لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرل باجوه وايي د ملک او پوځي ادارو خلاف نظریاتي جنګ به ګټي


جنرل قمر جاوېد باوجوه او وزیراعظم عمران خان
جنرل قمر جاوېد باوجوه او وزیراعظم عمران خان

د پاکستان د دفاع ورځ لمانځلو په مناسبت د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه خبرداری کړی دی چې د ملک او د پوځي ادارو د بدناموولو هڅې کيږي خو پوځ به د قام په مرسته دغه د "ففت جنرېشن هايبرډ وار" يا د نظرياتو او د سوچ بدلولو نفسياتي جنګ ګټي.

خو ايا د پوځ د سر لښکر اشاره په ورستيو کې د پوځ پخواني وياند لېفټننټ جنرل عاصم سليم باجوه د خاندان د کاروبارونو په حقله په ټولنيزو رسنيو خبرونه او په هغې بحثونه او نيوکو ته وه او که نور څه ته؟

د پوځ پخوانی افسر بريګيډير رېټایرډ سعد محمد خان وايي دغه د ففت جنرېشن هايبرډ وارصرف يوه کړۍ کېدېشي. وروستيو کې د پاکستان د پوځ او معاش په حقله څه منفي پروپېګنډې او دروغ خبرونه مخې ته راغلي دغه هر څه د دغه ففت جنرېشن هايبرډ وار يا دوه رګه جنګه برخه ده. "زما په خيال دا يې يوه کړۍ ده، که تاسو وګورئ چې جنرل باجوه صاحب کومه خبره کړې وه چې څه خلک د پوځ او اولس تر مينځه څه زړه بداوی پېدا کول غواړي، يا داسې څه نور خبرونه راځي يا سياسي افرا تفري پېدا کول غواړي په پاکستان کې نو دا ټول زما په اند يو اپرېشن جوړيږي چې هغې ته ففت جنرېشن وار هم وايي. چې هغه يه يوه طريقه نه وي، بېلابېلو طريقو سره قام په نخښه کولی کيږي"

خو د پېښور پوهنتون د ايريا سټدي سنټر پخوانی ډاېريکټر او څيړنکار ډاکټر سرفراز خان وايي په ملک کې د ډېر وخت راهسې د پوځ يوه بيانيه پاتې شوې او څوک هم چې دې سره اختلاف کوي نو هغوي ډېر زر د غدار يا د دښمن ملکونو اېجنټ وګرځولی شي. "اصل خبره صرف دا ده چې دې ملک کې دوه قسمه بيانيې دي، يوه د اسټبلشمنټ بيانيه ده ، د پوځ بيانيه ده او هغه دا ده چې ملک په خطرې کې دی، اسلام په خطرې کې دی او دا د ښي لاس د ګوندونو بيانيه هم ده. او دوی چې کوم خپل بجټ کې اضافه او چې کومې غلاګانې دي هغه پټولو د پاره دوی دا بيانيه زور او شور سره استعمالوي. او څوک هم چې دوي چيلنج کوي چې د ملک د اين پابندي وکړي، د انساني حقوقو پاسداري وکړئ، دا خلک مه وچتوئ، يا دا چې ګاونډي ملکونو سره اړيکې ښې ساتئ نو دوي سمدستي هغو ته دا وايي چې دا ففت جنرېشن وار دی."

ډاکټر سرفراز خان وايي دپوځ د سر لښکر دغه خبرداری هم هغه خلکو ته دي چې د پوځ د کردار په حقله تپوسونه کوي او په وروستيو کې د لېفټننټ جنرل عاصم سليم باجوه د خاندان د کاروبار په حقله هم په ټولنيزو رسنيو تپوسونه او نيوکې کړي.

"خلک اوس د کرپشن په اړه د فوځ کردار باندې سوال کوي، او د ملک دننه چې مخکې دوي د کرپشن کرپشن کوم شور کوولو او د کومو خلکو په اړه چې دوی خبرې کولې په هغو باندې خو اکثره تورونه غلط ثابت شول. د موجوده خبرې چې دوی تپوس کوي نو دوي يې د ففت جنرېشن وار په نوم يادوي"

پخوانی سېنېټر او سياسي او مدني فعال افراسياب خټک هم وايي د پاکستان پوځ اکثر سياسي قوت په زوره اخیستی او کله هم چې څوک د پوځ نه د پاليسيو په اړه سخت تپوسونه کوي نو دوی د دغه قسمه ففت جنرېشن هايبرډ وار خبرې شروع کړي.

"څوک چې د دوي په پاليسيو نيوکې کوي د هغوي خله دوی په دې بندوي چې دا د دښمن پراپېګنډه ده."

د پاکستان پوځ وايي پوځ یوه منظمه اداره ده چې د نظم او ضبط پانبدي پکې کیږي او د لاقانونه چلند په ضد د احتساب سخت قوانین لري. پاکستاني پوځي مامورین په پوخ کې د بډو رشتونو او بدعنوانیو او د ملک په سیاست کې د مداخلت خبرې هم ردوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG