترلاسه کوي. د احسان الله احسان خپل نوم لياقت دی او دی د مومندو د صافو تحصيل اوسيدونکی دی.

احسان الله احسان په يو وېډيو پېغام کې په پاکستان کې د روانې ترهګرۍ تورونه د هندوستان په استخباراتي ادارې را او د افغانستان په اېن ډي اېس لګولي.

د بخښنې نړيوال تنظمي اېمنسټي انټرنېشنل وايي پاکستان په چين او ايران پسې په دريم نمبر داسې هېواد دی چې ترټولو زياتې د تېزندۍ سزاگانې پکې ورکړل کيږي. او دا چې په نړۍ کې ۹۰٪ تېزنديانې يواځي په پاکستان، ايران او سعودي عرب کې ورکړل کيږي. د چين د پانسيانو يا تېزنديو د سزاګانو په اړه تفصيل مطبوعاتو نه پټ ساتل کېږي.

جسټس پراجېکټ پاکستان نومې غېرسرکاري تنظيم وايي په پاکستان کې په کال ۲۰۱۸م کې ۵۰۰۰ کسان د پانسۍ په سزا کې ګېر وو ولې کال ۲۰۱۷م کې دغه شمېره ۷۰۰۰ وه.

د بخښنې نړيوال تنظيم وايي پاکستان د ترهګرۍ د مخ نيوي لپاره د تېزندۍ د سزا نه بنديز پورته کړې خو تر اوسه په تېزندي کړل شوي مجرمانو کې يواځې ۱۰٪ ترهګردي او ۹۰٪ د قتل يا نورو جرمونو کې ککړ مجرمان دي. چې ورسره د پاکستان دغه دليل کمزوری کيږي چې ګني دوي ترهګرو ته پانسي ورکوي.

د بشري حقونو ډلې په پاکستان کې په عدالتي نظام هم نيوکې کوي او وايي چې په سنگینو جرمونو کې نیول شویو ملزمانو ته د خپل سپيناوي پوره موقع نه ورکول کېږي او دا چې اکثر کم عمره خلکو او په ذهني توگه معذورانو ته هم د مرگ سزاگانې اورول کیږي.

خو پاکستان دغه تورونه ردوي او وايي ترهګرو ته د خپلې صفايۍ پوره موقع ورکړی کېږي او هغه ترهګرو ته سزا ورکوي چې په مقدمه کې پرې د جرم ثبوتونه وړاندې کړی دي یا په دالت کې خپل جرم ومنی او يا په موقع ونيول شي.

  • 16x9 Image

    بختور شاه

    بختور شاه په واشنګټن ډي سي کې د وي او ای ډيوه لپاره په قبايلي سيمو، تعليم او شعرو شاعرۍ خپرونې کوي، د بي بي شیرېنې پروگرام کوربه دی او د ډیوه د ویب پاڼې لپاره ځانګړي بلاګونه ليکي. په انګرېزي ادب کې د پېښور يونيورسټۍ نه ماسټر ډگري لري او شاعري هم کوي

     

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG