لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرل عاصم منير: د پېښور په برید کې ککړو مجرمانو ته به مثالي سزا ورکوو


د پوځ ترمخه د پوځ سرلښکر په مشرۍ د پېښور په پوليس لاين د ځانمرګي بريد نه يوع ورځ وروسته په پوځي مرکز [جي اېچ کيو] راوالپنډۍ کې د کور کمانډرانو غونډه شوې ده
د پوځ ترمخه د پوځ سرلښکر په مشرۍ د پېښور په پوليس لاين د ځانمرګي بريد نه يوع ورځ وروسته په پوځي مرکز [جي اېچ کيو] راوالپنډۍ کې د کور کمانډرانو غونډه شوې ده

د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منير د نهې يا سه شنبې په ورځ وويل چې د پېښور په جمات ځانمرګى بريد چې د 100 نه زیات تنه پکې وژل شوي، دا د ترهګرۍ په وړاندې د ملت د نه زغملو تګ لاره نشى کمزورې کولی.

نوموړي وويل دې پېښه کې ککړ مجرمانو ته به مثالي سزاګانې ورکوي.

د پوځ ترمخه د پوځ سرلښکر په مشرۍ د پېښور په پوليس لاين د ځانمرګي بريد نه يوع ورځ وروسته په پوځي مرکز [جي اېچ کيو] راوالپنډۍ کې د کور کمانډرانو غونډه شوې ده.

کالعدم تحريک طالبان پاکستان [مومند ډلې] د بريد پړه منلې ده.

بل لور ته د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې سياسي مشرانو د ترهګرۍ له منځه وړلو لپاره په ټول هيواد کې د عملياتو کولو او دې دپاره په قامى کچه د يو والى غوښتنه کړې ده،

د دفاع وزير خواجه اصف ايوان ته ويلي،" عالمي طاقتونو سره د کار کولو زمونږ هيله ډېره پخوانۍ ده خو نن پاکستان د ترهګرۍ پرضد جګړه کې يوازې دی، ځکه هغه د ترهګرۍ په وړاندې د ضرب عضب په څېر د عملياتو غوښتنه وکړه خو ورسره یې د دې دپاره د قامي يو والى ټينګار هم وکړ.

خواجه اصف وويل د تحريک طالبان پاکستان سره د امن خبرې پېلولو باندې پارلمان په باور کي نه وو اخستی شوی او په دې موده کې د زرګونو په شمېر کې خلک د افغانستان نه پاکستان ته راوستلی شو او دلته اباد کړی شو چې پر ضد یې د سوات او وزير ستان خلکو احتجاجونه وکړه.

نوموړي زياته کړه د ترهګرۍ پرضد جګړې نه وړاندې مونږ ته به خپل کور هم ټيک کول وي.

څيړونکي وايي د سېول او پوځي قيادت سره د ترهګرو پر ضد د عملياتو کولو لپاره اوسني وخت کې نه خو ولسي او نه خارجي ملاتړ ليدل کيږى او د هر څه به حکومت ته اوس پخپل سر کول وي.

د څيړونکو په وېنا سېول او پوځى قيادت مخ په زياتيدونکو بريدونو نه په فشار کې دی او داسې امکان شته چې دوى ځيني فيصلو ته مجبوره کړي.

وي او اې ډيوه سره خبرو کي څيړونکي طاهر خان وويل، "په حکومت ، پوځ او پوليس فشار دی چې دغه رنګ بريدونه روان وي نو بيا خو به خلک پوښتنې کوي او زه ګڼم چې د دې فشار له وجې ممکن ده چې څه ګامونه دوى واخلي".

طاهر خان وايي پخوا ،چې کوم عمليات شوي وو په هغې کې ترهګر مالوم وو، اوس د دوى پر ضد عمليات کول به ډير ګران ځکه وى چې د خلک اوس ښکاره نه دي.

د کورنيو چارو وزير رانا ثنا الله ايوان ته وويل چې وزير اعظم، د پوځ مشر او د استخباراتي ادارې مشر به پارلمان ته په هېواد کې د ترهګرۍ په روانو پېښو احوال وړاندې کوي او د هغې په رڼا کې به راتلونکې تګلاره جوړولی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG